د تراويح په لمانځه کې د تسبيحاتو ويل څه حکم لري ؟

بســــــــــم الله الــــرحمن الرحیم
زه محمد نبی د حوست ولایت اوسیدونکی یم ، زما پوښتنه په لاندی ډول سره ده
پوښتنه: کله چی د تراویح المونځ وی نو په دی وحت کی 15 پنځلس او یا 10 لس ځلی سبحان الله والحمدلله ولااله الا الله والله اکبر دا الفاظ ویل کیږی که چیرته په دی وحت کی ددعی څخه زیات وویا شی نو څه حکم لری؟
محمد نبی (محمدی)

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په تراويح په لمانځه د تسبيحات څه حکم لري

د څلورو رکعتونو ورورسته د تسبيحات ويلو شمير په سنتو کې نه دی مشخص شوی .

همدارنګه د دغه تسبيحات په لوړ آواز اجتماعي ډول د امام يا بل کس لخوا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې مروج دي په سنتو کې هيڅ اصل نه لري او داسې کول جايز نه دي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۱۷۴ – درالمختار ج ۱ ص ۶۵۹ ) .

جاء في بدائع الصنائع: ومنها -أي سنن صلاة التراويح- أن الإمام كلما صلى ترويحة قعد بين الترويحتين قدر ترويحة يسبح، ويهلل ويكبر، ويصلي على النبي صلى الله عليه وسلم ويدعو وينتظر أيضا بعد الخامسة قدر ترويحة، لأنه متوارث من السلف، وأما الاستراحة بعد خمس تسليمات فهل يستحب؟ قال بعضهم: نعم، وقال بعضهم: لا يستحب وهو الصحيح، لأنه خلاف عمل السلف. والله الموفق.

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    الله ج دی وکړی چې د رمضان روژي درباندي په خير سره تيريږي. الله ج دی زموږ د ټولو مسلمانانو ټول عبادات پکې قبول او منظور کړی. امين

    د روژي په مبارکه مياشت کې زياتره خلک په دی هڅه کې وی چې غوره عبادت وکړی په تيره بيا په اخرنيو لسو شپو کې ، څوک په اعتکاف ناست وی، څوک تر سهاره د قران کريم تلاوت کوی او څوک بيا نو د تهجد لمونځ تر سره کوی. په ډیرو ځايونو حتی په مسجد حرام کې هم اخرني شپي د قيام اليل ته وقف دی نو ما چې يو شي نوی واوريده هغه هم د تسبيح لمونځ په جمعه سره په ۲۷ د روژي. نو ما یی په اړه د يو عربی مسلمان ورور نه پوښتنه وکړه چې ايا په جمعه سره کول یی څنګۀ دی؟ نو هغه په ځواب کې راته وويل چې د تسبيح لمونځ خو څوک وایی بدعت دی او څوک وای چې په ضعيفه حديث سره پيژندل شوی نو زه هم په شک کې شوم نو په لټه یی اخر تر تاسي راورسيدم. څو ځایه ما هم په انټرنيټ کې وکاته خو صحيح ځواب می پيدا نه کړ. ځنی علما یی د ترمزی او ابن داود حديث بولی او ځنی یی ضعيفه بولی.
    که مهربانی مو وی او ځواب یی ماته ژر راوليږی نو منندوی به مو يم.
    الله ج مو جنتونه ځای کړه. امين
    حيات هجران شيرزاد
    مالمو سويدن

    ځواب https://dawat610.com/archives/5440

  2. نصیب الله

    درنو علماّو الله ج مو راته ژوندی لره کیدای شی ووایی چه سبحان ذی الملک والملکوت سبحان ذی العزت والعزمت تر اخره الهم اجرنی من النار په احیاّالعلوم کی ذکر شوی او که نه . ډیره مننه

اترك تعليقاً