مسافرانه لمونځ کله ادا کيږي ؟

دآنلاین اسلامی لارښود کارکونکو ته سلامونه او نیکی هیلی او دا چی یو ډیر جالب او په زړه پوری خدمت کوی دهغه اجر دی الله ج څه درته غواړم ستاسی په ویب سایټ کی ما دګلانو اچولو په باره کی یو ممانعت ولیده بیاما له یو ملا څخه پوښتنه وکړه هغه وویل روا دی   مثلا دفراغت په مراسمو کی یاکوم حاجی او یا شهید ته نو که ما هغه حدیث تری ولیکه نوزه به حتما درته ولیژم او بل دا چی زه په یو ولایت کی کار کوم چی هغه سل یا یو سل او لس یا ۱۲۰ کلو متره زموږ داوسیدو له ځایه لری دی او په داسی شکل سره چی زه په هفته کی مثلا  پنځه ورځی مسافر وم او بیا دوه په کور کی وم .
نو ایا کومه مو ده چی داقامت لپاره ټاکل شوی ده هغه ۱۵ ورځی ده خو زه  ۵ یا ۶ یا ۱۰ ورځی تیروم او بیاکورته راځم نو په دی حالت کی زه خپل لمونځ مسافرانه وکړم او که پوره او همدارنګه هغه څوک چی ډیروخت په سفر کی وی یوه ورځ یو ځای بله ورځ بل ځای نو هغه به خپل لمونځ مسافرانه کوی او که څنګه ستاسی دمفصل ځواب په هیله مننه – حامد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د معاصرو علماؤ په اتفاق کله چې د سفر مسافه له 83 کلو متره يا تر هغه زياته وي نو سړی به قصر کوي يعنې مسافرانه لمونځ فرق نه کوي که دا فاصله په څو ساعتونو يا څو دقيقو کې تی کړي .

درالمختار 48 ميله ښودلی چې له 78 کلو متره سره سمون خورې که احتياطاً 78 کلومتره په نظر کې ونيول شي ښه به وي .

همدارنګه که د سفر نيت له نيمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي د قصر لمونځ به ادا کيږي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

همدارنګه د چا چې د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي او د سفر فاصله موجوده وي هغه که هر څومره وخت تيروي د سفر لمونځ به ادا کوي :

«أو ينوي اقامة نصف شهر بموضع صالح لها فيقصر ان نوي الاقامة في اقل منه أي في نصف شهر».

و في الرد:

«(قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود


Print Friendly, PDF & Email