د جماعت او امامت مهم مسائل

د امام سره د جنجال يا د هغه دنا خوښي په وجه د جماعت لمونځ پريښودل :

ځواب

په داسې حالت کې د جماعت پريښودل سخته ګناه ده ، د جمعې لمونځ واجب دی دغه سړی به ګنکاريږي .

ان ترکها الجماعة من غير عذر يعزرو ترد شهادته و يا ثم الجيران بالسکوت (عنيته المستملی ص ۴۷۵ )

پوښتنه : لمونځ ګزار د پاره د امام انتظار جايز او که نه ؟

که لږ شان انتظار وي چې لمونځ کوونکو ته تکليف نه وي او د لمانځه دومره تأخير چې وخت مکروه نه شي باک نه لري .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۳-ص ۳۹ – و التثويب حسن عند المتاخرين الخ و ينظر الموذن الناس الخ .عالمګيري ج ۱ ص۵۴

پوښتنه : بغير د شرعي وجې نه امام پسی لمونځ نه کول

ځواب : د فقهې کتابونو کې ليکلي دي کچيرې امام بې قصوره وي او خلک د هغه د اقتداء نه کراهيت کوي نو ګناه په دغه ترک کونکو باندې ده او کچيرې قصور په امام کې وي نو دغه امام لره د داسې خلکو امامت کول چې د هغه په امامت کولو نا خوښه وي مکروه دی (لو ام قوماً و هم له کارهون ان کان الکراهية لفساد فيه الخ کره له ذالک .. و ان هو احق لا کراهة عليهم (الدرمختار ج ۱ ص ۵۲۲ ) .

پوښتنه : که په امامت کې اختلاف وي نو ترجيح چا لره ورکړي ؟

ځواب : د جمعې واله زيات کسان چې امام مقرر کړي هم هغه به امام وي لان اعتبار للاکثر – و الخيار الی القوم فان اختلفوا اعتبر اکثرهم (الدرالمختار باب امامت ج ۱ ص ۵۴۲ ) .

پوښتنه : د بدکاره سړی امام مقررول څه حکم لري

کوم سړی چې رشوت خور ، سود خور ، زاني ، موسقي او فاحشو فلمونو کتونکی ، شرابخور ، بدعتي ، د زکات نه ورکونکی ، زاني ، د درواغو حديث جوړونکی ، د غلطې عقيدې لرونکی ، کوډګر ، غل وي د هغه امام جوړول څه حکم لري ؟

ځواب : مرتکب د داسې اعمالو فاسق دی د امام جوړولو لائق نه دی ، شامی او نورو فقهي کتابونو کې دي چې فاسق سړي امام جوړول حرام دي او په هغه پسې لمونځ کول مکروه تحريمي دي ولی چې فاسق واجب الاهنة دی او امام جوړولو کې د هغه تعظيم دی .

(درالمختار ج ۱ ص ۵۲۳ – فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۳ ص ۱۰۲ ) .

پوښتنه : د ږيرې خريلو او د قبضې نه کمولو واله امامت

ځواب : د ږېرې خريلو او د قبضي نه کمولو واله امامت مکروه دی ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۳ ص ۱۰۷ ) .

د آذان په وخت کې لمونځ کول جايز دي ؟

په جومات کې په يو وخت څو ځله جماعت کول جايز دي ؟

د لمانځه په وخت کې د موبايل تېليفون بندول جايز دي ؟

د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري

هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي

په امامت کې دی د لمونځ له اوږدولو هدف ثواب دی او که د خلکو فرار

د جَمعی د لمانځه فضيلت

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

    په داسی امام پسی لمونڅ کول چه په تجوید باندی نه پوهیږی او غلطی هم ورته په نښه کړی بیا هم قناعت نه کوی؟ دا هم ورته ووایی چه مولوی صاحب تجوید زده کړه په ځواب کی درته ووایی چه ما د جواز مرحله تلاوت رسولی. داسی امام پسی د جماعت لمونځ کول څه حکم لری؟

    په درناوی

اترك تعليقاً