دکوژدنې سره باید څه ډول اړیکی ولرو ؟

دآنلاین اسلامی لارښود محتر مو کار کوونکو !  اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
د خپلی کوژدنی سره چی واده نه وی شوی او مقدماتی قبول او حجاب شوی وی باید اړیکی تر کومه حده محدودی وی  او آیا دا قبول او حجاب یا کوژدنه په اسلام کی کوم اساس لری او که نه؟ او آیا دا قبول او حجاب دنکاح ځای نیولی شی او که نه؟ او آیا په نژدیوالی سره گنهکاریژی؟ که مهربانی وکړی مفصل بیان راته راکړی  دا یوه لویه ستونزه ده چی دډیرو خلکو سره نا ځوابه پاتی ده .

جلات خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف (واده شپه ) نه مخکې ټول هغه څه چې د سړی د پاره له خپلی ښځې سره رواه وي جايز دي .

مګر غوره دا ده چې سړی تر هغه صبر وکړي تر څو واده يې تر سره شي که سړی غواړی له خپلی منکوحي سره يې ملاقات ،تېلفوني خبرې وکړي يا يې ديدار ته ورشي او مجلس ورسره وکړي غوره دا ده چې د هغې د کورنۍ په اجازه وي او پټ تماسونه او پټ ملاقات ښه نه دی د خطر ويره لري ځکه احتمال لري ښځې له هغه څخه حمل واخلي او دغه د زفاف (واده ) نه مخکې حمل کيدای شي خدای مه کړه سوء ظن وګرځې او کيدای شي ميړه له نزديکت څخه منکر شي نو ددی کار عواقب خطر ناک دي .

په سړی لازمه ده چې د زفاف تر وخته پورې صبر وکړي که له خپلی بی بی سره تماس او ملاقات کول غواړي نو د هغه دکورنۍ په حضور کې دی دا کار وکړي .

مجموع فتاوی او مقالات متنوعة (21/208) (البدالحرام )

پوښتنه ايا د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکی له خپلی بی بی سره مباشرت يا کورواله کول رواه دي ؟

د خپلی بی بی سره د عقد نکاح نه وروسته او واده نه مخکی جماع کول او کورواله هيڅ شرعي ممانعت نه لري مګر څرنګه چې دا مسئله له عرف سره په ټکر او تضاد کې ده نو که چيرې ددی ويره وي چې د عقد نکاح نه وروسته او د زفاف نه مخکې به مشکل جوړ کړي دا کار به نه کوي ځکه د مفسد دفع کول پر جلب د مصلحت او منفعت مقدم دی .

وبالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله وصحبه وسلم

دعلمي تحقيقاتو او افتا دايمي ټولنه (مکه مکرمه )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً