د ناروا رواجونو او خرافاتو نه پرهيز وکړئ

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
د آن لاين اسلامي لارښود له چلونکو څخه چی د افغانستان د مسلمان امت په روزنه کی یی مونږ ته ستر ویاړ رابښلی دی،او د دی ولس هر ډول دینی پوښتنو ته مو ځوابونه ویلی.
زما پوښتنه په پښتنی سیمو لکه لویه پکتیا،…. کی د ځینو رواجونو په هکله ده:
لومړی پوښتنه : د یوه مړی د جنازی په مراسیمو کی دصیقات،خیرات،دقرآن شریف ګرځول…… په باره کې ستاسو نظر غواړم؟
کله چی مړی وشی نود هغه د دفن کولو لپاره لاندی رواجونه موجود دی:
1- دخیرات د تیارولو لپاره د مړی خښول یوه ورځ ځنډوی.
2 – کله چی جنازه هدیری ته یوسی د جنازی د لمانځه له ادا کولو وروسته مشران او ملا امام سره غونډیږی او د صیقات په نوم د فدیی اندازه ټاکی.
3 – د سیکات(صیقات) پیسی (شاوخوا لس تر شلو زرو افغانیو) په قرآن شریف کی ږدی او په هدیره کی په موجوده کسانو دوره ورکوی هغه داسی چی هرکس یی په لاس کی نیسی او وایی چی قبول می دی بیا یی بل کس ته ورکوی،همداسی تر آخیره.
4 – وروسته له هغی پیسی را اخلی  او ویشی داسی چې  ملا صاحبانو او طالبانو ته دوه چنده او عامو ته عمومی سیکات ورکوی.
5 – مړی قبر ته اخلی له خښولو وروسته چاری یا بیل یو کس را اخلی او د قبر له سر څخه یی د پښو لور یا طرف ته غورځوی،او بیا امام صاحب یو څو لنډی خبری وکړی.
6 – په قبر یوه یا دوه لمدی ونې ( جګ چنار) له رنګارنګ رخطونو یا دسمالونو ډک دروی او وایی چی تر څو ددی پاڼې وچیږی تر همهغه به پر مړی د الله رحمت وریږی.
7 – وروسته له دی مراسیمو څخه ټول خلګ د مړی د کور په طرف ځی او هلته د خیرات له خوړلو ورسته د خپلو کارو بارونو پسی ځی.
8 – د مړی خپلوان د نږدی دریو ورځو لپاره د غم شریکی په موخه د مړی په کور کی دیره وی.
9 – خپلوان په راتلونکی اخترونو کی هم د مړی کورته د غم شریکی لپاره ورځی.
دوهمه پوښتنه : د ولور په هکله شرعی حکم څه دی؟
دریمه پوښتنه : د ګروی په هکله شرعی مسله څه ده؟
نورې پوښتنې بیا……
ځواب ته مو منتظر یم.
له ټولو بیا هم نړی مننه

نجیب الله له کابله

———————————————————————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

1- د مړي ځنډول د سنتو خلاف عمل دی .

2- 3- 4- په ټولنه کې مروج سقاط او دور يا د سقاط د پيسو ګرځول لکه څنګه چې اوس په خلکو کې رواج لري واجب الترک ده او له  يوه سره د خرافاتو مجموعه ده ،تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4712

5- د مړي د خښولو وروسته په قبر باندې د مسلمانانو څه انتظار کول او مړي ته د ثبات دعا کول سنت دي تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4965

6- د يوې لويشتې په اندازه به د قبر خاورې لوړوي ، او دقبر په خارو باندې د ابو پاشل تر څو د قبر خاورې کلکي شي مستحب دي

جاء في “الموسوعة الفقهية” (32/250) : ” صرح الحنفية والشافعية والحنابلة ؛ بأنه يسن أن يرش على القبر بعد الدفن ماء؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم فعل ذلك بقبر سعد بن معاذ , وأمر به في قبر عثمان بن مظعون. … ” انتهى.

مګر په قبر باندې د وني او بوټو کښنولو په باره کې د فقهاء کرامو تر مينځ اختلاف دی ، په دې مسئله باندې ډير زيات بحثونه شوی دی .

اول قول : په قبر باندې د ونو کښينول جايز نه دي ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په کومو قبرونو باندې لمدې لښتي کيښنولې وه ، هغه د ده خاص عمل وو ، او ده ته د وحی په وسليه د قبرونه عذاب څرګند شوی وو .

بل دا چې د قبر عذاب د غيبي امورو څخه دی معلوم نه ده چې چا ته به د قبر عذاب ورکول کيږي ، په قبر باندې و وينو کښينول په دې نيت چې د هغه څخه عذاب کم کړي د مړي په حق کې بدګماني ده ځکه معلومه نه ده چې ايا هغه ته به د قبر عذاب وي او که نه ؟

دوهم قول : په قبر باندې د ونو او بوټو کيښنول مسحت او ښه کار دی ځکه دا عمل رسول الله صلی الله عليه وسلم  تر سره کړی دی

لکه فتاوي هنديه (عالمګيري ) چې ليکي : ( وضع الورود والرياحين على القبور حسن، وإن تُصدق بقيمة الورد كان أحسن، كذا في الغرائب. )  ( والله اعلم )

او قبرونه په رختونو پوښل بدعت دی ، تفصيل https://dawat610.com/archives/188

7- 8- اکثره مروجې فاتحه خوانۍ په اسلام کې هيڅ اصل نه لري مسنونه غمرازي په دې ډول ده ، تفصيل https://dawat610.com/archives/4154

9- په اخترونو کې د مړي د خپلوانو غمرازي کول بدعت دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]

(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدين منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسی او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )

او فرمايي : «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: [1]

(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی )

دوهم : د ولور په اړه تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4928

https://dawat610.com/archives/3119

https://dawat610.com/archives/2276

دريم : د ګروی شرعي حکم دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/3451

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

1]ا ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .
[2] احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، او ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333)
Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً