د حيض په وخت يو ځای پرېوتل ، مچي وغيره

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته خداي دي وکړي چه جوړ او روغ په ياست پعدً زما يو څو پوښتني دي د واده اړوند هيله ده چه جواپ يي راکړي . 1- د حيض په وخت کي د خپلي ښځي سره مچي اخيستل يا د هغي سينه په خوله کي نيول څه حکم لري؟ 2- دا راته معلومه ده چه د خپلي ښڅي سره د شا د خوا کورواله يا عمل کول ګناه لري خوفقط پر هغي د شا د خوا پريوتل او مچي اخيستل څنګه دي؟ 3- که جيري د ښڅي سره د حيض په وخت کي په ځان موښولو سره د نارينه کار خلاص شي يعني غسل پر واوړي دا څنګه دي؟ محترمه د خپلو سوالو د پاره معذرت غواړم خو موژ الحمدالله مسلمانان يو پايد پوهه سو او هغه عمل ونه کړو چه د اسلام خلاف وي . مننه

ذبيح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د حيض په وخت کې له خپلې بې بی سره جماع کول حرام دي ،

قال الله تعالى : ( وَيَسْأَلُونَكَ عَنْ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ ) البقرة/222 .

 مګر د هغه سره يو ځای پريوتل ، مچي وغيره جايز دي

په دليل د دغه حديث شريف :

وَعَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: بَيْنَا أَنَا مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  مُضْطَجِعَةٌ فِي خَمِيصَةٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِي، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ. (بخارى:298)

دوهم : د مخې يا شاه په طرف پريوتل باک نه لري ځکه په دې باره کې شرعي ممانعت نشته ، لکن په اسلامي شريعت کې د شاه په طرف کې جماع کوونکی ملعون دی  .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] 

« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »

او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2]  :

 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »

دريم : په دې باره کې د فقهاء تر مينځ اختلاف نظر دی چې ايا د حيض په وخت کې استمطاع جايز ده او کنه ؟

الْمُبَاشَرَة فِيمَا بَيْن السُّرَّة وَالرُّكْبَة فِي غَيْر الْقُبُل وَالدُّبُر , فهذا قد اختلف العلماء في جوازه . فذهب إلى تحريمه الأئمة أبو حنيفة ومالك والشافعي . وذهب إلى جوازه الإمام أحمد ، واختاره بعض الحنفية والمالكية والشافعية . قال النووي : هو الأقٌوى دليلاً وَهُوَ الْمُخْتَار اهـ (موقع السلام سوال جواب ) .

امام القرطبي وايي د حيض په دوران کې د استمطاع څخه احتياطاً ځان ساتل پکار دي .

قال العلماء: مباشرة الحائض وهي متزرة على الاحتياط والقطع للذريعة، ولأنه لو أباح فخذيها كان ذلك منه ذريعة إلى موضع الدم المحرم بإجماع، فأمر بذلك احتياطا، والمحرم نفسه موضع الدم. والله أعلم.

الموسوعة الفقهية ليکي : د ميړه او ښځې تر مينځ استمناء مکروه ده .

الاستمتاع بالزّوجة والأمة، وفي قولٍ للحنفيّة ، والشّافعيّة ، والإمام أحمد : أنّه مكروهٌ تنزيهاً .

وقال بكراهته بعض الحنفيّة والشّافعيّة ، نقل صاحب الدّرّ عن الجوهرة : ولو مكّن امرأته من العبث بذكره فأنزل كره ولا شيء عليه ، غير أنّ ابن عابدين حملها على الكراهة التّنزيهيّة . وفي نهاية الزّين : وفي فتاوى القاضي : لو غمرت المرأة ذكر زوجها بيدها كره وإن كان بإذنه إذا أمنى ، لأنّه يشبه العزل ، والعزل مكروهٌ ( هئيت کبار علماء ألاسلام الموسوعة الفقهية ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

[1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015)  او ابی داود” (1894) .

[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً