که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي

د آنلاین اسلامی لارښود کارکونکو او کتونکو ته
سلامونه خدای ج دی کامیابی او ددی لوی کار ثوابونه درته نصیب کړی زه یوه پوښتنه لرم چی ما مخکی هم تاسی سایټ ته لیژلی ده خو ډیر وخت کیژی چی ځواب یی نه دی راکړی که ځواب یی لږ ژر راکړی مهربانی به مو وی که دیوی ښځی او لاد وشی او په آته ویشتمه ورځ پاکه شی او پاکه وی بیا په ۴۱ یا ۴۲ ورځ وینه ووینی نو آیا دا نفاس دی او که نه ځکه دنفاس زیاته موده ۴۰ ورځی ده او که نفاس نه وی استحاض یامرض وی نو ایا په دغه ورځو کی چی پس له ۴۱ ورځو ناپاکی ده هرڅو ورځی چی وی نو آیا په دی ورځو کی به ښځه روژه نیسی که نه او که په دی ورځو کی  دروژی نیول ورباندی فرض وی نو ددی ورځو قضایی پری شته که نه هیله ده چی په تفصیل ځواب راکړی

علم له کندهار نه :

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ ، روژه به کوي او جماع کول جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې موده حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .

و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .

و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .

دوهم : که د نفاس په موده کې وينه د عادت سره سم نا مظمه وي داسې چې څو ورځې پاکه او بيا د څو ورځو وروسته بيا وينه راشي ټولې ورځي نفاس بلل کيږي .

و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .

دريم : که د وينې بهيدل تر ۴۰ ورځو زيات شي هغه مرض بلل کيږي ښځه به غسل کوي د استحاضې حکم لري .

استحاضه ښځه د معذور حکم لري هغه به لمونځ ادا کوي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي  روژه به نيسي او جماع کول جايز دي ( شرح البدايه ۱/ ۶۲ ، شرح التنوير ۱/ ۳۰۹) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً