د جنين (حمل ) په سقوط باندې کله کفاره لازميږي ؟

سلامونه اونیکی هیلی درته په نیک ساعت کی وړاندی کوم. په ډیره بخښنه یوه پوښتنه غواړم مطرح کړم؟ که چیری یوه ښځه یودروند شی پورته کړی اوجنین
دلاسه ورکړی اوجنین هم صرف دوینی په شان لاړشی څه حکم لری اوښڅی ته څه لازم دی؟ دځواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې صورت کې غرة او کفاره نشته ځکه جنين تر اوسه پورې ژوندی شوی نه دی.

او د بې احتياطی له وجې يې چې جنين له لاسه ورکړی دی ګناه ده ، توبه به وباسي .

لا يستبين خلقه إلا بعد مائة وعشرين يوما وظاهر ما قدمه عن الزخيرة أنه لا بد من وجود الرأس
وفي الشمني ولو ألقت مضغة ولم يتبين شيء من خلقه فشهدت ثقات من القوابل أنه مبدى خلق آدمي ولو بقي لتصور فلا غرة فيه وتجب فيه عندنا حكومة ا ه (درالمختار 5/ 379 ) .

فأجابوا : “إذا كان الواقع كما ذكر من أن الحمل في الشهر الرابع ، ولم يكمل أربعة أشهر ، فإنه لا كفارة عليك في سقوط هذا الجنين ؛ لأنه لم تنفخ فيه الروح في هذه المدة ، وعلى ذلك فلا يُسَمَّى ولا يغسل ولا يصلى عليه ، لكنك تأثمين لتسببك في سقوط هذا الجنين ، فعليك التوبة والاستغفار مما حصل منك وعدم العودة لمثل هذا العمل مستقبلا ” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (21/339) .

د جنينو د احکام په باره کې نور تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email