د ښځو د تعليم په اړه پوښتنه

د اسلامي لارښود محترمو چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !  علم  په  نارینه  او زنانه  باندی  فرض  ده  دا  کم قسم علم  ده دینی  او که ساینسی  لکه په  دی زمانه کی چی جنکی یا زنانه  مکتب ته زی  دا  دی اسلامی سریعت له نگاه سنگه  ده

حيات الله

ډیره شکریه ښاغلی صاحب چی زمونږ پوښتونو ته د قرآن او سنت په رڼا کی ځوابونه ورکوی.الله ج دی نور هم بریالی لره .

زما یو پوښتنه ده هغه دا چی یو قاری صاحب کولی شی چی ځوانانوانجونوته د قرآن پاک تدریس وکړی په کورس کی البته کومه پرده هم نه وی په منځ کی؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د ښځو تعليم

په اسلامې شريعت کې د نارينه او ښځو د پاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی .

اسلام لومړی دين دی چې د ښځو د تعليم آساس او تهداب يې کيښود ، کله چې اسلام مينځ ته راغی په نارينوو کې د ګوتو په شمير تعليم واله کسان موجود وو چې وروسته په اسلام کې تعليم ته ډيره زياته توجه وشوه حتی د احد د بنديانو څخه هم د تعليم حاصلولو کار واخيستل شو ، د اسلام نه مخکې په ښځو کې تعليم بالکل نه وو ، د لومړی ځل لپاره په اسلام کې د ښځو د تعليم تهداب بناء شو او د ښځو تعليم او روزنې ته زياته توجه وشو ، په دور نبوت کې تقريباً د پنځسو ښځو په شا او خوا کې تعليم واله ليکوالې ښځې موجودې وي چې هغوی د دين په نشر کې پوره ونده او برخه اخستې ده ، ددې ښځو له جملې څخه يوه ام مؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها ؤ هغه ته الله تعالی داسې اوچت علم او فهم ورکړی وو چې ډيرو صحابه کرامو د هغه په نظر فتواوې ورکولې .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

وقال النّبيّ صلى الله عليه وسلم : « من كانت له بنت فأدّبها فأحسن أدبها ، وعلّمها فأحسن تعليمها ، وأسبغ  عليها من نعم اللّه الّتي أسبغ عليه كانت له ستراً أو حجاباً من النّار »

چا لره چې يوه لور وي پس هغه ته نيک تربيه او نيک تعليم ورکړي او د الله (جل جلا له ) د ورکړويو نعمتونو څخه هغې ته څه ورکړي ، نو ده لره به مانع او پرده شي له دوزخ څخه .

په اسلامې شريعت کې د ښځې د تعليم د پاره لاندې شرايط ټاکل شوي دي :

غوره دا ده چې ښځو ته ښځينه معلمه په جومات يا کوم کور کې درس ورکړي که ښځينه معلمه نه وي نو د نارينه د پاره د لاندې شرايطو په صورت کې ښځو ته تعليم ورکول جايز دي :

۱- په جومات ، کور يا مدارسو کې د نارينه او ښځو تر مينځ يو ځای درس ويل يا اختلاط حرام دی

امام بخاري رحمه الله د ښځو د تعليم په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا حديث نقل کړی دی: أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه – قالت النساء للنبي صلى الله عليه وسلم : ” غلبنا عليك الرجال ، فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن وأمرهن ” (البخاري )

(ابو سعيد الخدري وايي : ښځو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : سړي ستا سره مصروف دي ( د مونږ د پاره ) باقي وخت نه دی پاتې . مونږ د پاره داسې وخت او موقع وټاکه تر څو ستا په حضور کې حاضرې شو . رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هغوی د پاره يوه ورځ تعين کړه او په هغې (ورځ يې ) هغوی ته وعظ و فرمايلو ).

او فرمايي : إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

“أولا : الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة ، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا ، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء ، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك .

۲- نارينه معلم که ملاصاحب وي ، قاري صاحب وي ، معلم صاحب وي ، په کور کې وي يا جومات کې ښځو ته به د پردې تر شا درس ورکړي .

قوله تعالی : وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (۵۴ احزاب ) .

ژباړه : که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ .

له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575) .

وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .

نو ثابته شوه چې د نامحرمو څخه د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ، د حجاب حکم او د نامحرم حکم عام دی ، په پير ، حضرت ، ملا ، قاري ، معلم پورې اړه نه لري .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

لا حرج في تعليم الرجل المرأة من وراء حجاب في مدارس خاصة بالنساء ، لا اختلاط فيها بين الطلاب والطالبات ، ولا المعلم والمتعلمات .

ځنې نور مصلحتونه هم علماء کرامو ذکر کړی دي لکه :

۳- د امکان په صورت کې به نارينه معلم د لوړ سن لرونکي وي ، واده شوی او تقوا داره سړی به وي .

۴- د درس ورکولو په جريان کې به د ضرورت په اندازه خبرې کوي .

۵- په خبرو کولو کې نرمې نه وي ( خبرې به په مينه ناکه او جذابه لهجه ) نه وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email