د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه

دا مقاله د هغو وروڼو او خوندو د پاره نصيحت دی چې د شپي تر ډيره وخته پورې ناست وي او بيا سهار په داسې وخت کې له خوب څخه پاڅيږي چې لمر ختلی او لمونځ قضا وي دغه عادت په ډيرو کسانو کې شته ، بايد له الله تعالی څخه ووېريږي خپل ځان ته متوجه او د وختي پاڅيدلو او لمونځ کولو لارې برابري کړي .

دا چې مطلب اوږ نشي دلته يوازې د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه بيانوو :

د سهاد د لمانځه د پريښودلو وعيدونه :
اول وعيد د شيطان استهزاء :
عن عبد الله بن مسعود رضى الله عنه قال : ذكر عند رسول الله صلى الله عليه وسلم رجل نام ليلة ، حتى أصبح ، قال صلى الله عليه وسلم : (( ذاك رجل بال الشيطان في أذنية ، أو قال : في أذنه ))
عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې د هغه چا په باب يادونه وشوه چې د شپې تر لمر ختلو پورې بيده وي (څو لمونځ ور باندې قضا شي ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د داسې کس په عوږ کې شيطان بولې يا متيازې کوي .

امام القرطبي رحمه الله وايي : په عوږ کې د شيطان بولې کنايه ده چې شيطان د خوب کونکي د عوږ پرده کرځي تر څو د الله ذکر وا نه وري .

دوهمه جزا ټمبلي او د زړه خباثت :
عن أبي هريرة رضى الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : (( يعقد الشيطان على قافيو أحدكم إذا هو نام ثلاث عقد يضرب كل عقدة عليك ليل طويل فارقد ، فإن استيقظ فذكر الله انحلت عقدة فإن تؤضأ انحلت عقدة فإن صلى انحلت عقدة فأصبح نشيطاً طيب النفس وإلا أصبح خبيث النفس كسلان » (بخاري:1142)

ابوهريرة وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايلي : د شپې چې کله تاسې بيده کيږئ ،شيطان ستاسو غاړو ته دری غوټې اچوي او وايي : شپه اوږده ده خوب کوه . که چا د ( هغه خبرې ته غوږ و نه نيولو ) له خوب څخه پاڅيدو د الله ياد يې وکړ ، د شيطان له غوټو څخه به يوه غوټه خلاصه شي ، او که اودس وکړي دوهمه غوټه به پرانيستل شي او که لمونځ وکړي دريم غوټه به خلاصه شي . په دې حالت کې به په هغه سبا کيدل په خوشحالۍ او تازګۍ (پيل) شي، او که داسې و نه کړي د خوب څخه به ټمبل او پريشانه پورته کيږي .

دريمه جزا او عاقبت په منافقينو کې داخليدل :
عن أبي هريرة رضى الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( ليس صلاة أثقل على المنافقين من صلاة الفجر والعشاء …

پر منافقانو باندې بل لمونځ دومره سخت او درومند نه وي لکه د سهار او ماسختن لمونځ.

څلورمه جزا  د الله تعالی د امان او حفاظت څخه محرومېدل :
عن جندب بن عبد الله رضى الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله …. (رواه المسلم)

له جندب بن عبدالله رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې د سهار لمونځ وکړ هغه د الله په امان کې دی .

امام نووي رحمه الله په شرحه د دغه حديث کې وايي : د امان څخه ضمانت او امن مراد دی. يعنې څوک چې د سهار لمونځ ادا کړي هغه د الله تعالی په امان او ساتنه کې وي او څوک چې د سهار لمونځ نه ادا کوي هغه د الله تعالی له ضمانت او امان څخه محروم دی .

پنځمه جزا  په هغه باندې ملائېکې شهادت نه وايي :
عن أبي هريرة رضى الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : (( يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل ، وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة الفجر وصلاة العصر ثم يعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم ربهم – وهو أعلم – كيف تركتم عبادي فيقولون : تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون )).بخاری ۵۵۵ )

ابوهريرة وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ستاسې سره د شپې ملائکی او د ورځې ملائکې په نوبت اوسي ، د سهار او ماذديګر د لمانځه په وخت کې سره يو ځای کيږي . وروسته هغه ملائکې ستا سره د شپه تيره کړی وي پورته کيږي . الله جل جلا له  چې سره له دې چې بندګانو په حال ښه پوهيږي له هغوی څخه پوښتنه کوي : کله چې راتللی زما بنده ګانو په څه حال کې وليدل ؟

ملائېکي وايي: ای زمونږ ربه ! کله چې هغوی ته ورغلو او کله چې له هغوی څخه راتلو هغوی په لمانځه او عبادت مشغول وو .

شپږمه جزا په قيامت کې به هغوی ته  نور او رڼا نه وي :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).

هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړي په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته ټګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

او همدارنګه د نېمې شپې د نفلي عبادت د ثواب څخه محروميدل :

له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايل: ((من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه)) (مسلم 656 )

څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی )

اومه جزا د الله تعالی د ديدار څخه محرومېدل :
عن جرير بن عبد الله البجلي رضى الله عنه قال : كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم فنظر إلى القمر ليلة البدر فقال : (( إنكم سترون ربكم كما ترون هذا القمر لا تضامون رؤيته فإن استطعتم ألا تغلبوا على صلاة قبل طلوع الشمس ، وقبل غروبها فافعلوا )) .البخاری ۵۵۴ )

جرير بن عبدالله رضی الله عنه وايي : يوه شپه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې وم هغوی سپوژمۍ ته وکتل و يې وفرمايل : لکه څنګه چې دا مياشت وينی همداسې به خپل پروردګار ووينئ . او په دې باره کې به ستاسې د پاره څه مانع او مزاحمت نه وي . ( که غواړئ چې د الله ديدار مو په نصيب شي ) د سهار او ماذديګر د لمانځه په ادا کولو کې کوښښ کوئ او ضرور دا کار وکړئ او بيا یې دا آيت شريف تلاوت کړ :

آتمه جزا وعيد د ويل په عذاب باندې :
قال الله تعالى : {فويل للمصلين [4] الذين هم عن صلاتهم ساهون } الماعون 4،5
ژباړه : د ويل عذاب دی لمونځ کوونکو لره ، هغه لمونځ کوونکي چې له خپل لمونځ څخه غافله دي .

ابن کثير نقلوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه په ځواب کې چې له هغوی څخه يې و پوښتل چې د (هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ) کوم کسان دي ؟ و يې فرمايل : هغه کسان چې لمونځ له خپل وخت نه تأخير او ځنډوي .

ابن عباس رضی الله عنه په بيان د سبب د نزول د دغه آيت کې وايي : دا آيت شريف د منافقانو په باره کې نازل شوی دی چې کله به مؤمنانو موجود وو دوی به لمونځ کولو يا هغه لمونځونه به يې ادا کول چې دوی به خلکو ليدل او هغه لمونځونه چې په شپه کې ادا کيږي دوی به ترک کول .

نهمه جزا د لمانځه د ترک و عيد :

قال الله تعالى :{ فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا } مريم 59
ژباړه : نو تر دوی وروسته داسې خلک راغلل چې لمونځ يې پريښود او د شهوتونو پيروي يې وکړه ، نو دوی به (ژر) د د خپلې لار ورکۍ (جزا) وويني .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» 

 ((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابندوي هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي  ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)). رواه أحمد (2/196) ،والدارمي (2721) .وابن حبان (1467)

قرآنکريم د رښتينو مؤمنانو صفات بيانوي چې :
{الذين هم على صلاتهم دائمون} المعارج 23

هغه کسان چې دوی پر خپل لمانځه ټينګ وي (پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت ادا کوي ) .
{والذين هم على صلاتهم يحافظون} المعارج 34
او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتونکي دي (پنځه وخته لمونځ ادا کوي ) .
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )

هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوي دغه کسان  به په عزت سره دجنت په باغونو کې اوسيږی

 وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

 اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه دلمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي  دي.

الله جل جلا له  دې د عمل توفيق راکړي (آمين)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email