ښځې سره خلاف فطرت (لواطت) کوونکی معلون دی

له هر سه د مخه وی سلامونه او احترامات ومنی:
زما پوښتنه: آیا یو نارینه کولای شی چی له خپلی ښځی سره له دوهمی لاری یوځای شی؟ که ځواب مو نه وی یا دا عمل حرام وی، نو داعمل په کومه نوعه ګناه کی حسابیږی او آیا ددی عمل کوونکی غسل کیږي یا نه؟
نوټ:په بښنی غوښتلو سره لږ سه وضاحت دپورتنی عمل د سزا او د نه سزاپه اړه راکړی. ځکه چی ډیر کسان په دی مرض اخته دی.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم په واضحو بيان مؤمنانو ته داسې ارشاد کوي :

 « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .

(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .

د کښت څخه مطلب د نسل ځای ( د مخې طرف ) دی .

د خپلې ښځې سره د شاه په طرف کې جماع يا لواطت کول حرام کبيره ګناه او په اړه يې سخت وعيدونه راغلی دي او څوک چې دا کار کوي معلون (د الله د رحمت څخه لرې او محروم ) دی .

د لعنت کلمه د هغو ګناهونو د پاره کارول شوې وي چې هغه ډيرې لويي او سخت جرم وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 « مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] 

« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »

او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2]  :

 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »

 له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :

« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال «فی أدبارهن»[3]

« د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .»

مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .

او بل دا چې په دې معلون او شيطاني عمل باندې غسل واجبيږي .

که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .

وبالله التوفیق و صلی الله علی نبینا محمد و آله و صحبه و سلم

فتاوي البداحرام – کفايت المفتي

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

[1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری” (9015)  او ابی داود” (1894) .

[2] احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923) او نسائی په ” الکبری” (9014،9013) او ابن ابی شیبه (16811) او آلبانی په “صحیح ابن ماجه” (1560) هغه صحيح بللې دی .

[3] احمد (1/86) او هیثمی په “مجمع” (1/243) وايي : راویان د هغه موثق دی . ن .ک تفسیر ابن کثیر (1/263)  په تفسير آيت  223 بقره  « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ »

Print Friendly, PDF & Email