(۵) د اسلامې حکومت اصول (اقتدار غوښتنه )

۷- په اسلامې حکومت کې د اقتدار او قدرت حرص منع دی :

دا اصل هم د اسلامې حکومت له بنيادي اصولو څخه يو اصل دی چې هغه کسان چې خپله د قدرت غوښتنه او حرص لري نا مطلوب او نا مناسب کسان بلل کيږي .

الله جل جلا له فرمايي :

تِلْكَ الدَّارُ الآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الأَرْضِ وَلاَ فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (القصص ۸۳ ) .

( دغه د آخرت کور مونږ هغو کسانو ته ورکوو چې په ځمکه کې د سرغړونې او بدکارۍ اراده نه لري او ښه پايله ځان ساتونکو (متفيانو ) ته ده ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

انا و الله لا نولی علی عملنا هذا احداً سأله او حرص عليه (البخاري – کتاب الاحکام)

پر الله قسم چې مونږ د دغه حکومت مقام هغه چا ته نه سپارو چې د هغه ( مقام ) غوښتونکی او حريص دی .

او فرمايي : ان اخونکم عندنا من طلبه (ابوداود –کتاب الاماره)  

تاسې څخه زمونږ په نزد لوی خاين هغه دی چې د اقتدار او قدرت غوښتونکی وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالرحمن بن سمرة ته داسې فرمايي :

( يا عبدالرحمن بن سمرة لا تسأل الامارة فانک اذا او تيتها عن مسئلة و کلت اليها ، و ان او تيتها عن غير مسئلة اعنت عليه ( کنزالعمال ج ۶ حديث نمر ۶۹ ) .

ای عبدالرحمن د ثمره زويه ! د مقام او اقتدار غوښتنه مه کوه ، ځکه که هغه ستا د غوښتنې پر بنا تا ته و رسيږي نو د الله تعالی د طرف نه به تا ته تحويل شي ( د الله تعالی مرسته او مدد به در سره نه وي ) او که بغير له غوښتنې تا ته ورسيږي نو د الله تعالی مرسته او مدد به ستا سره وي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email