د مړي څخه د اندامونو ايستل څه حکم لري ؟

asalamalikum zma compiuotar pashto sestam nalari  .poshtana dada .chi yav kas pasla marga khpal da badan aaza  laka zra  poshtawargi avdasinor bal zwandi insan ta warkawalisi ka na .    
dera manana

ghran agha

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي څخه د اندامو ايستلو په باره کې د معاصرو علماؤ تر مينځ اختلاف نظر دی

په دې اړه دوه قولونه دي عدم جواز او جواز

اول قول عدم جواز :

مولانا مجيب الله ندوي حنفي په فقه اسلامې کې د اندامونو د کار بار تر عنوان لاندې ليکلي دي :

ددې اخلاقي اړخ کوم چې مفتي محمد شفيع صاحب بيان کړی دی قابل لحاظ دی ، يعنې که دا طريقه عامه شي نو پيسو واله خلک به د خپل عيش پرستي د پاره د غريبو خلکو بلکي د هغوی د بچيانو د ژوند سره لوبې کولای شي ، نو ددې وجې نه ددې جايز کيدل نه دي پکار بلکه قانوناً په دې باندې پابندې لګول په کار دي – په حديث شريف کې راغلی دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائل : کسر عظم الميت ککسر عظم الحی (ابوداود ج ۲ ص ۱۰۲ ) .

امام سرخسی ليکي : لايجوز تداوی بشی ءٍ من الآدمی الحی کذالک لايجوز تداوی بعظم الميت اکراماً کما قال النبی صلی الله  عليه وسلم (شرح السير الکبير ج ۱ ص ۹ ) .

عرض دا چې د انساني اندامونو کار بار او تبديلي قانوناً او اخلاقاً دواړه اړخونو سره نا جايز دي (فقه اسلامي مولانا مجيب الله ندوي ص ۸۵۲ ) .

فتاوی الشريعية ليکي :

د مسلمان مړی داسې واجب احترام دی لکه ژوندی ، په هغې باندې تعرض کول جواز نه لري په دليل ددې حديث شريف : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ” كسر عظم الميت ككسره حيا ” (ابوداود –رواي عايشه رضی الله عنها )

يعنې : د مړي د هډوکي ماتول داسې حکم لري لکه د ژوندې .

ددې حديث شريف څخه د عدم جواز حکم اخيستی چې د مړی څخه د زړه ، پښتورګو و غيره ايستل او عملياتو د هډوکې ماتولو په شان دي .

الواجب عدم التعرض للمسلم بما يؤذيه أو يشوه خلقته ، ككسر عظمه وتقطيعه ، لأن المسلم محترم حيا وميتا ، وقد صح في سنن أبي داود من حديث عائشة رضي الله عنها أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” كسر عظم الميت ككسره حيا ” 0 ويؤخذ من الحديث عدم جواز التمثيل به لمصلحة الأحياء ، مثل أن يؤخذ قلبه أو كليته أو غير ذلك من أعضائه ؛ لأن ذلك أبلغ من كسر عظمه.
وقد وقع الخلاف بين العلماء في جواز التبرع بالأعضاء ، والظاهر – والله أعلم – أنه لا يجوز ؛ للحديث السابق ، ولأن في ذلك تلاعبا بأعضاء الميت وامتهانا له 0 والله أعلم (الفتاوی الشريعة)

دوهم قول د علماء مجتمع الفقه الاسلامی دی :

دا قول دا دی چې : د مړي د وصيت او د هغه د واريثانو د اجازت يا که واريثان و نه لري د مسلمانانو و ولی الامر د اجازت په صورت کې چې سخت ضرورت وي د بل مسلمان د حيات او ژوند د مصليحت په خاطر جايز دی .

” إنَّ مجلس مجمع الفقه الإسلامي المنعقد في دورة مؤتمره الرابع بجدة في المملكة العربية السعودية ، من 18-23 صفر 1408هـ الموافق 6-11 شباط ( فبراير ) 1988 م ، بعد اطلاعه على الأبحاث الفقهية والطبية الواردة إلى المَجمع ، بخصوص موضوع انتفاع الإنسان بأعضاء جسم إنسان آخر حياً أو ميتاً .
يجوز نقل عضو من ميت إلى حي تتوقف حياته على ذلك العضو ، أو تتوقف سلامة وظيفة أساسية فيه على ذلك ، بشرط أن يأذن الميت قبل موته أو ورثته بعد موته ، أو بشرط موافقة ولي أمر المسلمين إن كان المتوفى مجهول الهوية أو لا ورثة له .
(مجتمع الفقه الاسلامية )

خپله په دې مسئله کې چې ډيره لويه مسئله سقوط اختياروو ، والله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email