د زکات نه ورکوونکي سره کار کول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه د پلار سره په دواخانه کي کار کوم زما پلار د دواخانی زکات نه ورکوی نو آیا زما لپاره خو به دا کار پروا نه لري ؟
د  بدن وریښتان خریل څنګه دی؟

ع . احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې زکات نه ورکوي د هغه سره معاملات کول او د هغه د هبې او سوغات قبلول جايز دي او زکات نه ورکول د هغه د دين نقصان دی .

فالمعاملات لا يمنعها منع الزكاة، إذا كان الإنسان مانعاً للزكاة فهذا إسلامه ناقص، ومنع الزكاة أيضاً من الكبائر ، ومع ذلك : فلا يحرم التعامل مع مانع الزكاة أو قبول هديته ، لأن الزكاة تكون دَيْنا في ذمته ، ولا يكون ماله كالمال المغصوب أو المسروق الذي يحرم أخذه على كل من علم أنه (فتاوی الاسلام سوال جواب ) .

د زکات نه ورکول عظيم جرم دی چې که سړی توبه و نباسي د دينوي او اخروي سختو خطرناکو پايلو سره مخامخ کيدونکی دی :

دينوي سزا يې دا ده چې د ده په مال کې به برکت نه وي او په هغه باندې به آفتونه نازليږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

او همدارنګه فرمايي : من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره (طبراني او صحيح الترغيب – الألباني 743)

يعنې : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو .

آخروي سزا :

د زکات  نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه  :

قوله تعالی : …. وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .

او هغه کسان چه خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او هغه د الله جل جلاله په لار کې نه لګوي نو دوی په دردناک عذاب زيری ورکړه. .

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ).

ژباړه : او هغه کسان چې پر هغه څه چې الله د خپلې پيرزوينې څخه دوی ورکړي دي بخيلي کوي نه ښايي چې دوی خپل دغه کار خير وګڼي بلکې دا د دوی لپاره زيان دی ژر به په قيامت کې هغه څه چې دوی پرې بخلي کړی ده د دوی ( غاړې ته ) د طوق په شکل ور واچول شي .

ضروري يادونه : تاسې مو خپل پلار ته نصيحت وکړئ هغه ته د زکات ورکولو ګټې چې دلته بيان شوې او همدارنګه د زکات نه ورکولو وعيدونه بيان کړئ ، که تاسې يې هغه ته نشی بيانولای نو د جومات امام ته ووایئ چې هغه نصيحت ور ته وکړي ، يا دغه د د زکات د ګټو او وعيدونو بيانونه چاپ کړئ په کور يا دواخانه کې کيږدئ تر څو هغه يې مطالعه کړي .

زمونږ په ټولنه کې ډير خلک زکات نه اداکوي چې يو وجه يې دا ده چې دوی ته واضح بيانونه نه دي شوي او د زکات په احکام نه پوهيږي .

د دوهم سوال ځواب :

د بدن ويښتانو په څو حصو ويشل کيږي ، اول : هغه چې خريل او اخيستل يې حرام دي لکه د ورېځو او ږېرې ويښتان ، دوهم : هغه ويښتان چې خريل يې سنت دي لکه د شرمګا او تخرګونو ويښتان ، دريم : هغه ويښتان چې خريل يې مباح دي د بدن د نورو برخو اضافي ويښتان ځکه په اړه يې شريعي ممانعت نه دی راغلی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً