آيا د ښځې د پاره د قضاء دنده تر سره کول جايز دي ؟

اسلامي لارښود محترمو همکارانو ته د رب لا یزال څخه د دنیا او اخرت نېکمرغي، بریالیتوبونه او خوشحالی غواړمه. زما پوښتنه دا ده، چې ایا ښخه کولای شی قاضی شی او قضاوت وکری یعنی په مدنی او جزایی مسایلو کی په دلیل سره یی که راته واضح کړی ستاسو به زه ډیر منندوی یم

حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد د ښځې د پاره د قضاء دنده جواز نه لري نظر په لاندې دلائلو :

الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ {النساء: 34}

بقوله صلى الله عليه وسلم : « لن يفلح قوم ولوا أمرهم امرأةً » يعنې : هغه قوم به کامياب نه شي د کوم قوم چې د مشرۍ او قيادت چارې چې د ښځې په لاس کې وي .

مګر د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد ښځه بغير د حدود او قصاص څخه د قضا په نورو برخو کې لکه د شهادت قبلول و غيره کې دنده تر سره کولای شي .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

سبق بيان اشتراط جمهور الفقهاء أن يكون القاضي ذكراً ، وقد استدل الجمهور على عدم جواز تولية المرأة بقوله صلى الله عليه وسلم : « لن يفلح قوم ولوا أمرهم امرأةً » ; ولأن القاضي يحضر محافل الخصوم والرّجال ، ويحتاج فيه إلى كمال الرأي ومشاورة العلماء ، والنّساء لسن أهلاً لذلك وقد نبه الله تعالى إلى نسيانهن بقوله تعالى : { أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى } .

وقال أبو حنيفة وأصحابه : يجوز أن تلي النّساء القضاء فيما يجوز أن تقبل شهادتهن فيه وحدهن أو مع الرّجال ; لأن في الشهادة معنى الولاية ، ولا يجوز في الحدود والقصاص لأن شهادتهن لا تقبل في ذلك

ځنو علماء کرامو ښځې ته د مشرۍ او قضاء د مهمو دندو ورسپارلو د عدم جواز حکمت داسې بيانوي :

۱- ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او خپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او د خلکو د حقونو ساتنه نشي کيداي .

۲- ښځه نظر نارينه ته په فطري ډول ضعيفه وي که هغه ته د غه مهمې دندې ور وسپارل پر خپلو دندو کې به پاتې را شي ځکه چې :

الف ) : په هره مياشت کې تقريباً لس ورځې د حيض موده چې په دې موده کې ښځه کافي استراحت ته ضرورت لري .

ب) :- حمل او بارداري : په دې ورځو کې هم ښځه څه ناڅه استراحت او ډیر احتياط ته ضرورت لري درانه کارونه که جسمي وي او که دوماغي د حمل د ضايع او هغه ته د تاوان رسيدلو سبب ګرځي .

ج) : د ماشوم زږول د نفاس دوره : په دغه دوره کې ښځه مرګوني دردونه او سختۍ تيروي چې ښځه کافي استراحت ته ضرورت لري .

د) :- ماشوم ته پی ورکول : ښځه تر دوه کلونو پورې بايد ماشوم ته پی ورکړي چې دا د ښځی مسئوليت دي .

نو د دغو سترو مسئوليتونو سره سره هغې ته د دغو سترو دندو ور سپارل مناسب نه دي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email