د شرمګاه د ويښتانو د خريلو حدود کوم دي ؟

سلامونه ستاسي دلازیاتوبریالیتوبونو په امید:
محترمینوکه دنارینه اوښځي داضافي ویښتانودخریلویا صفاکولوپه باب معلومات راکړۍ.
البته دلته مایوڅه معلومات ولیدل خوداخبره واضح شي چي دنامه لاندي دلینګوطرفونوته یا دشرمګاه دڅنګونو ویښتان چي په لینګونو ولاړدي اودشرمګاه څنګ ته دي  دهغوایسته کول یاخریل څنګه دي ستاسي دځواب په هیله

محمد ابراهيم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”

 يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .

په پورته حديث کې د العانه څخه مطلب د د نر د مخې طرف د شرمګاه پر سر او د هغه شا او خوا ويښتان او همدارنګه د ښځې د شرمګاه شا او خوا ويښتان مراد دي لکه امام نووی چې په شرح ددې حديث شريف کې ليکي :

قال الامام النووي فی الشرح  :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .

د لنګيو ويښتان او د مقعد ويښتان پکې شامل نه دي ځنې فقهاء د مقعد د ويښتانو لرې کول مستحب بولي ، شرمګاه ته نږدې د لنګيو د ويښتانو لرې کول او همدارنګه د مقعد ويښتان څومره چې امکان و لري خريل يې جايز دي ځکه ددې ويښتانو د لرې کولو حکمت نظافت دی .

په فطري سنتو کې اصلاً د شرمګاه شاخوا ويښتان شامل دي هغه ته د نږدې ويښتانو خريل مباح دي شرعي ممانعت نه لري مګر سنت نه دي  .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email