زراعت (کرهنه)

مخکې بيان شول چې د انسانانو د ژوند د ضرورياتو له وسيلو څخه دوې لويي ذريعې تجارت او زراعت دي ، د تجارت ضروري بيان مخکې تير شو ، په دې بحث کې د زراعت مقاصد ، فضيلت او احکام تر څيړنې لاندې نيول کيږي .
څرنګه چې الله (جل جلا له) ټول مخلوق د انسان د ګټې او فائدې د پاره مسخر کړی دی دغه شان يې ځمکه هم د انسان د فائدې د پاره پيدا کړی ده :
قوله سبحانه وتعالی : وَالأَرْضَ وَضَعَهَا لِلأَنَامِ 10 فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الأَكْمَامِ 11 وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ (الرحمن )
ژباړه : او الله ځمکه مخلوق ته و غوړوله ، په هغې کې (بېلابېلې ) مېوې او د کجوري غوټي لرونکي ونې دي ، او زار زار غلی دي چې په هغو کې واښه هم دي او دانې هم دي .
دې ته ورته په قرآنکريم کې بې شماره آيتونو دی چې په هغه کې انسان ته خطاب شوی دی چې ځمکه الله تعالی ستاسو د روزی او معاش ذريعه ګرځولی ده لکه چې فرمايي : هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ (الملک ۱۵ )
ژباړه : (الله) هغه ذات دی چې ځمکه يې تاسې ته (پسته او ) هواره ګرځولې ده نو تاسې يې په اطرافو ګرځئ او د هغه له رزق څخه ( چې پکې ځای پر ځای شوی دی ) وخورئ .
که له يوې خوا يې انسان ته د رزق برابرولو ترغيب ورکړی دی بله خوا يې دا هم په ذهن کې ور کړی ده چې که ظاهراً هغه تاسې د ظاهري اسبابو په وسيله پخپلو لاسونو برابروئ دا ټول د الله (جل جلا له) قدرت دی که له تاسې سره د الله (جل جلا له) پټ او ښکاره مدد نه وي نو تاسې يوه دانه هم نشی زرغونولای .
قوله سبحانه و تعالی : أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ ، أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ (الواقعه ۶۴ ) .
ژباړه : آيا تاسې هغه تخم چې کرئ ليدلی دی ؟ ایا تاسې هغه رزغونه وئ يا مونږ د هغه زرغونوونکي يو .
د زراعت انجنيران او محصلين په دې باندې پوهيږي چې په يوه هکټار ځمکه کې په زرګونو جينجې د بزکر يا دهکان سره د مدد د پاره اخته دي او دغه پټ لشکر (چينجي ) ځمکه نرموي او د ځمکو لاندو طبقو ته نايتروجن ، نور معدني مواد ، هوا او اوبه رسوي.
که دغه پټ لښکر خپل کار پرېږدې نو زمونږ ټوله خارې به عبث وي .
همدارنګه که باران و نه وريږي هر څه به وچ شي ، دا هغه څه دې چې انسان ته ښکاري يا هغه څيړلي دي دا چې د انسان د سترګو پټ به د الله (جل جلا له ) د کامل قدرت په قبضه څه وي هغه به د مخلوق ستر څښتن ته معلوم وي .
که تاسې د الله په قدرت کې په غور فکر او څيړنې وکړئ  نو حيران به شئ او له سترګو به مو اوښکې وبهيږي بيا به د خپل رب (جل جلا له ) په مينه کې ډير وژاړئ .
عرض دا چې هر څه د الله (جل جلا له) په قبضه او قدرت کې دي نو انسان به د خپل رب (جل جلا له ) د حدودو پابندي کوي ځکه چې دا هر څه د امتحان د پاره دي :
قوله سبحانه وتعالی : إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً (سوره الکهف ۷ ) .
ژباړه : څه چې په ځمکه کې دي بې شکه مونږ د هغه لپاره ښايست ګرځولی دی ، څو دوی و ازمايو چې کوم يو د دوی په عمل کې ډير غوره دی .
کوم حدود چې اسلامې شريعت د ځمکې د فائدې اخيستلو په باره کې ټاکلي دي د هغه عملي کول پکار ديلکه : د فصل ټولولو په وخت د کرهنې زکات ورکول او د الله (جل جلا له) د دغه حکم پر ځای کول :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).
ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسې ګټلي ،اوله هغې چه ماتاسې لپاره د ځکمی نه راويستلی دي  .
ظلم غصب نه ځان ساتل ځکه چې غصب داسې ستر ظلم دی چې که په دنيا کې د قانوني ګرفت نه خلاص شي نو په قيامت کې به له سختې سزا سره مخ شي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي :
مَن أَخَذَ شِبراً مِّنَ الارَضِ ظُلماً فَاءِ نَّه يُطَوِّقُه يَومَ القِياَمَةِ مِن سَبِع أَرضِينَ (البخاري والمسلم ) .
څوک چې  يوه لويشت پردی ځمکه په ظلم واخلي د قيامت په ورځ دغه ځمکه تر اومی طبقی پوری د ده تر غاړه راتاو کړ شي .
همدارنګه د ځمکې د حاصيلاتو په حصه کې د نورو د حق له خوړلو څخه ځان ساتل.
د الله تعالی د کوم کوم نعمت نه به څوک انکار وکړي ؟
الله تعالی ځمکه او په هغه کې ټول موجودات د انسان د فائدې د پاره مسخر کړی دي ،او دغه د سترو انعاماتو ډک نظام او هستي يې ټول د هغه په خدمت کې ګرځولي دي ،نتيجه دا چې دا لويه هستي او انعامات د انسان د خدمت د پاره او انسان خپله د يوه لوي هدف د پاره چې د الله تعالی عبادت او فرمانبرداري ده پيدا شوی دی ، که انسان دې موجوده کائناتو ته نظر وکړي ، د هغه په پيدايښ کې غور او فکر وکړي او د الله تعالی په نعمتونو دې اعتراف وکړي .
قوله سبحانه وتعالی : فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ 68 فَبِأَيِّ آلاَء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ  69
ژباړه:په هغه کې هر ډول خوندورې مېوي او کجورې او انار دي ، نو ( ای انسانانو او پیريانو ) د خپل رب کوم ، کوم نعمت درواغ ګڼئ .
قوله سبحانه وتعالی : وَالأَرْضَ وَضَعَهَا لِلأَنَامِ 10 فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الأَكْمَامِ 11 وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ (الرحمن )
ژباړه : او الله ځمکه مخلوق ته و غوړوله ، په هغې کې (بېلابېلې ) مېوې او د کجوري غوټي لرونکي ونې دي ، او زار زار غلی دي چې په هغو کې واښه هم دي او دانې هم دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email