د سهار د لمانځه وروسته خوب کول څه حکم لري ؟

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی ډالی کوم. خدای (ج) دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د عافیت جامی په تن ولری. غواړم  ، یو څو سوالونه مطرح کړم، هیله ده چی را ځواب یی کړی

۱: د سهار د لمانځه وروسته سمدستی خوب کول څه حکم لری؟

۲: قضایی لمونځ تنها فرض را ګرځول کیږی که دواړه فرض او سنت را ګرځول کیږی؟

مننه –

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سهار د لمانځه څخه وروسته خوب کولو کې د منع شرعي نص وجود نه لري په اصل کې ( مباح ) دی .

لکن د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو رضی الله عنهم عادت مبارک دا وو چې د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې به کښيناستل تلاوت او ذکر به يې کولو .

كما ثبت في ” صحيح مسلم 1/463 رقم 670 ” من حديث سماك بن حرب قال : ( قلت لجابر بن سمرة أكنت تجالس رسول الله صلى الله عليه وسلم ؟ قال : نعم ، كثيراً ، كان لا يقوم من مصلاه الذي يصلي فيه الصبح – أو الغداة – حتى تطلع الشمس ، فإذا طلعت الشمس قام .

همدارنګه د سهار له لمانځه وروسته خوب کول ځنو صحابه کرامو بد ګنلی دی :

لکه : عروة بن الزبير به خپل ځامن د سهار له خوب څخه منعه کول ، علی رضی الله عنه ويلي : د ورځې د شروع خوب په جهل باندې دلالت کوي ، عبدالله بن عمر بن العاص ويلي : خوب دری ډوله دی چې يو له هغه څخه د نقصان خوب دی چې هغه د سهار خوب دی ځکه دغه وخت خلک پخپلو ضرورياتو پسې وتلي وي او دی خوب کوي .

همدارنګه ابن عباس رضی الله عنه به هم خپل اولادونه د دغه وخت د خوب څخه پاڅول او هغوی ته به يې ويل دا د خوب وخت نه دی بلکي د رزق د تقسيم وخت دی .

ابن قيم رحمه الله د سهار د خوب ډير اضرار بيان کړی دی لکه : د زړه ماتوالی ، د بدن سستوالی ، د وخت ضايع کيدل ………. نور

مسلمان د پاره مناسبه دا ده چې دغه وخت تلاوت او ذکر وکړي او بيا پخپلو ضرورياتو پسې ووځي .

د دوهم سوال ځواب : يوازې د فرضو قضايي به ادا کوي همدارنګه د سهار د سنتو او وتر واجبو قضايي به هم ادا کوي ځکه چې په اړه يې ډير تأقيد شوی دی تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email