د جماع يا کورواله په وخت کې خبرې کول څه حکم لري ؟

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته:
امام بعد پو ښتنه می داده چه : آیا دا خبره چه وایی د جماع په وخت کی خبری کول د اولاد د ګونګ پیدا کیدو باعث کیژی او یا دا چه د جماع په وخت کی د ښځی شرمګاه ته کتل د اولاد د ړانده پیداکیدو باعث کیژی سمه ده او که نه ؟ آیا په دی اړه کوم صحیح حدیث شته او که نه ؟ په درناوی

ايمل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا خبرې چې وايي د جماع په وخت کې خبرې د اولاد د ګونګ کيدو سبب ګرځي يا دا چې د جماع په وخت کې عورت ته کتل د اولاد د ړندېدو سبب ګرځي په اسلام کې دا خبرې هيڅ اصل نه لري دا د يهودو خبرې دي چې په رد کې دغه آيت شريف نازل شوی دی : « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .

دوهم : د جماع يا کورواله په وخت کې يو د بل عورت ته کتل څه حکم لري ؟

ځواب : بهر د حکيم زوی له خپل پلار څخه او هغه له جد څخه روايت کوي چې هغه وايي و مې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! د جماع په وخت د عورت کومه حصه پټه کړم او کومه حصه پټه نه کړم ؟

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» [1]

شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې .

خو غوره داده چې شرمګاه له هر چا څخه پټه وساتل شي ،پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي « إِنْ اسْتَطَعْتَ أَلَا يَرَيَنَّهَا أَحَدٌ فَافعل» [1]

که چيرې په دې توانيږې چې هيڅوک هغه ونه ويني نو داسې وکړه صحابي بيا وپوښتل چه ای رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ !که سړی تنها وي ؟

ويې فرمايل : «اللَّهُ أَحَقُّ أَنْ يُسْتَحْيَا مِنْهُ مِنْ النَّاسِ» « الله تعالی تر ټولو ددې لايق دی چه خلک له هغه څخه شرم وکړي » [1]

دريم : د جماع په وخت کې شهوت پارونکی خبرې کول مباح دي ځکه په اړه يې شرعي نص وجود نه لري ، مګر د ځنو فقهاؤ په نزد مکروه دي ځکه داسې کول د اخلاقو خلاف دي مګر اصل دا دی چې جايز دي .

يجوز للزوج والزوجة أن يتلفظا بما يشاءان مما يثير الشهوة عند الجماع ، ولا يشترط أن يكون ذلك مما ورد في السنَّة ، لكن لا يجوز أن يكون الكلام من المحرمات الشرعية كأن يكون كذباً أو قذفاً ، فذِكر الأعضاء الجنسية بألفاظها العرفية ، أو غيرها مما يثير الشهوة بقول أو فعل فالأصل فيه الإباحة .

وذهب بعض أهل العلم إلى كراهية هذا ، ورأوه منافياً لمكارم الأخلاق ، والصحيح أنه جائز ، وأننا لو قلنا بالكراهية فإنها تزول بأدنى حاجة ، والحاجة متوفرة هنا .

وإذا كان يجوز للزوج لمس فرج زوجته والنظر إليه والاستمتاع به ، فإن يجوز من باب أولى أن يسميه باسمه استثارة لزوجته ، والعكس – كذلك ( فتاوي الاسلام سوال جواب )

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

[1]  احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) ا و نسائی په ” الکبری” (8972) ، او ابن ماجه (1920) او حاکم 4/180(7358)

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً