د انلاین اســــــــلامی لارښود ټولو کارکونکو او لوستونکو ته د زړه له کومی سلام وایم بعد له سلامه زه یوه پوښتنه لرم که په مهربانی سره ځواب راکړی. که چیری د لمانځه په اول رکعت کی الناس سورت وویل شوی او ورسته رکعت کی لهب سورت وویل شی څه واقع کیګی؟ – روح الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په لمانځه کې قرآنکريم قصداً بې ترتيبه لوستل داسې چې په لومړی رکعت کې د الناس سورت او دوهم کې د لهب سورت ولوستل شي لمونځ مکروه کوي (فاسيږي نه بلکي ثواب يې کميږي ) او که په هيره سره داسې وشي باک نه لري ( فتاوي المحمودي – کفايت المفتي ) .
و في الدر المختار:
«ويُكْرَهُ الفَصْل بسورة قصيرة وأن يَقْرأَ منكوساً …وفي القنية: قَرَأَ في الأولى الكافرون وفي الثانية ألم تر أو تبت ثم ذكر يتم ».
و في الرد:
«قوله: (وأن يقرأ منكوساً) بأن يقرأ في الثانية سورة أعلى مما قرأ في الأولى، لأن ترتيب السُّور في القراءة من واجبات التلاوة قوله:ثم ذكر يتم) أفاد أن التنكيس أو الفصل بالقصيرة إنما يكره إذا كان عن قصد، فلو سهواً فلا »(ردالمحتار:1/404. كذا في الطحطاوي علي مراقي الفلاح:ص374،البحر الرائق:2/94،
همدارنګه که دوهم رکعت له لومړي رکعت څخه اوږد شي مکروه دی .
واطالة الثانية علی الاولی مکره تنزيها (شرح التنوير ج ۱ ص ۵۶۶ ) .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
سلامونه او نیکی هیلی ټولو هغو کسانو ته چی په دی برخه کی کار کوی:پوښتنه : څوک چي په یو ځاي کي کار کوي او ده خوګ په غوښه یی لاس لګيګي ایا دا حرام ده که نه
اسلام عليکم
مسلمان ته جايزه نه ده چې د خوګ د غوښو برابرولو ، توليد او پخولو په ځای او اداره کې کار وکړي
تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4410
که د بې فکرۍ او نا خبرۍ په صورت کې د مسلمان لاس د خوګ په غوښه و لګيږي په مينځلو پاکيږي .
dawat610