د زوجينو تر مينځ استمناء څه حکم لري؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پوښتنه مې دا ده چې زما میړه کله نا کله چې زه د کومې ستونزې له امله مثلا د ناروغۍ له امله د هغه د جنسي اړیکي ټینګولو غوښتنه ونه منم نو هغه په ما خپل ځان سولوي او انزال کوي او یا هم کله نا کله د خوند اخیستو لپاره په ما ځان انزال کوي او کله نا کله زه هم ورته کار کوم نو ایا دا کار هم د استمنا حکم لري او که څنګه او ګناه لري که نه.
په درنښت – ح .م له جلال آباد څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

استمناء : د استمنی له مصدر څخه دی چې په لغت کې د منيو ايستلو ته وايي او په اصطلاح کې بغير د جماع څخه د شهوت د پاره د مني اخراج هغه که د لاس په ذريعه وي يا کومه بله طريقه  .

الاستمناء : مصدر استمنى ، أي طلب خروج المنيّ . واصطلاحاً : إخراج المنيّ بغير جماعٍ ، محرّماً كان ، كإخراجه بيده استدعاءً للشّهوة ، أو غير.. (الموسوعة الفقهية)

استمناء د امت په اتفاق حرامه ده په دليل د لاندې ايت شريف :

والّذين هم لفروجهم حافظون ، إلاّ على أزواجهم أو ما ملكت أيمانهم فإنّهم غير ملومين ، فمن ابتغى وراء ذلك فأولئك هم العادون } . والعادون هم الظّالمون المتجاوزون.

نور تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/304

د زوجينو (ميړه او ښځې ) تر مينځ استمناء د امام ابو حنيفه ، امام شافعي او امام احمد په نزد مکروه تنزيهي (خلاف اولی ) ده .

الاستمتاع بالزّوجة والأمة، وفي قولٍ للحنفيّة ، والشّافعيّة ، والإمام أحمد : أنّه مكروهٌ تنزيهاً .

وقال بكراهته بعض الحنفيّة والشّافعيّة ، نقل صاحب الدّرّ عن الجوهرة : ولو مكّن امرأته من العبث بذكره فأنزل كره ولا شيء عليه ، غير أنّ ابن عابدين حملها على الكراهة التّنزيهيّة . وفي نهاية الزّين : وفي فتاوى القاضي : لو غمرت المرأة ذكر زوجها بيدها كره وإن كان بإذنه إذا أمنى ، لأنّه يشبه العزل ، والعزل مكروهٌ ( هئيت کبار علماء ألاسلام الموسوعة الفقهية ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email