د زور او اجبار په صورت کې طلاق واقع کيږي او که نه ؟

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی ډالی کوم. خدای (ج) دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د عا فیت جا می موپه تن وی .
ستا سو دد ی ستراسلامی خدمت څخه یوه نړی مننه.
محترما : څرنګه چه تا سوته بهتره معلومه ده چه دنړی کفا رو پراسلا می افغا نستان باندی نا حقه حمله اویرغل کړیدی چه په ارزګا ن ولا یت کی دری ډلی خپل کار کوی یوه ډله خا رجی کفار بله ډله ملی اردو بله ډله داربکیا نو په نا مه یا دیږی اوبله ډله طا لبان مجا هدین دی.
اوس راځم خپلی پوښتنی ته یو وخت دا سی معامله پیښه شوه چه زه او یو بل مشر د مجاهدو طالبا نو په یو ځای کی وو ناڅا په دا دری ډلی راغلی چه دغه د مجاهدینو مشر ونیسی یا بندی یا شهید کړی خو دا مجاهد په یو چل خپل کورته ولا ړی دا دروډ لو زه ونیولم وهل اوټکول را با ندی شروع شوه او زما یو لاس یی په وهلوکی را ما ت کړی دی را ته ویل چه دغه کور د دغه مجاهد دی که نه؟ ما ورته وویل چه زه نه یم په خبر د وی را ته وویل چه پرتا دی ما ینه طلا قه وی؟ ما ورته وویل هو .  بیا را ته وویل په ثلا ثه ؟ ما ویل هو . بیا را ته وویل په کلما سره ؟ ما ویل هو .
حا ل دا دی چه که زه دا مجاهد ورته وشیم مجا هد به شهید کړی یا به یی بندی کړی او زه هم په خبروم چه دی په دا کور کی دی او که دا مجاهد زه وروشیم دا مجاهد بندی یا شهید کی دا مجاهد نور ملګری لری ما دجاسوس په نا مه ګیره وی اوپه مرګ می مجا زا ت کوی .
اوس پوښتنه دا ده چه دا حا لت د اکراه دی که نه؟  ا وبیا دا ښځه یورقم پر ما روا کیږی او که نه ؟ او لفظ د کلما څه عمل په دی صورت کی کولا ی شی ؟ اودا ښځه مدخول بها هم ده .
ډیره مننه

ع . ر  افغا نستا ن ولا یت ارزګا ن مرکزترین کوټ
ستا سو دجوا ب په انتظا ر
اوډیرعا جل ضرورت هم سته
جزا کم الله خیرالجزا فی الدا رین

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اجباري طلاق په مسئله کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی د امام ابوحنيفه په نزد د زور او اجبار طلاق واقع کيږي .

«و  یقع  طلاق ‌کل  زوج  بالغ  عاقل  ولو  عبداً  او  مکرهاً»‌.(الدر المختار مع الرد:2/456)  

د احنافو دليل دا حديث شريف دی : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ثلاثه جدهن جد و هزلهن جد النکاح و الطلاق و الرجعة (ابن ماجه ،ترمذي ) .

يعنې : رسول الله فرمايي : دری شيان دي چې جدي د هغه جدي وي ، او ټوکې د هغه جدي وي : نکاح ، طلاق او په طلاق کې رجوع

مګر د جمهورو فقهاؤ په نزد اجباري طلاق نه واقع کيږي .

موسوعة الفقهية ليکي د امام شافعي په نزد اجباري طلاق نه واقع کيږي دليل دا حديث شريف دی ( رفع عن أمّتي الخطأ والنّسيان وما استكرهوا عليه)

امام احمد په نزد اجباري طلاق نه واقع کيږي دليل دا حديث شريف دی : وإنّما لم يقع الطّلاق مع  الإكراه للحديث الشّريف « لا طلاق في إغلاقٍ » ، والإكراه من الإغلاق .

فقه السنه ليکي :

اجباري طلاق : څوک چې تر زور او اجبار لاندې نيول کيږي نو هغه خپله اراده او اختيار نه لري او کله چې څوک د خپلې ارادې او اختيار واک و نه لري په شريعت کې مسئول نه دی ځکه چې هغه اصلاً د بل په رايه دی نو بنا پر دې څوک چې د اجبار او زور له مخې د کفر کلمه وايي نه کافر کيږي ځکه الله جل جلا له  فرمايي : إلا من أكره وقلبه مطمئن بالايمان .

او څوک چې په زور سره مسلمان شي د هغه اسلام د قبول وړ نه دی او څوک چې په زور خپلې ښځې ته طلاق ورکړي د هغه طلاق صحيح نه دی او شرعاً اعتبار نه لري ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي : “رفع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه “

يعنې زما د امت خطاء ، هيره او اجبار نه ليکل کيږي ، يعنې څوک چې د خطاء ، هيرې او اجبار له مخې څه وکړي شرعاً په هغه نه نيول کيږي .

ابن ماجه ، ابن حبان او دارقطني ، حاکم او طبراني دا حديث نقل کړی دی امام نووی حسن بللی دی ، د امام شافعي ، امام مالک ، امام احمد رايه همدا ده ، د عمر بن الخطاب ، عبدالله بن عمر ، علی بن ابی طالب او ابن عباس هم دا ويلي دي .

د امام ابوحنيفه او د هغه د يارانو رايه دا ده چې د زور او اکراه طلاق واقع کيږي .

(فقه السنه – طلاق اکراه )

فقه علی المذاهب الاربعه ليکي :

الحنفيةقالوا: طلاق المكره يقع خلافاً للأئمة .

