د مړي امانت خښول جايز دي او که نه ؟

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته !

د مړی امانت دفن کولو معیاد یا مدت؟؟ یو څوک ‍پوښتنه لری دی مړی د امانت خښیدو دی میعیاد پر باره که کله یو څوک وغواړی د خپلو اقرباوو مړی امانت دفن کړی نو آیا پر دی امانت دفن کولو کی کوم مدت لازمی دی او یانه که لازمی دی نو تر کومه وخته یو څوک کولی شی چی خپل مړی امانت دفن کړی. په ډیر درنښت

سیف الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي نقلول دوه صورتونه لري د دفن څخه وروسته او د فن څخه مخکې :

اول د دفن څخه وروسته د مړي نقلول :

د دفن څخه وروسته د مړي نقلول جايز نه دي همدارنګه مړی د امانت په شکل خښول په اسلامې شريعت کې هيڅ اصل نه لري ، مګر په هغه صورت کې چې مړي په غصب شوي ځمکه کې دفن وي نو نقل يې جايز دی (و لا يخرج الالحق آدمی کان تکون الارض المضصوبة (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶ – ردالمختار ج ۲ ص ۲۳۸ ) .

الموسوعة الفقهية ليکي :

ذهب الحنفيّة والشّافعيّة والحنابلة إلى أنّه لا يجوز نقل الميّت من مكان إلى آخر بعد الدّفن مطلقاً . وأفتى بعض المتأخّرين من الحنفيّة بجوازه إلاّ أنّ ابن عابدين ردّه فقال نقلاً عن الفتح : اتّفاق مشايخ الحنفيّة في امرأةٍ دفن ابنها  وهي غائبة في غير بلدها فلم تصبر ، وأرادت نقله على أنّه لا يسعها ذلك ، فتجويز بعض المتأخّرين لا يلتفت إليه .  

قالت اللجنة الدائمة في هذا الموضوع :

كانت السنَّة العمليَّة في عهد النَّبي صلى الله عليه وسلم وفي عهد أصحابه أن يُدفن الموتى في مقابر البلد الذي ماتوا فيه ، وأن يُدفن الشهداء حيث ماتوا ، ولم يثبت في حديث ولا أثر صحيح أن أحداً من الصحابة نقل إلى غير مقابر البلد الذي مات فيه أو في ضاحيته أو مكان قريب منه .

 ( د سنتو څخه داسې څرګنديږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې او صحابو په وخت کې به مړي په هغو مقبرو کې خښيدل کوم ځای کې به چې وفات شوی وو ، شهيدان هلته دفن کيدل چيرې به چې شهيدان شوی وو ، په احاديثو او سنتو کې ددې هيڅ ثبوت نشته چې صحابه کرام دي د يوې هديرې څخه بلې هدېرې ته نقل شوی وي ) .

دوهم د دفن څخه مخکې د مړي نقلول :

د دفن څخه مخکې د څه مصلحت په وجه د مړي نقلول د امام ابوحنفيه او امام مالک په نزد جايز دی .

مصلحت دا چې : د سيلاب د وړلو ويره وي ، د خپل اهل سره خښول ، د اهل د پاره د زيارت نږيدېوالی ، د مسلمانانو په قبرستان کي خښول او يايې وصيت کړی وي .

وأمّا قبل دفنه فيرى الحنفيّة وهو رواية عن أحمد أنّه لا بأس بنقله مطلقاً ، وقيل إلى ما دون مدّة السّفر ، وقيّده محمّد بقدر ميلٍ أو ميلين .

وأمّا المالكيّة فيجوز عندهم نقل الميّت قبل الدّفن ( الموسوعة الفقهية )

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email