د قيامت وړې او لويې علامې (نښې)

سلامونه او نيكي هيلى اومني.
د قيامت د لوىو علامو سخه كومه ده؟
او هغه سي لمر د غرب طرف نه سنگہ او کلہ راخیزی؟
او بلہ دا چی د توبی در کلہ بندیزی؟
ہیلہ دہ زر جواب راکی.
مننہ
محمدخلیل

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قيامت علامي کومې چې د قيامت په نږېوالي دلالت کوي په دوو برخو ويشل شوی دي وړې علامې او د قيامت لويې علامې او ددې علامو په اړه مونږ ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر راکړی او دا علامې ټولې په صحيحو احاديثو کې ثابت شوی دي او دلته په لنډ ډول ځنې علايم بغير د احاديثو له ذکر څخه بيانوو ، ځکه چې دا مقام د لويو تشريحاتو نه دی

او دا د مؤثقې اسلامي منبع الاسلام سوال جواب – کتاب اشراط الساعه للشيخ يوسف الوابل څخه نقل شوی دی :

د قيامت وړې علامې (اشراط الساعة الصغری )

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  بعثت .

۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم رحلت .

۳- د بيت المقدس فتح .

۴- د مال زياتوالی او د خيرات او صدقاتو کموالی .

۵- د فتنو ښکاره کيدل ، د هغه څخه د هغه فتنو ظهور کوم چې د اسلام په ابتداء کې وو لکه : د عثمان رضی الله عنه شهادت ، د جمل او صفين جنګونه ، د خوارجو ظهور .

۶- د پيغمبرۍ د مدعيانو ظهور لکه : مسيلمة الکذاب ، الأسود العنسی او نور .

۷- په حجاز کې د اور ښکاره کيدل : علماء کرام وايي : دا اور په ۶۵۴ هجری کې مينځته راغلی وو او يو عظيم اور وو .

۸- د امانتونو ضايع ، هغه دا چې د خلکو امور به نا اهلو کسانو ته وسپارل شي چې هغوی به د خپل رعيت د امانت او مسئوليت څخه عافله او بې خبره او ضايع کونکي وي .

۹- د علم کموالی او د جهل او ناپوهۍ ښکاره کيدل ، د علم کموالی به د علماء په قبض سره مينځته راشي .

۱۰- د زنا خپرېدل :

۱۱- د سود خپرېدل .

۱۲- د ساز او موسيقۍ خپرېدل .

۱۳- د شرابخورۍ زياتېدل .

۱۴- ويځه به خپل مالک ږوي ، لکه په صحيحين کې يې چې بيان شوی دی ، په دې حديث کې د علماؤ مختلف اقوال دي چې يو قول دا دی چې د مور او پلار نافرمانۍ به زياتې شي اولاد به د مور او پلار سره داسې سلوک کوي لکه هغوی يې چې غلامان وي .

۱۵- د ناحقه قتلونو زياتېدل .

۱۶- د مسخې او خسف (غرقيدل ) ښکاره کيدل .

۱۷- د لوچو ، نيمه لوچو او بې حجابو ښځو ښکاره کيدل .

۱۸- د زلزلو زياتېدل .

۱۹- د مؤمن د خوب رښتيا کيدل .

۲۰- د درواغو ګواهي او شهادت زياتيدل او د حق پټول .

۲۱- د ښځو زياتېدل .

۲۲- د کوچيانو ځايي کيدل (په آبادو ساحو کې ژوند اختيارول ) .

۲۳- د حيواناتو او جماداتو ګويا کيدل .

۲۴- د قسطنطينه فتح کيدل .

۲۵- د روميانو زيادت او د مسلمانانو پر وړاندې جنګيدل .

۲۶- د فرات څخه د سرو زرو د غره ښکاره کيدل علماء کرام وايي : د سرو زرو  څخه مطلب نفت او پطرول دي چې د سرو زرو په څير به با اهميته وي او د زرو په شان به له کان څخه ايستل کيږي او په دې باندې به زيات جنګونه وشي .

د قيامت لويي علامې (أشراط القيامة الكبرى) .

د قيامت لويې علامي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حديث شريف کې کوم چې حذيفه بن أسد رضی الله عنه روايت کړی دی لس ښودل شوې دي چې په لاندې ډول دي :

۱- د دجال ښکاره کيدل ، تفصيل

۲- د عسی عليه سلام نزول ، تفصيل

۳- د ياجوج او ماجوج ښکاره کيدل .

۴- د مغرب له طرف څخه د لمر راختل .

۵- د دابة ( يو قسم څاروي ) پيدا کيدل .

۶- په معرب کې خسف

۷- په مشرق کې خسف

۸- په جزيرة العرب کې خسف

۹- د دود پيدا کيدل .

۱۰- د اور پيدا کيدل چې خلک به د محشر طرف سوق کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً