د اولاد بندولو د پاره د درملو استعمال څه حکم لري ؟

د اسلامی لارښود ډیرو قدرمنوچلوونکوته! السلام علیکم ورحمة الله لوی رب دی بیخي ډیراجرونه درکړي،موږیوه ډیره پیچلي پوښتنه،د:پیپسي،نیسټلي،کوکاکولا،اونوروتوکودپلورلوپه اړه دراستولی وه،تاسوپه داسی مدلل ډول جواب کړی چی:منکرپرې اعتراض کولای نه شي؛لوی څیښتن جل جلاله مودغه سترخدمت په خپل دربارکی قبول کړه اودآخرت په ورځ موپروردګار،له موږسره فردوس جنت نصیب کړه؛(آمین) موږیوه پوښتنه بله هم لرو،که تاسوپخواجواب کړی وي نوبخښنه غواړو،خوموږداسلامی لارښودپاڼې واړولې ورکی پیدامونکړای شوه،داولاونودبندولومسئله،چی یوه اړخ ته (بأی ذنب قتلت) ویروونکی حکم اوبل اړخ ته داوس وخت دضعیفواوناروغوښځوستونزې دي،نواوس ګولۍ،اونورې دواګانې په پې خروهرځای پیداکیږي،اوډیرې ښځې یئ خوري،خوهغه وروسته بدعواقب هم لري،لکه عصبی تشنج،ضعف رحم،سیلان الرحم،حتی کیدای شی دمسرطنه ځینوډولونودرامینځته کیدولامل شی،لکه مخکی چی موعرض وکړچی خدای مکړه کوم خدایئ مسؤلیت سړی ته راجع نه شی،لکه (بأی ذنب قتلت)ځکه چی جدیدتحقیقات وایئ چی منویه مادې ژوندۍ حجرې دي،خوموږاوتاسی عامه ضعف،اوښځینه ناروغۍ هم په سترګووینو،اوهمدارازداولادونوکمزوری والی،اوبې چتې والی هم پټه خبره نه ده،تاسوټولواړخونوته په کتلوسره موږته داسی لاره راوښیاست چی : نه سیخ سوځلی اونه کباب اوُم پاته؛ دتکلیف درکولوله امله ډیره زیاته بخښنه غواړو،خودعاګاني به زښته زیاتې درته  کوو. حاجی یاسین،احمدیاسین،محمود،حمزه،او،حاجی عبدالباسط له کندهارښارڅخه.

——————————————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اولاد يا حمل د مخنيوي شرعي تحقيق  

د حمل د مخنیوي دوه صورته دي اول صورت يې دا دی چه په کومه طريقه مني رحم ته داخل نه شي دهغه د داخليدومخ ونيول شي ، دوهم صورت دا دی چې د رحم په منځ د نطفې يا حمل له منځه وړل دي .

لومړی صورت :

دا دی چه نفسي خواهش پوره شي خو رحم ته د مني د داخليدو مخ ونيول شي هغه که د کاندم (پوکانه ) يا کومې بلې طريقي سره وي تر څو رحم ته مني داخل نه شي او دحمل مخنيوی وشي .

په عام ډول دې ته عزل ويلای شو دا له پخوا زماني څخه مروج ؤ د نبوت په دورهم ددې مثالونه شته .

عزل کول ځنې علماء جائز بولي او ځنې يې مکروه تحريمي بولي د دواړو قسمو حديثونه شته . لکه حضرت جابر رضی الله عنه روايت کوي :

کنا نعزل علی عهد رسول الله صلی الله عليه وسلم والقران يتنزل (مونږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې عزل کولو او د قرآن نازيليدل جايري وو(بخاري ) .

يو سړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د عزل اجارت وغوښتلو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

اعزل عنها ان شئت فانه سياتی ما قدره لها (مسلم ،ابوداود) ځه عزل کوه دهغې نه پس يې وفرمايل کوم اولاد چې په مقدر کې وي هغه به کيږي .

بل حديث شريف کې راځې اصحابو کرامو د ويځو په باره کې د حضور صلی الله عليه وسلم نه د عزل اجازت وغوښتلو هغه وفرمايل :

نه داسې کول پکار نه دي ځکه چې تاسې د اولاد نه کيدو د پاره داسې کوی او الله چې د کوم شی پيدا کول وغواړي هغه به د ستاسې د کار نه بغير هم پیدا کړي .(مسلم باب نکاح )

مفتي کفايت الله دهلوي رحمه الله په کفايت المفتي کې په دې اړه ليکي :

د پوکاني استعمال د عزل په وجه مکروه دی او د عزل د پاره د ښځې اجازت ضروری دی ځکه په اولاد کې د ښځې هم حق دی (…….،اما الحرة فلا ينبعی ان يعزل عنها الا با اذن (موطا للامام محمد باب لعزل ۱/۲۴۹ ) .

 دوهم صورت

دوهم صورت په رحم کې د حمل له منځه وړل دي په هره طريقه چې وي .

د حمل لرې کول د ژوندي کيدو او د ژوند د آثارو نه پس حرام دی وجه يې دا ده چې هر کله په حمل کې ژوند راغی نو بيا د رحم په پردو کې ژوند او د ځمکې پر مخ ژوند کې کوم فرق نشته .

قوله تعالی : وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم (اسراء 31 )  (د لوږی له ويرې خپل اولاد مه قتلوﺉ مونږ دوی ته هم روزی ورکوو او تاسې ته هم .

فقهاؤ په اتفاق سره داسې صورت حرام بللی دی .

ابن تيميه رحمه الله ليکي : اسقاط حمل حرام با اجماع المسلمين من الواد الذی قال الله تعالی فيه وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ، بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ يعنی حمل لری کول په اجماع د امت سره حرام دی او دا په هغه وژلو کې راځي کوم الله تعالی په اړه فرمايي وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ، بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (فتاوی ابن تيميه ج ۴ ص ۲۱۷ ) .

علامه شامی رحمه الله ليکي : د څلورو مياشتو مخکې د حمل لری کول مکروه تحريمي دی ( درالمختار ج۵ ص ۲۷۹ )

اسلامې فقه مولانا مجيب الله ندوي د شامې رحمه الله د قول له بيان وروسته ليکي :

پخوانيو فقهاوو د خپلو مشاهداتو او تجربو څخه دا ليکلی ؤ چې ددی مودی وروسته ژوندی کيږي چې قتل بلل کيږي .

او د هغه نه مخکې (د څلورو مياشتو ) ژوندی نه وي چې مکروه تحريمي يې بللی دی .

خو اوسنيو تحقيقاتو دا ثابته کړی چې منی کله په رحم کې ځای پر ځای شي له اوله سره د ژوند آثار په کې موجود وي (اسلامې فقه ۸۶۵ ) .

د نوی فقهي مسائلو فتاوی قاضي خان ليکي :

د حمل لری کول د ژوند د آثارو له پيدا کيدو وروسته حرام دی لکن د ژوند د آثارو له پيدا کيدو مخکې هم ناجايز دی ځکه په حمل کې چې تر څو پورې روح نه وي نو هغه د بدن يوه حصه وي څرنګه چې د چا قتل او يا د اندام پريکول حرام دی دا رنګه د خپل جسم څه حصه پريکول هم نا جايز دي .(نقل فې فقه اسلامی ص ۸۶۸ ) .

په دی اړه د مکې مکرمې (البلد الحرام ) د علماء کرامو فتوای :

د اسقاط (د حمل لرې کولو ) حکم :

۱- اصل دا دی چې اسقاط حمل يا د حمل لرې کول په مختلفو مراحلو کې جايز نه دی .

۲- په لومړی مرحله کې يعنی لومړنې څلويښت ورځو کې د حمل لري کول جايز نه دي ،مګر د ضرر د دفع د پاره چې د طب متخصصينو هغه تأييد کړي يا د شرعی مصلحت لپاره چې د شريعت علماء يې تأييد کړي ، مګر د حمل لرې کول په دې وخت کې د اقتصادي مشکلاتو له وجې يا د ژوند د تکليف ، تعليم او تربيه ، يا په موجود اولاد اکتفا له وجې روا نه دی .

3- د حمل لرې کول چې کله په کلکه وينه او يا د غوښې په ټوټه بدل شي جايز نه دی ،مګر په هغه صورت کې چې يوه باوري طبي کميټه یې تأييد کړي چې د حمل موجوديت د مور د ژوند د پاره خطر وي ، په دې صورت کې يې لرې کول جايز دي مګر بايد ټول وسايل او امکانات د هغه خطر د دفع لپاره وکارول شي که يې ځواب ورنه کړ په آخر کې به د اسقاط حمل اقدام کيږي .

۴- اسقاط وروسته له دريمې مرحلې يعنی د څلورو مياشتو له پوره کيدو نه ورسته جايز نه دی مګر په هغه صورت کې چې د باوري او متخصصو ډاکترانو يو ډلې له مشوری او تأييد وروسته دا ثابته شي چې د حمل موجوديت د مور د مرګ سبب ګرځي او د موجوده وسايلو او امکاناتو کارول بې ځوابه شي نو په دې صورت کې بيا جواز لري تر څو د دؤ ضررو څخه لوی ضرر دفع کړ شي .

و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم.

 اللجنة الدائمة للبحوث العلمية و الافتاء من كتاب(الفتاوي المتعلقة بالطب…)ص(280)

تحقيق او ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email