په دار الکفر کې د مسلمان د پاره د سود خوړل جاېز دي ؟


محترمو وروڼو! اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
زما پوښتنه د په کفری ملکونو یا غیر اسلامی ملکونو کی مسلمانانو ته د سود د جواز یا نه جواز په هکله ده.
تاسی ته به ښه معلومه وی چه ډیری افغانان په هندوستان کی سود خوری او پیسی یی بیرته افغانستان ته راوړی او دا خلک د سودخورو په نوم شهرت هم لری. چه زه یی د منطقی د مشخص کولو څخه ډډه کوم.
زما سوال د ددوی په اړه دادی چه دوی دا بهانه جوړوی چه په کفری ملک کی خو د سود خوړل رواه دی نو څکه دوی هند ته څی او هلته سودی معاملات سرته رسوی.
دوهمه پوښتنه می داده چه آیا زه کولای شم په یوه خارجی یا امریکایی بانک کی پیسی په سود ورکړم که هغه بانک په افغانستان کی وی که په امریکا کی خو د امریکایانو غیرمسلمانانو خاص ملکیت وی او د مسلمان ملت ګټه پکی نه وی مربوطه.
آیا ددی کار اجازه زمونږ په دین کی شته که نه؟
ډیره مننه – عبدالحبيب الفت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

سود اخيستل او ورکول لويه ګناه ده چې په اړه سخت وعيدونه ذکر شوی دي ، الله جل جلا له  د سودخورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

وقوله : (يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللَّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنْتُمْ مُّؤْمِنِينَ (البقره ۲۷۸ )

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله څخه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هفه پرېږدئ .

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ (البقرة ۲۷۸ ) .

نو که ( دا کار ) مو ونه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله او د هغه د رسول له خوا جګړې ته چمتو شئ او که تو به مو وکړه نو پانګه اخيستلای شئ ، نه به زور تياتی کوئ او نه به پر تاسې زور زياتی وشي .

 (لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَقَالَ هُمْ سَوَاءٌ) رواه مسلم (1598) .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدانوته لعنت واستاوه ،اويې فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کې سره برابر دي .

د امت د جمهورو فقهاؤ په نزد د سود اخيستل او ورکولو کې مسلمان ، غير مسلمان ، اسلامې هيواد او کفري هيواد ، بالغ او نا بالغ ، ښځه يا نارينه هيڅ فرق نه کوي د سود معامله په هر حال حرامه ده ځکه چې د قرآن او سنتو نصوص عام دي .

لا فرق في تحريم الربا والتعامل به بين بلاد المسلمين وبين بلاد الكفار ، ولا بين مسلم وكافر ولا بين ذكر وأنثى ولا بين صغير وكبير ؛ لأن النصوص عامة ، ولم يأت ما يخصص هذا العموم. 

قال النووي رحمه الله : ” يستوي في تحريم الربا الرجل والمرأة , والعبد والمكاتب بالإجماع , ولا فرق في تحريمه بين دار الإسلام ودار الحرب , فما كان حراماً في دار الإسلام كان حراماً في دار الحرب , سواء جرى بين مسلمين , أو مسلم وحربي , سواء دخلها بأمان أم بغيره هذا مذهبنا , وبه قال مالك وأحمد وأبو يوسف والجمهور..” انتهى من “المجموع” (4/489) .

د جمهورو فقهاؤ امام شافعي ، امام مالک ، امام احمد او امام ابويوسف حنفي په نزد د غير مسلم څخه د سود اخيستل او ورکول هغه که حربي يا غير حربي وي حرام دی مګر د امام ابوحنيفه په نزد د حربي کافر څخه د سود اخيستل باک نه لري ځکه کوم کافر چې حربي وي د هغه وينه او مال مباح دي مګر هغه ته د سود ورکول جايز نه دي .

اکثرو حنفي متأخرينو فقهاؤ د امام ابوسف په قول فتوای ورکړی ده ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۸۸۷ ، کفايت المفتي ج ۸ ص ، جديد فقهي مسائل ص ۲۸۶ ) .

همدارنګه د مذاهبو جمهورو معاصرو فقهاؤ د جمهورو فقهاؤ قول راجح بللی ده ځکه په قرآن او سنتو کې چې د سود حرمت بيان شوی دی عام دی (مسلمان او کافر ) دواړه پکې شامل دي ، يعنې د کافر څخه د سود اخيستل او ورکول حرام دي .

و الله تعالی اعلم .

د دوهم سوال ځواب :

په امريکايي بانک کې د پيسو ايښودل سودي معامله ده او د سود د ګناه سربيره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کافر تقويه کول دي :

د احنافو ستر مفتي کفايت الله دهلوي رحمه الله په اړه ليکي : په دې کې د فريق محارب امداد کيږي او محاربينو ته تقويت حاصليږي . جمع شوی روپۍ بيرته اخيستل پکار دي ځکه چې د سود پريښودو سره اسلام ته نقصان رسيږي چې سودي روپۍ د مسيحي تبليغ او د اسلام خلاف نورو چارو کې لګول کيږي . (کفايت المفتي ج ۸ ص ۳۹ ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email