المالكية قالوا: لا يقع الطلاق على المكره

الحنابلةقالوا: طلاق المكره لا يقع بشروط: أحدها أن يكون بغير حق، فإذا أكرهه الحاكم على الطلاق بحق فإنه يقع، كما إذا طلق على من آلى من زوجته ولم يرجع إليها بعد أربعة أشهر، ونحو ذلك.

ثانيها: أن يكون الإكراه بما يؤلم، كأن يهدده بما يضره ضرراً كثيراً من قتل، وقطع يد أو رجل. أو ضرب شديد. أو ضرب يسير لذي مروءة. أو حبس طويل

الشافعيةقالوا: طلاق المكره لا يقع بشروط:….الإكراه بالتخويف بالمحذور في نظر المكره، كالتهديد بالضرب الشديد أو بالحبس أو إتلاف المال، وتختلف الشدة باختلاف طبقات الناس وأحوالهم، فالوجيه الذي يهدد بالتشهير به والاستهزاء به أمام الملأ يعتبر ذلك في حقه إكراهاً، والشتم في حق رجل ذي مروءة

اسلام ويب مرکز الفتاوي رقم رقم الفتوى: 42393 ليکي :

فقد نص أكثر أهل العلم على أن طلاق المكرَه غير واقع بشرط أن يكون الإكراه ملجئاً، قال صاحب الزاد في بيان الإكراه المعتبر في الطلاق: ^ومن أكره عليه ظلماً بإيلام له أو لولده أو أخذ مال يضره، أو هدده بأحدها قادر يظن إيقاعه به، فطلق تبعاً لقوله لم يقع.^^ انتهى

فتاوي النداء ايمان ليکي :

لا تختلف الرواية عن أحمد‏,‏ أن طلاق المكره لا يقع وروي ذلك عن عمر وعلي وابن عمر وابن عباس‏,‏ وابن الزبير وجابر بن سمرة وبه قال عبد الله بن عبيد بن عمير وعكرمة‏,‏ والحسن وجابر بن زيد وشريح‏,‏ وعطاء وطاوس وعمر بن عبد العزيز‏,‏ وابن عون وأيوب السختياني ومالك‏,‏ والأوزاعي والشافعي وإسحاق وأبو ثور‏,‏ وأبو عبيد وأجازه أبو قلابة والشعبي والنخعي‏,‏ والزهري والثوري وأبو حنيفة وصاحباه لأنه طلاق من مكلف في محل يملكه‏,‏ فينفذ كطلاق غير المكره ولنا قول النبي -صلى الله عليه وسلم-‏:‏ ‏(‏إن الله وضع عن أمتي الخطأ‏,‏ والنسيان وما استكرهوا عليه‏)‏ رواه ابن ماجه وعن عائشة رضي الله عنها قالت‏:‏ سمعت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول‏:‏ ‏(‏لا طلاق في إغلاق‏)‏ رواه أبو داود والأثرم‏,‏ قال أبو عبيد والقتيبي‏:‏ معناه‏:‏ في إكراه وقال أبو بكر‏:‏ سألت ابن دريد وأبا طاهر النحويين فقالا‏:‏ يريد الإكراه لأنه إذا أكره انغلق عليه رأيه ويدخل في هذا المعنى المبرسم والمجنون ولأنه قول من سمينا من الصحابة ولا مخالف لهم في عصرهم فيكون إجماعا ولأنه قول حمل عليه بغير حق‏,‏ فلم يثبت له حكم ككلمة الكفر إذا أكره عليها‏.‏

فتاوي اسلام آنلاين ليکي :

ختلف فقهاء الشريعة فى وقوع طلاق المكره أو عدم وقوعه فذهب الفقه الحنفى إلى وقوع الطلاق مع الإكراه، وذهب فقهاء المالكية والشافعية والحنابلة إلى أن طلاق المكره غير واقع .‏
لحديث (‏ رفع عن أمتى الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه )ولهذا قالوا: طلاق السكران والمكره لا يقع، واختلف أصحاب هذا الرأى فى مدى الإكراه وشروطه، ففى الفقه المالكى أن الإكراه على إيقاع الطلاق بالقول لا يلزم به شىء لا قضاء ولا ديانة بشرط أن لا ينوى حل عقدة الزواج باطنًا .‏
ثم إن الإكراه الذى لا يقع به الطلاق هو أن يغلب على ظن المكره أنه إن لم يكن الطلاق يلحقه أذى مؤلم من قتل أو ضرب كثيرًا أو قليلاً أو سجن وإن لم يكن طويلاً؛ أو يغلب على ظنه أنه إن لم يطلق يقتل ولده أو يلحقه أذى ومثل الولد الوالد .‏
ففى هذه الأحوال إذا طلق لا يقع الطلاق .‏

فتاوي الاسلام سوال جواب ليکي :

قال ابن حجر الهيتمي في الفتاوى الفقهية الكبرى (4/178) : “متى حلف بطلاق أو غيره على فعل نفسه ففعله ناسيا للتعليق ، أو ذاكرا له مكرها على الفعل ، أو مختارا جاهلا بالمعلق عليه لا بالحكم : لم يحنث ؛ للخبر السابق : ( إن الله تعالى وضع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه ) . أي لا يؤاخذهم بشيء من هذه الأمور الثلاثة ما لم يدل دليل على خلافه كضمان المتلف ، فالفعل مع ذلك كَلا فعل ” انتهى .
فإذا كان مقصودك بالاضطرار أنك أُكرهت على الفعل ، فلا يقع الطلاق ، وإن لم تكن مكرها وقع الطلاق .
وإذا لم يقع الطلاق لأجل النسيان أو الإكراه

حاصل : د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې د اجبار په صورت کې چې د سختو وهلو ، وژلو ، دايمي حبس او ټول مال له مينځه تللو قوي ګمان وي طلاق نه واقع کيږي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email