د معنی نه پوهيدو په صورت کې د قرآنکريم د تلاوت اجر

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
داسلامي لارښود درنو کارکونکو زما پوښتنه داده کله چي يومسلمان دقرانکريم تلاوت کوي په هغه صورت کي چي په معنا يي نه پوهيږي ديو ټکي ثواب چي لس چنده نيکئ دي ورته رسيږي که نه؟
او په قيام کي دښځي پښي بايد څنگه وي؟
مننه ښه رمضان

ثنا خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په کوم حديث شريف کې چې د قرآنکريم د يوه تورې لس نيکی بيان شوي دي عام دی که د قرآن په معنی پوهيږي او که نه پوهيږي هغه ته د يوه تورې په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي

عن ابن مسعود قال قال  رسول الله صلی الله عليه وسلم : من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ  به حسنة والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف . ( رواه الترمذی والدارمی )

ژباړه : د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون د کرم مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی دغه شان آلم  ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .

او بل په دليل د دغه حديث شريف :

د بی بی عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

” الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران ” ( متفق عليه )

ترجمه : چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) . صحيح بخاری و صحيح مسلم .

په پورته حديث شريف کې د والتتعتع لفظ څخه مراد عدم الفهم او عدم تعلم دی ، د قرآنکريم تعلم عبارت له تعلم د تلفظ او تعلم د معنی دی چې دا بيا لوی اجر لري لکه په قرآنکريم کې چې اشاره ورته شوی ده :

فقد قال  تعالى { أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلافًا كَثِيرًا } ۸۱ النسآء )

خلاصه دا چې د قرآنکريم تلاوت لوی اجر لري او د صالحو اعمالو د زخيرې کولو ستره وسيله بلل کيږي په خاص توګه په رمضان المبارک کې ځکه چې رمضان د قرآن مياشت دی .

مسلمان به د قرآنکريم د تلاوت پر مهال د تلاوت آداب او د خپل وس موافق د تجويد احکام په نظر کې نيسي او همدارنګه تفاسير به مطالعه کوي تر څو څه نا څه د قرآن په معنی او مقاصدو پوه شي .

دوهم :

د ښځې او نر په لمانځه کې څه فرق دی ؟

د ښځې لمونځ د نر په شان دی يواځې په ځنې برخو کې د نرانه د لمانځه سره لږ فرق لري او ددې فرق وجه د ستر او پردې لح سره فرق لري چې هغه دا لحاظ ساتل دی . :

۱- نر به دواړه لاسونه د غوږونو تر نرميو پورې پورته کوي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو  پورې پورته کوي .

۲- نارينه به لاسونه تر نامه لاندې نيسي پداسې شان سره چه د ښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او دښی لاس مينځنی دری ګوتې دچپ لاس په ليچي باندی خپرې کيږيدي او ښځه به د ښي لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندی ونيسي .

۳- نارينه به رکوع په داسې شان سره کوي چې د ده د شا ورستۍ حصه ، ملا او سر د تختې  په شان برابر اوهوار وي سر ډير ټيټول يا د شا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي ،ښځه به دومره ښکته کيږي چه لاسونه يی زنګون ته ورسی .

۴-نارينه به سجده په داسې شان سره کوي چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي بيا د دواړو لاسونو پنځې دغوږونو په برابر کيدي بيا  پوزه او تندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلې او مړوندونه دځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی دګيډی اوځمکی ترمنځ به خالي ځای پريښودل کيږي او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل په کار دي .

۵- د جلسې او قعدې په وخت کې نارينه ښی پښه ولاړه د پښې ګوتې د قبلې په طرف وي اوګينه پښه به څملوي  د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون دګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی .

۶- ښځې تل بايد په ټيټ آواز سره قرأئت وکړي په هيڅ لمانځه کې ورته د لوړ غږ قرائت کولو اجازه نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً