فاحشو زنا کارو ته د خطرناکو پايلو خبرداری

زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستر تری او لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري .

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

په زاني کې د زنا په وخت کې ايمان نه وي
وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (2475) ومسلم (57) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی .

وقال صلى الله عليه وسلم : ( إِذَا زَنَى الرَّجُلُ خَرَجَ مِنْهُ الْإِيمَانُ كَانَ عَلَيْهِ كَالظُّلَّةِ ، فَإِذَا انْقَطَعَ رَجَعَ إِلَيْهِ الْإِيمَانُ ) رواه أبو داود (4690) والترمذي (2625)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې يو کس زنا کوي د هغه څخه ايمان وځي او د وريځې په شان ( د هغه د پاسه دريږي ) کله چې (ددې پليت ) عمل څخه خلاص شي ايمان دوباره ورګرځي .

د زناکار عمر لنډ وي :

تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي : «يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:

ای ډلې د خلکو ! د زنا څخه ځان وساتئ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي دری په دنيا کې او دری په آخرت کې ، هغه چې په دنيا کې دي دا دي : زنا د انسان اعتبار او جمال له مينځه وړي ، فقر را مينځته کوي او عمر کموي ، او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب ، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي :

الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري 1386 ) .

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو ، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو ، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل و مې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو .

دا چې زنا عظيم جرم او ستر فحاشت دی اسلامي شريعت د زنا ټول اسباب حرام اعلان کړی دی او مسلمان ته يې له دغه اسبابو نه د لريوالی حکم کړی دی .

د زنا اسباب :

د نارينه او ښځو اختلاط ، بې حجابي ، د بې بيګانه سره د اسلامي احکامو خلاف خبرې او حرکات ، د بيګانه ښځو او سړيو تر مينځ ارتباط ، بې شرمه تصويرونه ، بې حيا فلمونه او سريالونه ، د نا محرمو سره ملګرې و غيره ټول د زنا اسباب بلل کيږي چې د زنا د فاحش عمل د پاره لارې هواروي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

ژباړه:  زنا ته مه نږدې کيږئ ، يعنې د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ .

قوله تعالی : (قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون* وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن…) [النور: 30/31]

ژباړه : او ووايه (ای رسوله !)  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي ، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده ، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي .

بل حديث شريف کې راځي : فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)

د نړيوال کفري حشر د يرغل څخه وروسته فحاشت او منکراتو زور اخيستی دی :

په دفتر کې فحاشت (د نارينه او ښځو تر مينځ اختلاط ) ، په پوهنتون او مکتب کې فحاشت ، په مديا تلويزون او راډيو کې فحاشت ، په بازار او کوچو کې فحاشت ، په بازارونو کې د نيمه بربنډو تصويرونو شتون ، هغه فاحشې ښځې چې ظاهراً پټې او په اصل کې بربنډې وي نيمه بربنډ لباس ، يا داسې تنګ لباس چې د فتنو ځايونه يې ښکاري په بازارونو ، کوڅو ، دفترونو او علمي مراکزو کې د هغو لنغرو ځوانانو د پاره سيمنا او فلم ګرځيدلی چې خپل اساسي هدف ترې نه ورک دی او فقط په دې خيال او فکر کې دي چې ژوند يې څنګه په مزو او چړچو کې تير کړو .

زمونږ مسئليت بيانول دي او داسې مرجع نشته چې په هغه باندې عږ وکړو چې د فحاشت او نورو لسګونو منکراتو مخ ونيسئ ، ځکه اوس مهال هيواد اشغال شوی دی او دغه اشغال د همدې هدف د پاره داسې کسان په قدرت ګمارلي دي چې نه هيواد او نه اسلام ته وفادار دي بلکي فقط د خپلې ګيډې او جيب په ډکولو کې دي .

تاسې ددې شاهدان ياست ، فحاشت پر خپلو سترګو وينئ ، د سود ، رشوت ، د اسلامي شعايرو سپکاوی د مظلومو انسانان قتل په سترګو وينئ ، ايا تاسې يوه ورځ وليدل چې په دې باره کي دې د دغه حکومت کوم وزير ، د علماء شورای ، پارلمان يا کومې بلې مرجع عږ پورته کړی وي چې مونږ مسلمانان يو دغه د اسلام خاوره ده دا اعمال د اسلام خلاف دي مونږ يې له سره نه قبلوو .

د ډالر حکمرانانو ! چپ اوسئ ځکه بيا مو له دندې لرې کړي دالر او لوړ معاشونه به له لاسه ورکړئ .

زه د دغه روان فحاشت او روانو منکراتو په اړه د الله د عذاب څخه ويره لرمه ځکه مې دغه غږ په بار بار پورته کړی دی او يو ځل بيا يې پورته کوو .

عن ابن جرير، عن جرير قال: سمعت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم يقول: “ما من رجلٍ يكون في قومٍ يعمل فيهم بالمعاصي يقدرون على أن يغيروا عليه فلا يغيروا إلا أصابهم اللّه بعذابٍ من قبل أن يموتوا(ابوداود4339 ).

حضرت جابر وايي چې ما له رسول صلی الله عليه وسلم  نه واوريدل چې فرمائيل يې : چې په يوه قوم يا ټولنه کې داسې څوک وي چې دشريعت خلاف کارکوي (ګناه کوي ) او د دغې ټولنې خلک د توان او قدرت سر بيره د هغه اصلاح نه کوي دا کسان به الله ج له مرګ نه مخکې په عذاب ګرفتار کړﺉ .

