ګنجينه او ميليونر خپرونې د قمار معامله ده

السلام علیکم
به طلوع تلویزیون کی یوه خبرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی او هر یوه ته یو یو بکس ایشی وی او یو نفر دا  بکسونه خلاصوی به اخر کی چی هر یو پاتی شی نو به هغه کی چی هر سومره بیسی وی دا دهغه نفر کیژی .

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ګنجينه پروګرام او همدارنګه ميليونر د قمار معامله ده ځکه :

هر هغه معامله که په باز‌ۍ لګولو، شرط لګولو يا د بخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وائي .

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ ) .

قمار عظيمه ګناه ده چې په قرآنکريم کې د شيطان عمل ښودل شوی دی او دغه جرم د بت پرستی سره برابر ذکر شوی دی :

قوله تعالی :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).

ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دې  څخه لپاره ددی چه نجات ومومئ.

له بده مرغه کله چې د افغان پر مظلوم ولس د نړيوال کفري حشر لخوا په ډير غرور او تکبر يرغل وشو ، نو اسلام دوښمنو ، فاسيقانو او بې فرهنګه لډغرو په ډير جرأت سره په ټولنه کې د بې دينۍ ، فحشآء او فساد په خورولو لاس پورې کړ ددې جملې يو هم په لسهاوو تلويزيونه او په سلهاؤ راډيوګانې دي چې زهرجنې خپروني يې له هيچا څخه پتې نه دي .

هغوی په ډير جرأت پر ډاکه د بې دينۍ او فساد خورول غواړي او په دې کار باندې افتخار کوي .

ددې شيطاني ورکشاپونو له جملې څخه د طلوع شيطاني ورکشاپ خپله ليکي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون طلوع دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون افغان که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری ی برنامه‌های خود کردند و تلویزیون طلوع نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون طلوع اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین طلوع تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې ، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي : په هغه کې ځنې ديني او مذهبي خپروني هم شته ، د قران قرائت هم شته .

مسلمانانه وروره ! دغه لږ لږ مذهبی خپروني يې ستا د غلولو لپاره ځای پر ځای کړي دي که نه هغه اصلاً ستا د دين او کلتور نړول غواړي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. شهاب الدین تره خیل

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو ما هوډ ګړی چی زه به ستا سو کوم مطلبونه چی خپریږی هغه به خلکوته غږیز جوړم او بیرته تاسوته درلیږم ترڅوتاسویی دخپل سایت له لاری خلکوته خپارکړی البته په غږ کی خو که تاسو راته یوڅومېلبونه غوره کړی دابه ډیرښه وی