د کور د اصلاح د پاره څلويښت نصيحتونه(۶)

نصيحة ” 8 ” : د کور د اهل تعليم او تربيه

خپل اهل ته د دين ضروري شرعي علم ښودل او هغه ته په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو څخه منعه کول شرعي فريضه بلل کيږي الله جل جلا له  مؤمنانو ته داسې حکم کوي :

{ يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم نارا وقودها الناس والحجارة } سورة التحريم ، الآية :6

ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

الله جل جلا له  په قرآن کې د اسماعيل عليه سلام صفت بيانوي چې :

وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلاَةِ وَالزَّكَاةِ … (55 المریم ).

او هغه خپلي کورنۍ ته په لمانځه او زکات حکم کاوه .

او فرمايي : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (طه 132 )

(او خپله کورنۍ لمانځه ته وبوله . او ته پخپله هم په هغه کې کلک اوسه . مونږ له تا څخه روزي نه غواړو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ځان ساتونکو ته ښه پايله ده) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ واضربوهم ‌عليها لعشر وفرقوا بينهم‌ في‌ المضاجع»  (مسند احمد ) .

(خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه ) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ ).

په قدسي حديث کې راځي : «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

(الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .

همدارنګه په حديث شريف کې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

امام بخاري په خپل صحيح کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا حديث نقل کړی دی : “ثلاثة لهم أجران ..ورجل كانت عنده أمة فأدبها فأحسن تأديبها ، وعلمها فأحسن تعليمها ، ثم أعتقها فتزوجها فله أجران ” (البخاري ) .

(دری کسان د الله جل جلا له  په نزد دوه اجرونه لري . اول : هغه اهل کتاب چې پخپل پيغمبر او محمد صلی الله عليه وسلم ايمان راوړی وي . دوهم : هغه غلام چې  د الله جل جلا له  او خپل بادار دواړو حق ادا کړي . دريم : هغه کس چې ميځه يې په ښه شان تربيه کړي ، هغه ته علم او پوهه ور وښیی او بيا هغه آزاده کړي او له هغه سره نکاح وکړي . هر يو د دوی دوه اجرونه لري ).

ابن حجر رحمه الله د أمة څخه د خپل اهل عيال تربيه قياس کړی ده يعنې چې څوک خپل اهل ته ، خوندو او لوڼو ته شرعي تعليم او شرعي تربيه ورکړي هغې لره به هم دوه اجرونه وي .

او که داسې وي چې د کور سرپرست پخپلو دندو او کارونو کې مشغول وي نو هغه دې د خپل کور د تعليم د پاره يو ورځ و ټاکي او په دې علمي ټولګې کې دې نور خپلوان هم شامل کړي .

امام بخاري رحمه الله د ښځو د تعليم په باره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا حديث نقل کړی دی: أبي سعيد الخدري – رضي الله عنه – قالت النساء للنبي صلى الله عليه وسلم : ” غلبنا عليك الرجال ، فاجعل لنا يوما من نفسك ، فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن وأمرهن ” (البخاري )

(ابو سعيد الخدري وايي : ښځو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : سړي ستا سره مصروف دي ( د مونږ د پاره ) باقي وخت نه دی پاتې . مونږ د پاره داسې وخت او موقع وټاکه تر څو ستا په حضور کې حاضرې شو . رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هغوی د پاره يوه ورځ تعين کړه او په هغې (ورځ يې ) هغوی ته وعظ و فرمايلو ).

ددې حديث شريف څخه د ښځو تعليم په کور کې او همدارنګه د تعليم په موقع کې د ښځو ځانته والی له نارينه څخه څرګنديږي .

د ښځو د پاره چې د کومو شرعي مسائلو زده کړه ضروري ده ” حسن الأسوة بما ثبت عن الله ورسوله في النسوة ” کتاب کې يې ځنې په لاندې ډول ښودلي دي :

د عقدې احکام ، د طهارت احکام ، د حيض او نفاس احکام، د لمانځه احکام ، د زکات احکام ، د روژې احکام د حج احکام کچيرې وس او توان ولري ، د خوړلو ، څښلو احکام ، د لباس او زينت احکام ، فطري سنتو احکام ، ستر او حجاب احکام ، د ژوندانه اسلامې آداب ،د منکراتو پيږندل او داسې نور

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email