د غربي ديموکراسۍ حيوان صفته عمل

اسلام علیکم!د غربی دیموکراسۍ سره سم بعضې کسان داسی عملونو ته مخه کړی چې یوه مسلمان ته فطرتا د منلو وړ نده. غواړم د شریعت په رڼا کې یې راته وڅیړی؟ هغه دا چې د خپل کور واله دې ته اړ باسی تر سو چې د ده ذکر |په خوله کې ونیسی او یا یې هم وڅټی.او یا دې هغی فرج کې ژبه وهی.خلاصه په انګلش کې ور ته sucking وایی وسلام
عمر مختار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا عمل د کافر قوم تقليد دي اسلامي شريعت چې کامل او د بشريت د ژوندانه د هر اړخيزو مسائلو کامل الهي لارښود دی د جماع او کورواله په باره کې يې واضح احکام وړاندې کړي دي .

الله سبحانه وتعالی په قرآن مجيد کې فرمايي : فَأْتُوهُنَّ من حيثُ أَمرَكُمُ اللهُ ) (البقرة 222) .

يعنې : ( له خپلو ښځو سره ) يوځای شی څنګه چې تاسې ته الله تعالی امر کوي .

او فرمايي : نسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ (223)  

( ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي  پس څنګه مو چې زړه غواړي هغه شان پخپل کښت کې تصرف وکړﺉ خو د خپل راتلونکي فکر ولرﺉ او له الله څخه وويریږﺉ).

په پورته آيت شريف کې الله تعالی دا حکم وکړ چې خپلو ښځو ته په داسې شان يو ځای شئ څنګه چې امر در ته شوی وي په دې آيت مبارک کې الله تعالی د ښځې او خاوند تر مينځ د جنسي مقاربت او يا کورواله کولو ځای مشخص کړی دی چې هغه د نسل ځای (د مخي طرف دی ) ، په اسلامي شريعت کې د جماع طريقه همدا ده کوم چې الله فطرتاً د هغه لپاره اندام مخصوصه ګرځولي دي .

دا چې شرمګا په ژبه څټې د حيواناتو څخه پس فطرته او د کافر قوم کار دی .

د ښځې او د نر شرمګاه د نجاست ځای دی آيا د نجاست ځای پاک وي ؟ په خوله باندې خوړل ، د الله جل جلا له  ذکر ، خبري کول تر سره کيږي ايا د داسې پاک شي تماس له يو مردار شي سره مناسب او حلال دی ؟

په داسې حال چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ميتيازو کولو په وخت په ښي لاس باندې د ذکر (د نر شرمګاه ) نيولو څخه منع فرمايلی ده .

لحديث أبي قتادة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا شَرِبَ أَحَدُكُمْ فَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ وَإِذَا أَتَى الْخَلَاءَ فَلَا يَمَسَّ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَلَا يَتَمَسَّحْ بِيَمِينِه) رواه البخاري (194) ومسلم (393) وفي رواية لمسلم أيضاً (392) : (لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ) .

علماء کرامو په شرح ددي حديث کې ليکلی دي چې دا منعه په دوو وجه ده يو دا چې دا محل د نجاست دی او په ښي لاس باندې خوراک کيږي او بل دا چې د ادب د وجی داسې کول مناسب نه دي ځکه په ښي لاس تسبحات ويل غوره دي او بل په ښي لاس باندې خوراک کيږي نو د ادب د وجې داسي کول مکروه دي .

 دا عمل د کافر قوم او حيواناتو کار دی :

فقه اسلامي و ادله ليکي :

وربما كان أسوأ من الدبر: وضع الذكر في فم المرأة ونحوه، مما جاءنا من شذوذ الغربيين، فيكون ذلك حراماً لثبوت ضرره وقبحه شرعاً وذوقاً.

يعنې : د ښځې په خوله کې د نر د شرمګاه ايښودل داسې دي لکه د شاه په طرف (مقعد) کې جماع دا عمل د غربيانو د انحرافاتو څخه دی چې حرام دی ځکه ضرر يې په ثبوت رسېدلی او شرعاً يو بد او قبيح عمل دی .

(فقه الاسلامي و ادله البَابُ السّابع الحَظر والإباحة)

دا عمل د کافر قوم او حيواناتو سره تشبح ده او د کفري او شيطاني فلمونو او مډيا د نفوذ بده نتجه ده کوم چې د اسلامې امت په شهوت پرسته کسانو کې يي نفوذ کړی دی.

العلامة الشيخ صالح بن سعد په اړه ليکي : هذا كله نتائج الأفلام الأوربية والغربية والشرقية هذا كله من التشبه، ومن تشبه بقوم فهو منهم، أما إتيان المرأة في دبرها فهذا ملعون، لعنه رسول الله صلى الله عليه وسلم، واللعن هو الطرد والإبعاد من رحمة الله، ، الله يعطيك مكانا طاهرا و تذهب إلى المكان النجس ؟ هل تعلم أن فرج الزوجة..أنه طاهر ، اتق الله .

دا ټول د غربي اورپايي او شرقي فلمونو نتيجه ده او دا ټول د کافر قوم او حيواناتو سره تشبه ده ، او هر چا چې د کوم قوم سره مشابهت اختيار کړ له همغوی به شميرل کيږي ، او هر چا چې د ښځې سره د شاه په طرف (مقعد ) کې جماع وکړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نص سره معلون دی د الله د رحمت څخه لرې دی .

الله تعالی تا ته حلال شی درکړي نو ته څنکه د نجس او مردار شي طرف ته ځي ؟ ايا ته پوهيږي د ښځې فرج پاک دی ؟ له الله تعالی څخه ووېرېږه .

شيخ صالح اللحيدان رئيس القضاء الشرعی و عضو هيئة كبار علماء عربستان په دې اړه وايي :

اول : دا عمل د حيواناتو سره تشبه ده ځکه په ځنو حيواناتو کې دا عادت دی چې د ښځنه جنس شرمګا په ژبه څټي .مونږ بشر يو الله تعالی مونږ ته پر حيواناتو کرامت او عزت راکړي دی .

دوهم : په المذي (د شرمګاه نجاستونه ) حرام او ناپاک دي نو څنګه به دا حلال شي چې حرام او نا پاک شی په ژبه وڅټل شي .

دريم : ټول خير په خير القرون امامانو او سلف صالح کې دی په خيرالقرون کې ددې عمل هيڅ مثال نشته امامانو او سلف صالح د نبی صلی الله عليه وسلم په سيرت عمل کړي دی او په سيرت کې ددې هيڅ ثبوت نشته .

يعنې په سيرت کې خو ددې بالکل ثبوت نشته خو د سلف  صالح او امامانو په ژوند هم ددې څه ثبوت نشته .

څلورم : دا عمل د غرب د فاسدې ټولنې تقليد دی چې د تلويزيون ،فلم او سينما او تصيرونو په وسیله په خلکو کې د شيوع په حال کې دی او دوی چې کله د هغوی دا فاسد اعمال وويني نو د هغوی هم دغه عمل ته اشتها وشي .

پنځم : الله تعالی د انسان د بدن هر اندام د يوې خاصې دندې د پاره خلق کړی دی آيا کوم څوک چې خپل کور جوړوي يا هغه ته نقشه برابروي دا کار په انجنير تر سره کوي او که په جراح ؟

(صالح اللحيدان ) .

په قطر کې د شرعي علومو استاذ جيد عالم الدكتور محمد السيد الدسوقي ددې عمل حرمت داسې بيانوي :

العلاقة الزوجية الخاصة في الإسلام بالطريقة المشروعة هي الوسيلة الطبيعية للاستمتاع وللنسل وللحياة الزوجية النظيفة، والله تبارك وتعالى أمرنا في كتابه الكريم بأن نأتي النساء من حيث أمرنا وهو الجماع المشروع، أما ما جاء في هذا السؤال فهو لون من ألوان فساد الفطرة التي يمجها الحيوان فضلا عن الإنسان، وإذا كان لا يوجد لدينا نص صريح يأمر بالتحريم فإنا في قواعد الشريعة التي تنص بأنه لا ضرر ولا ضرار في الإسلام، وبأن المحافظة على الفطرة الإنسانية سنة إلهية فإن الخروج بالعلاقة الجنسية عن الطريق الطبيعي إفساد للفطرة وقضاء على النسل، ووسيلة لأمراض متعددة، ولهذا أرى بأن مثل هذا السلوك لا يليق بالإنسان الذي كرمه ربه. انتهى

(په اسلامي شريعت کې د جماع مشروع طريقه بيان شوی ده کوم چې فطرتاً د جماع او نسل او د زوجينو د ژوند د پاره يوه پاکه طريقه ده ، الله تعالی په قرآن کې حکم کړی چې د هغه لارې نږدې شي د کومې لارې نه چې تاسې ته حکم شوی دی چې هغه د جماع مشروع طريقه ده ، مګر هغه څه چې ( نن يې په اړه خبرې کيږي د تناسلي آلې څټل ) دا د فساد هغه موج دی چې فطرتاً حيوان له داسې انسان څخه غوره دی . که په دې اړه د حرمت صريح شرعي دليل نشته خو د اسلامي شريعت قاعده ده چې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي. دا الهي سنت دي چې انسان به د خپل فطرت ساتنه کوي ، دا چې د فطري جوړښت او فطري خاصيت خلاف کار فطري فساد بلل کيږي او داسې کول د زياتو ناروغيو او امراضو سبب ګرځي .

په همدې بناء زه فکر کوم دا سلوک او کردار د انسان کار نه دی هغه انسان چې الله تعالی عزت ورکړی دی ) الدكتور محمد السيد الدسوقي

د مطلب خلاصه :

دا عمل نظر په لاندې دريو دلائلو حرام کافر صفته او حيوان صفته عمل دی :

۱- په اسلامي شريعت کې د جماع مشروع طريقه بيان شوي ده چې د نسل ځای يا فرج دی .

۲- په اسلامي شريعت کې په ښي لاس باندې د شرمګا نيولو څخه منعه شوي ده نو څنګه به د شرمګا نيول په خوله باندې جايز وي .

۳- د خولې تماس له شرمګا سره د نجاست او وايروسونو د نقل سبب ګرځي چې په دې سره د امراضو د شيوع سبب کيږي ، د اسلام عام قاعده ده هر هغه څه چې مضر وي حرام دي .

مرکز الفتاوي اسلام ويب ليکي : په دې باره کې ځنو طبي پوهانو څيړنې کړې دي او هغوی دا ثابته کړی ده چې په دې عمل کې ډير صحي اضرار موجود دي د خولی تماس له شرمګا سره د امراضو او وايروسونو د انتقال سبب ګرځي . لکه د (herpes)  مرض او د (HPV ) وايروس چې بلاخره د خولې د سرطان سبب ګرځي .

نو په ثبوت ورسيده چې دا عمل د انساني کرامت ،ادب ، اخلاقو او سالم فطرت خلاف د غرب د فاسدې ټولنې تقليد او د انسان د بدن د پاره مضر دی نو بايد مسلمانان له داسې ناوړه حيواني عمل څخه ځان وساتي .

څوک چې په دې عمل ګرفتار دي او يا دې عمل ته جواز ورکوي هغه کس سړی نه دی ځکه که څوک د خولې پر ځای پر پزه باندې خوړل وکړي يا پر پزه باندې خوړل جايز وګڼي هغه ته په انسانيت کې جاهل او نه سړی ويل کيږي .

په داسې کسانو بيا هسې پوست د انسان دی نور تر حيواناتو هم پست فطرته کسان دي .

الله جل جلا له مسلمانان د داسې ذليلو او پست فطرته اعمالو وساتي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. Omar Mukhtar Alsani

    ستاسو له هر جانبه او عالمانه ځواب څخه ډيره ډيره مننه

  2. mohammad asif ayoobi

    کرانه وروره الله تعالی دی درته زیات اجرونه اوثوابونه به نصیب وګرجوی افرین وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوږ

  3. ستا د معلومات څخه ډیره مننه ، ځکه چی دا کافر صفته او حیوان صفته عمل په ځینو مسلمانانو کی هم شته دی .
    په پښتنه مینه
    دیدارالحق دیدار
    ننګرهار همیشه بهار

اترك تعليقاً