که په حج قِران کې د عمرې وروسته احرام مات کړي

اسلام عليكمم ورحمته الله وبركاته
كچيري يو حاجي صاحب دقران حج نيت كري وي اوبيا دطواف اوسعي نوروسته احرام لري كري او حلق يا تقصير هم وكري نوپه دغه حاجي بأندي سو   دام اوري دغه حاجي ته بعضي معلمان وئي چي دوه دم دي او بعضي ورته وئي چي چلور دامه به كوي نو ستاسو محترمينو چخه مي هيله ده چي دغه ورور مشكل تاسو ورته حل كري؟ مننه.

محمد نبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په حج قران کې عمره او حج دواړه يو ځای ادا کيږي ، قارن حاجي چې کله د عمری افعال ( د حج او عمري د پاره احرام تړل ، د عمرې طواف کول ، د صفا او مروة تر مينځ سعی ) چې په دې سره عمره پای ته رسيږي حلق او تقصير نه ادا کيږي وروسته به په همغه احرام د حج مناسک پيلوي .

که حاجي د عمري د ادا کولو وروسته احرام مات کړي او د احرام د لري کولو موده يوه شپه او ورځ وي نو دم ورباندې واجبيږي او که تر يوې شپې او ورځې کم وي صدقه به ادا کوي .

همدارنګه که قارن حاجي د عمري د ادا کولو وروسته سر وخروي نو په دې عمل سره د مناسکو ترتيب کډوډيږي د مناسکو د ترتيب د کډوډی په صورت کې دم لازميږي .

او په حج قران کې بيا دم دوه چنده کيږي چې يو د عمرې دم وي او بل د حج

و کل شی ءٍ فعله القارن مما ذکرنا ان فيه علی المفرد دم فعلی القارن دمان دم الحجة و دم العمرة ( القدروی باب الجنايات ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً