د درملو تجارت (دوکه او بې انصافي )

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، موږ دواخانه لرو موږ یوه دوا په نسخه کښی په ۷۰ ورکوو او داغسی یی په ۶۰ ورکوو ځکه چی په نسخه کی شیان ډیر وی او قیمت نه معلومیږی چی ګران یی راکوی که ارزانه او پر هر نسخه د ګټی سربیره یو څه نوری پیسی اچوو

ع . احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

داسې کول صريح فريب دی ځکه هغوی په دې باندې علم نه لري او عوام خلک په دوا فروشانو اعتماد کوي .

که څه هم اوس مهال د تجارت او سوداګرۍ په بېلابېلو برخو کې دوکه او بې انصافي روانه ده ، مګر په درملو کې دوکه او بې انصافي د تعجب وړ ده . ځکه درمل اکثراً د مسلکي کسان لخوا پلورل کيږي چې پر دوی باندې عام خلک اعتماد کوي ، او بل دا چې ددې سوداګرۍ کار بار له داسې مظلوم او بې وسه قشر سره دی چې هغوی نا روغان او مريضان وي .

په اسلامي تجارت کې دوکه او فريب ورکول حرام دي :

د ټولنې ځنې دوا فروشان هيواد ته د ټيټ کيفيت او جعلي درمل واروي چې د چک پر مهال فاسدو چارواکو ته رشوت ورکوي او دغه درمل بيا په لوړ قيمت د هيواد پر مظلومو خلکو پلوري چې دا جرم صريح چل او فريب دی ، په اسلام کې دوکه او فريب حرام دی او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)

  فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

بل دا چې بې کيفيته او جعلي درمل د ګټې پر ځای زيان رسوي ، په اسلام ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي (لاضرر و لا ضرار فی الاسلام )

د اسلامي تجارت يو اصل عدالت او د ظلم او د بې انصافۍ حرمت دی :

څرنګه چې دوا فروشان اکثراً مسلکي کسان وي ، خلک پر هغه باندې اعتماد کوي ، عموماً خلک د درملو نرخ له بازار څخه نه اخلي خو د ځنو دوا فروشانو چې څنګه زړه وي هسې يې حسابوي هغه که د بازار د نرخ نه هر څومره ګران يا په هغه کې هر څومره ډيره ګټه وي هسې حسابوي .

د درملو اخيستونکی مجبور وي ځکه هغه مريض لري ، که لږ پېسي غواړي او که ډير مجبور دی ،هغه دغه مهال په پيسو پسې نه ګرځي ځکه د ده سره د خپل مريض غم وي .

خو دوافروش په ډيره خوشحالی سره له دغو مظلومو مريضانو او د هغوی له غمجنو واريثانو څنګه يې چې زړه وي هسې خپل جيب ډکوي .

اکثريت درمل پاکستاني دي چې که فرضاً د يوه درمل قيمت ۳۵ کلدارې وي انصاف داره دوافروش به يې پر ۳۵ افغانۍ پلوري مګر لږ  زيات حريص به يې پر ۶۰ يا ۷۰ افغانۍ پلوري .

په اسلامي شريعت کې د اسلامي تجارت يو اصل عدل او د ظلم حرمت دی :

وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8]

 المعاملات المعاصرة ليکي : وهذا الضابط مما اتفق عليه ؛ بل إن الشرائع اتفقت على وجوب العدل في كل شيء فالله عز وجل أرسل الرسل وأنزل الكتاب والميزان ليقوم الناس بالقسط ، والأدلة على منع الظلم كثيرة جداًَ منها قوله تعالى : ( وَلا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ ) ، ومنها قوله تعالى : ( وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ ) ، ( المعاملاة المعاصرة – الدكتور : خالد بن علي المشيقح  ، مدينة المنورة )

ترجمه : عدل هغه اصل دی چې د اسلامي شريعت فقهاء يې پر ټولو شيانو کې پر وجوب باندې متفق دي ، ځکه چې الله تعالی پيغمبران او آسماني کتابونه ددې د پاره نازل کړی دي چې د خلکو په مينځ کې عدل قائم کړي ، د عدل او د ظلم څخه د منع په باره کې ډير دلائل شته ، الله تعالی د الاعراف په سورت کې فرمايي : خلکو ته د دوی شيان مه کموئ .

او همدارنګه د البقرې په سورة کې فرمايي : په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئ .

خپله بيع المرابحه يا په ګټه خرچول يو بيع امانت ده ، چې د تجارت جنس له تجار سره د امانت شکل لري هغه په انصاف سره د څه ګټې په مقابل کې پر خلکو پلورې او په امانت کې به خيانت نه کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً