آيا د شاهدانو بغير نکاح صحي کيږي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
که د ضرورت په مخ یوه کونډه زنانه د یو نارینه سره په داسی حال کښی نکاح وکړی چه اشد ضرورت وی او خاوندیی په خپله نکاح وټړی یعنی دنکاح خطبه مهر او قبول .او شاهدان هم موجود نه وی. او وروسته د خپلی نکاح بیان وکړی. حکم ځه دی. وسلام

بی بی هاجره

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په  نکاح کې د ايجاب او قبول د اوريدو د پاره د دوو شاهدانو موجوديت د نکاح شرط دی ، بغير د شاهدانو نکاح نه صحي کيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۵۵ ) .

و شرط حضور شاهدين حرين او حرتين مکلفين سامعين قولهما معاً (الدرالمختار کتاب نکاح ۳/۲۱ ) .

همدارنګه د جمهورو فقهاؤ په نزد د ولي د اجازې بغير نکاح نه صحي کيږي تفصيل دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email