د نفاس په باره کې پوښتنه

ډیره خوشحاله یم چی د خپلو وروڼو له خوا د اسلام په رڼا کی ځوابونه ترلاسه کوم  زه یوه پوښتنه لرم چی ستاسو په سایټ کی ما ولټوه خو پیدا می نه کړه  یوه مشابه  پوښتنه چی تاسی ځواب کړی ده زما هم همداسی پوښتنه ده خو یو څه فرق لری هغه دا چی  زما او لاد وشو او په آته ویشتمه ورځ پاکه شوم او پاکه وم بیا په ۴۱ یا ۴۲ ورځ بیا وینه راغله  نو آیا دا نفاس دی او که نه ځکه دنفاس زیاته موده ۴۰ ورځی ده او که نفاس نه وی استحاض یا مرض وی نو ایا په دغه ورځو کی چی پس له ۴۱ ورځو ناپاکی ده هرڅو ورځی چی وی نو آیا په دی ورځو کی به زه روژه نیسم که نه او که په دی ورځو کی  د روژی نیول را باندی فرض وی نو ددی ورځو قضایی پرما شته که نه هیله ده چی په تفصیل ځواب راکړی او دا زما اول اولاد دی کوم عادت هم نه لرم کله چی په یو څلویښتمه یا ۴۲ وینه راغله نو په دی وخت کی روژه وه پنځه روژی پکی راغلی چی په دی کی  ما اول پیشنمی نه وه کړی نو دجومات  ملا راته وویل نن یی وخوره  او نورروژه نیسه او بیا یی قضایی راوړه نو اوله روژه می وخوړله  اونوری می ونیولی نو په دی وینه کی ما څلورروژی نیولی اویوه می خوړلی نو اوس زه پنځه روژی ونیسم او که یوه او حال دا چی پس له هغی دوه میاشتی او پنځه ورځی کیژی چی پاکه یم نو اوس هغه می حیض شو که نفاس یامرض که ښه په تفصیل یی ځواب راکړی مهربانی به مووی

بی بی س.م خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې دری حالته دي :

اول : که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ به کوي او روژه به نيسي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .

و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .

و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .

دوهم : که د نفاس په موده کې وينه د عادت سره سم نا مظمه وي داسې چې څو ورځې پاکه او بيا د څو ورځو وروسته بيا وينه راشي ټولې ورځي نفاس بلل کيږي .

و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .

دريم : که د وينې بهيدل تر ۴۰ ورځو زيات شي هغه مرض بلل کيږي ښځه به غسل کوي د استحاضې حکم لري .

استحاضه ښځه د معذور حکم لري هغه به لمونځ ادا کوي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي  او روژه به نيسي ( شرح البدايه ۱/ ۶۲ ، شرح التنوير ۱/ ۳۰۹) .

د مطلب خلاصه :

د ۴۰ ورځو زياته وينه مرض دی د مرض حکم لري ، لمونځ پکې ادا کيږي او روژه نيول کيږي ، په دې ورځو کې مو چې کومې روژې نيولې دي صحي دي يوازې د يوې ورځې روژې قضايي ګرځول کيږي .

د هغه ښځې چې لومړي ولادت وي د ۴۰ ورځو زياته وينه مرض يا استحاضه بلل کيږي ځکه د هغې عادت معلوم نه دي

( و الزائد علی اکثر استحاضة لو مبتدأة اما المعتادة فترد لعادتها ، شرح التنوير ج ۱ ص ۳۰۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً