د بير د څښلو حکم څه دی ؟

 هغه بیر چی الکول ونه لری حلال دی او که حرام ؟او هغه چی په کمه فیصدۍ سره الکول ولری د هغی حکم د اسلام له نظره څنګه دی ؟

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

البير يا د وربشو اوبه په دوه ډوله دي :

اول ډول : هغه بير چې نشه لري کوم چې په ځنو ښارونو پلورل کيږي ، پس دا د وربشو شراب دي ، خريد او فروش او څښل يې حرام دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ ) رواه مسلم (2003)

هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکي شی حرام دي (کوم شی چې نشه ولري هغه که هر ډول تعامل او نوم ولري د شرابو حکم لري ) .

د شرابو او نشه کوونکي شی څښل حرام دي هغه که لږ وي او يا ډير ، و لو که يو څاڅکی هم وي حرام دی ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ ) رواه الترمذي (1865).

يعنې : د هغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .

دوهم ډول : هغه بير دي چې نشه نه لري ، او د الکحولو څخه خالي دي ، دا نشه نه لري ځکه هغه ډيرو انسانانو چښلي دي نشه نه لري نو په دې قسم باندې د علماء فتوای دا ده چې دا ډول بيرحلال دي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

موقع الاسلام سوال جواب ، شيخ محمد صالح المنجد –  رقم الفتاوي 33763

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email