د مالک نصاب څخه کوم کس مراد دی ؟

سلام عليکم ورحمته الله وبرکاته او اما بعد

پوشتنه: ترپوشتنى تر دمخه،غوارم ووايم چى تاسو واياست چى:

 د زکات ورکول لاندی کس ته حرام دي-(د نصاب مالک)،اوس نو په اوسنى وخت کى خرنگه دامعلومه کرو چى داکس دنصاب خاوند نه دى؟ خکه شايد هرکس ٢٠٠ درهمه نغدى او يا هم له هغه خخه زيات مال ولري.

لطفاً راته د ذکات ورکولو لپاره مناسب کسان وشايست؟

زما يو ترور کور لري. دمياشتي شاوخوا لس زره افغانى عايد لري. ايا هغى ته د ذکات ورکره صحى ده او کنه.

مننه – افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مالک نصاب څخه هغه کس مراد دی چې ۲۰۰ درهمه چې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو سره سمون خورې چې تقريباً ۳۶۰۰۰ افغاني کيږي په دې شرط چې د اصلي ضرورياتو څخه زياتې وي ، پوروړی نه وي او کال ورباندې تير شي مالک نصاب بلل کيږي او زکات ورباندې فرض دی

او هغه کس چې کار بار لري مګر دومره ګټې چې سرنوک د کور مصارف ورباندې کيږي مالک نصاب نه بلل کيږي

د زکات د وجوب شرطونه په لاندې ډول دي :

۱- مسلمانی : نو څوک که نوی مسلمان شي پر هغه د مخکې وختونو زکات لازم نه دی .

۲- بلوغ : نا بالغه ماشوم يا د ماشوم ولی باندې زکات فرض نه دی که يی آدا کړي نه صحي کيږي .

۴- د نصاب  مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی ، لکه پورته چې تشريح شو.

۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لري ولی د نورو پوروړی هم وي زکات ورباندې نشته .

۶- پر مال پوره کال تيريدل : هغه مال چې نصاب ته رسيدلی وي په هغه باندې به يو کال تير شوي وي .

۷– پرخپلواصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی :

ضروري احتياجات لکه : خوراک ، پوښاک ، استوګن ځای او د شغل او کار وسائل .

۸- عقل : پر ليونی زکات فرض  نه دی .

 د زکات د مصرف ځايونه قرآنکريم بيان کړی دي چې زکات او صدقات به لاندې کسانو ته ورکوئ :

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ( التوبه ۶۰

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

تفصيل دلته وګورئ

والله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 57 times, 1 visits today)