مطلب داچې دفساد پروړاندې بې پروايې اختيارول دالله په نزد داسې ګناه ده چې د آخرت د سختی سزا سربيره به په دنيا کې هم سزا ورکوي .

په پای کې د ښارونو ټولو متدينو په اسلام مينو امامانو او خطيبانو څخه دا هيله کوو چې د موجوده منکراتو په اړه خلکو ته په پوره جرأت او وضاحت بيایونه وکړي او په دې لاره کې يوازې له الله جل جلا له  څخه وويريږي .

د افغان ولس مجاهد بچو ته مو دا پيغام دی چې د يوې لحظې د پاره غفلت ونه کړئ نن عصر د افغان ولس سنګر د ټول اسلامي امت سنګ دی ، نن ستا د کلې او ولس څخه دفاع اصلاً د ټول اسلامي امت څخه دفاع ده ځکه پر مونږ باندې ډير ستر نړيوال کفري حشر يرغل کړی دی ، که د الله تعالی په فضل او نصرت دغه نړيوال کفري حشر مات شو ، بيا به هيڅ کله د اسلامي امت په کومه څنډه داسې متکبرانه يرغل ونه کړي لکه څنګه يې چې زمونږ پر کړېدلی او مظلوم ولس ډير متکبرانه يرغل وکړ خو نن د الله په نصرت او د ولس د مجاهدو بچو د قربانيو په وجه د سخت ذلت سره مخ دي  .

د ټولو ملي نظامي فوځيانو مو هيله دا ده چې د کفر د بقا او قيام له مرستې او مدد لاس واخلئ د خپلو هغو وروڼو لاره تعقيب کړي چې د خپل خواږه دين او خپل کړېدلي ولس سره يې خپله وفا وښودله ، ځکه کفر سراسر فسق او فجور دي د کفر يوه ورځ تيرول د اسلام په خاوره کې د کفر او منکراتو د شيوع سبب ګرځي .

پر خپلو کړو توبه ګار شئ ګورئ د الله تعالی نيول ډير سخت دي ، خپل جرمونه په توبه او اوښکو و مينځئ .

ټول مسلمانان څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ د دين د بقا او قيام د پاره ټول د کفر پر وړاندې ودريږئ او د کفر د زوال د پاره د خپل وس موافق هلی ځلی وکړئ ، د الله تعالی نه سخت ووېرېږئ ځکه چې هغه ته مو ورتګ دی .

د يوه سوچه اسلامي نظام په هيله

آن لاين اسلامي لارښود

کابل

Print Friendly, PDF & Email

6 تبصرې

  1. السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    الله ج مو سر لوړي لره چې په داسي وخت کې مو د انټرنيټ په پاڼه يوه داسی ليکنه خپره کړه چې موږ ويده مسلمانان ورونه مو پری را ويښ کړو. الله ج دی زموږ خوار ولس د دی کفری يرغل نه نور په امان کړي . الله ج دی دا کفري يرغلګر نور هم د ماتی سره مخامخ کړي. امين امين
    په اسلامی مينه

  2. داسلام لارښود ګرانو او محترموکارکونکو!لومړی اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو !له سلام ځخه وروسته غواړم دلته یادونه وکړم هغه داچی تاسو باور وکړی چی هرکله زه په خپله مجله کی یعنی هرګڼه کی ستا کوم مضمون خپروم دلوستونکولپاره ډیر جالبه وی،دلوی خدای جل جلا له ځخه لومړی تاسو ته او بیا څان ته توفیق غواړم ترځو ستا سو هرمضمون دحقیقت لار مجلی لخوا مسلمانانو ته ورسیږی. مننه .دخحقیقت لار مجلی چلونکی شهاب الدین تره خیل.

  3. اسلام علیکوم ورحمت الله !
    الله دی تاسوته نورهم توفیق درپه برخه کری چی داسی سخت وخت کی داسی تبلیغ کوی اوالله دی اول ماته اوبیا ټولومسلمانانو ورونواوخویندوته هدایت په نصیب کری وسلام

  4. اقبال الدین "ستانکزی"

    له خدای تعالی نه درته زیات اجرونه غوارم خدای دی مونژ ته هم دا قدرت راکری چی اسلام ته داسی خدمت وکرو لکه تاسی ورونو چی کری ده ستاسی د لازیاتی بریا په هیله اقبال الدین له هرات ولایت نه

  5. دآنلاین اسلامي لارښود ویب پاڼي کاروکوونکواو لیدونکوته نیکی هیلی اوسلامونه وړاندې کووم خدای دوکړي چې روغ جوړ وي ډیر زیات خوشحاله شوم چې خپلې پوښټنې دانټرنیټ له لارې مطرح کووم

  6. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته !
    الله ج دوکړي چې روغ جوړ وی یوه پوښتنه لرم دچرګانو غوښې چې په یخچالو کې راځي خوړل یې روا دي او که نه بعضي حلک وایي چې ويي خوري ۴۰ ورځي دې لمونځ نه کیږي اوبل که چیرته یوسړی خبر نه وي چې یخچالي چرګې غوښه ده دهغه څه حکم ده ګناه شته او که نه ؟

اترك تعليقاً