د سنت لمونځ ترک کول څه حکم لري ؟

سلامونه ستاسوقدرمن حضور ته وړاندی کوم الله دی اجرعظیم درکړی زما پوښته دادی چه زه کله نا کله وخت تنګ وی نو فرض کوم او سنت پریژدم دا دی شریعت له لاری څنګه دی او بل داچه کله چه له انسانه دمستی په وخت اوبه ووخی کالی پاک دی او که  نه لمونځ ورسره کیژی او که نه مهرنانی وکړی  د شریعت له لاری زما تشویش رفع کړی  مننه ستاسو دکامیابی فه هیله

فهد ناصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : داسې کول د لويو فضائلو له لاسه ورکول او خپل ځان تاواني کول دي ، ځکه په هغه صورت کې چې فرض لمونځ ناقص شي د نفلي لمونځونو څخه پوره کيږي او په اوس زمانه کې کامل لمونځ چيرې دی ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[ إن أول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله صلاته فإن صلحت فقد أفلح وأنجح وإن فسدت فقد خاب وخسر فإن انتقص من فريضته شيء قال الرب عز وجل انظروا هل لعبدي من تطوع فيُكَمَّلَ بها ما انتقص من الفريضة ثم يكون سائر عمله على ذلك ]
(رواه الترمذي و النسائي وابن ماجة وأحمد في مسنده) 

ژباړه:  د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) دهغه د لمانځه حساب وي کچرې دهغې د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نو نا مراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که د ده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په ذريعه دا کمي پوره کړي ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي .

دوهم : الله تعالی ته د فرائضو نه وروسته د نوافلو په وسيله نږدې کيدل دي ځکه د نوافلو په کولو سره سړی د محبوبِت درجې ته رسيږي .

رسول الله صلی الله عليه په قدسي حديث شريف كې د الله د طرف نه داسې فرمايي : … او زما بنده ماته د نوافلو په وسيله نږدې کيږي تر څو هغه خپل دوست ولرم او هر کله چې زه د کوم بنده دوست شم نو د هغه غوږونه شم چې په هغه باندې آروي ،د هغه سترګې شم چې په هغه باندې ويني او دهغه لاسونه شم چې هغه باندې نيول کوي او دهغه پښې شم چې په هغه باندې تګ کوي او حتی که له ما څخه څه وغواړي زه به هغه ورکوم (بخاري

د اندامو کيدو نه مطلب دا دی چې بيا دغه ټول اندامونه د الله تعالی په رضا کې کارول کيږي يا د هغه سره مرسته او مدد کول او د هغه په هر کار کې برکت اچول دي .

دريم : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو په وړاندې بې پروايي او بې اهميتي کول دي ، د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ټولي لارښووني او سنت د امت د نجات د پاره دي د فرضو علاوه سنت زوائد چې کوم دي دا هم د فرضو د تکميل او يا الله جل جلا له ته د نزيکت وسيله ده ، که سړی د مستحبو پر وړاندې بې پروا شي بلاخره به د شيطاني دسيسو له مخې له سنتو بې پروا شي او بلاخره به له فرضو بې پروا شي ، آخر به يوازې فرض لمونځ هغه هم بې وخته او په بد شان چې نه يې رکن صحي وي او نه اطمنان ادا کوي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت ددې امت د نجات وسيله ده چې هغوی صلی الله عليه وسلم يې د ټيګ نيولو ارشاد کړی دی :

«عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدين منګولې ونيښلوئ او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

د دوهم سوال ځواب دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً