د نارينه د پاره د سرو زرو کارول حرام دي

د اسلامي لارښود ګرانو او قدرمنو همکارانو ته!
اســــلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
هيله ده چي د کامل صحت جامې به مو په تن او روزمره چاري به هم په خير او سلامتيا سره پر مخ رواني وي .
محترماً! زموږ يوه ديني پوښتنه په لاندي ډول ده:
و مسلمان نارينه ته د سروزرو اسعمال د اسلامي او محمدي شريعت له لاري څه ډول دى او دا هم راته وواياست چي که لمونځ ور سره وشي نو کوم تاوان خو به نه لري ،هيله ده چي پورته پوښتنه راته ځواب کړى .الله جل جلاله دي ستاسو عمرونه نور هم د محمدي امت د پوه کولو لپاره اوږد کړي.
په همدې اميد.
علي احمد ارشاد ، کندهار ولايت

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سړو لپاره د سرو زرو استعمال  حرام دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي :

أبي موسى الأشعريِّ:  أنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم قال: (حرَّمَ لباسُ الحريرِ والذَّهبُ على ذُكورِ أمَّتي وأحلَّ لأناثهِم  (ترمذی ) .

د ابی موسی الأشعری نه روايت دی چه رسول الله وفرمائل چه ځما د امت د سړو لپاره د وريښمو جامی او سره زر حرام ګرځولی شوی دي او ښځو د پاره حلال شوی دي. (ترمذی ).

همدارنګه فرمايي : “ما كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يلبس حريراً ولا ذهباً” (رواه الإمام أحمد ورواته ثقات) .

څوک چې پر الله تعالی او ورځ د آخرت ايمان لري هغه د ورېښمو جامې او سره زر نه استعمالوي ( هغه لره نه ښايي چې د وريښم او سره زر استعمال کړي ) .

په دې باره کې سخت وعيد ذکر شوی دی چې که څوک په داسې حال کې مړ شي چې د سرو زرو (ساعت ، ګوته او نور ) استعمالوي الله تعالی په هغه باندې د جنت لباس حرام کړی دی لکه په لاندې حديث شريف کې :
عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “من مات من أمتي وهو يتحلى بالذهب حرم الله عليه لباسه في الجنة”. (رواه الطبراني ورواه الإمام أحمد ورواته ثقات).

د سرو زرو سره لمونځ صحي کيږي او که نه ؟

که څوک په ناخبرۍ سره سر زر استعمال کړي او کله چې ده ته د هغه د حرمت خبر ورسيد فوراً به هغه ترک کوي او توبه به باسي د هغه د تير وخت لمونځونه صحي دي ځکه دا يو مستقله او ځانګړی ګناه ده چې د لمانځه په صحت او بطلان پورې اړه نه لري . (عزيز الفتاوي: ص 315)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email