د مفقود الخبر ( بې درکه ) سړي د ښځې حکم

که دیوی ښځی میړه ورک شی اودډیری مودی وروسته ښځه قاضی ته ولاړه شی چه زمامیړه ډیر وخت لادرکه دی هیڅ دژوند اومرګه حال یی ندی معلوم وروسته یی قاضی بلچاته په نکاح ورکړی یوڅه موده وروسته همدا اولنۍ میړه پیداشی ایاددی ښځی نکاح دهمدی دوهم میړه سره باقی پاتی کیږی اوکه اولنی میړه ته ردکیږی دشریعت په رڼا کی یی پوره ځواب راته ولیکۍ په درنښت

قریشی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مفقود الخبر هغه چا ته ويل کيږي چې بې درکه شوی او ورک شوی وي د مرګ او ژوند هيڅ پته يې نه وي .

ايا د بې درکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ، د خپل ميړه د درک پيدا کيدو د پاره څومره انتظار کولای ؟

په دې اړه د فقهاؤ د يوې سترې ډلی رايه دا ده چې تر څو پورې خاوند مړ نه وي يا د هغې د مرګ پوره پته و نه لګيږي هغې پورې ښځې ته د بل چا سره نکاح کول جايز نه دي (جديد فقهي مسائل ج ۲ ص ۱۵۶ – مختصرالقدوري ص ۱۵۰ – مصنف ابن ابی شيبه ج ۴ ص ۲۳۶ ) .

دا چې په غالب ګمان ښځه څومره وخت انتظار وکړي تر څو د مرګ غالب ګمان پيدا شي دا نظر وخت او ځای ته فرق کوي په دې اړه د حنفي علماؤ رايې مختلفي دي ، شرح وقايه کې د ۹۰ کالو ذکر شوی دی ، د امام ابوخنفيه يو قول صرف د ۳۰ کلونو دی ، ځنو حضراتو ۶۰ يا ۷۰ کاله ذکر کړی دی او د صاحبينو نه د ۸۰ کلونو نقل شوی دی .

او کوم فقهاء چې د بې درکه سړي ښځې ته د هغه د مرګ د خبر راتلو پورې يا په قياس او قرائنو سره ددې تر اندازې کولو پورې د بل چا سره نکاح نه شي کولای ، د هغوی دلايل دا دی :

د حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اِمرأة المفقود امرأته حتی ياتيها البيان ( دارقطني ) .

يعنې : د بې درکه سړي ښځه تر هغه پورې د هغه ښځه ده څو پورې د هغه د مرګ او ژوند پته و نه لکيږي .

همدارنګه د حضرت علی رضی الله عنه روايت دی چې چې د بې درکه سړی ښځې لره تر هغې پورې صبر کول پکار دی څو د هغه د مرګ او ژوند پوره حال معلوم شي : فلتصبر حتی يستبين موته او طلاقه . او د حضرت علی رضی الله عنه د قول سره ابن مسعود رضی الله عنه موافق دی .

د احنافو قول د حکمت څخه ډک دی .

مګر د امام شافعي او امام مالک په نزد باندې د بې درکه سړي ښځه يوازې ۴ کاله انتظار کولای .

د دوی دليل دا دی چې د حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت عثمان رضی الله عنه  روايت نقل شوی دی چې د بې درکه سړي ښځه به څلور کاله انتظار کوي او څلور مياشتې او لس ورځې به عدت تيروي د هغه وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي : قالا فی امرأة المفقود تربص اربع سنين و تعتد اربعة اشهر و عشرا (هدايه ج ۲ ص ۶۰۲ ) .

ځنې متخرينو حنفي فقهاؤ د امام مالک په قول فتوی ورکړی ده : و لا يفرق بينه و بينها و لو بعد مضی اربع سنين خلافا لمالک ( درمختار ۴/ ۲۹۵ ) – الحلية الناجزة ص ۵۹ ) .

خلاصه الفتاوي ليکي : قول مالک معمول به فی هذه المسئلة و هو احد قولی الشافعی و لو افتی الحنفی بذالک يجوز فتواه لان عمر رضی الله عنه  قضی هکذا فی الذی استهوية ( حاشيه خلاصة الفتاوي ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email