د نورو باطلو اديانو اهانت او سپکاوی جايز دی ؟

دیره مننه ستاسو نه چه زما پوښتنې ته ځواب راکه : یوه پوښتنه دا ده چه سپکاوی دی نورو مزاهبو  یا د هغوی مجازی خدایانو ته څه حکم لری .  حیات الله – انګلستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول د نورو اديانو اهانت او سپکاوی :

د نورو باطلو اديانو اهانت او د هغوی د باطلو خدايانو اهانت سپکاوی او هغه ته بد رد ويل جايز نه دي ځکه د هغوی د خدايانو سپکاوي او اهانت د دين د مقدساتو د سپکاوي سبب ګرځي .‍‍‍‍‍‍‍‍

الله جل جلا له  مسلمانانو ته حکم کوي :

وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (108)

(او هغو (معبودانو) ته چې مشرکان يې پرته له الله څخه عبادت کوي ښکنځل مه کوئ ، نه چئ دوی په نا حقه سره بې له پوهې الله ته ښکنځل وکړي . په همدغه توګه مونږ هر امت ته د دوی عمل ښايسته کړی دی او د کار په پای کې د دوی ټولو بيا ورتګ الله ته دی او (الله به ) دوی د دوی د کارونو په حقيقت خبر کړي ).

يعنې : د مشرکانو باطلو خدايانو ته ښکنځل او بد مه وايئ ځکه په دې صورت کې هغوی د ظلم او نا پوهۍ له وجې ستاسو د پروردګار په حق کې چې تعظيم او تقديس يې واجب دی بد وايي .

تفسير انوار القرآن ددې مطلب په آخر کې لاندې حديث شريف نقل کړی دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو وفرمايل : څوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځل کوي معلون دی .

صحابه کرامو وويل : يا رسول الله څنګه به څوک خپل مور او پلار ته کنځل کوي .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :هغه د بل پلار ته يا د بل چا مور ته ښکنځل کوي او هغه مقابلتاً د ده پلار يا مور ته ښکنځل کوي .

نو چې د بل مور او پلار ته ښکنځل اهانت دومره بد دی نو خپل پروردګار جل جلا له او پيغمبر او د دين د نورو مقدساتو سپکاوي ته زمينه برابرول به چومره بد وي .

همدارنګه مسلمان ته جايز نه ده چې د تورات يا انجيل سپکاوی وکړي ځکه که څه هم چې دا آسماني کتابونه منسوخ او تحريف شوي دي خو بيا هم په هغه کې د الله نمونه وي او همدارنګه د الله جل جلا له  د کلام ځنې برخې پکې موجودې وي چې په دې بنا د هغه اهانت جايز نه دي

ابن کثير رحمه الله ليکي :

وقد أخبرنا الله عز وجل أن أهل الكتاب حرفوا التوراة والإنجيل ، وبدلوا كلام الله ، غير أن هذا التحريف ليس شاملاً لكل كتابهم ، ولا تزال كتبهم فيها أشياء من الحق ، ولهذا ، لا يجوز إهانتها لأنها لا تزال تشتمل على شيء من كلام الله ، ولأنها مشتملة على بعض أسماء الله تعالى وصفاته. “تفسير ابن كثير” (1 / 736).

دوهم په مفتوحه ساحو کې د بوتان له مينځه وړل :

مسلمانانو ته د اسلامې شريعت حکم دی چې کومې ساحي د کفر او شرک څخه پاک شي هلته بايد د شرک د ټغر پاتې شوني له مينځه يوړل شي بتان ، مجسمې او تصويرونه به لري کيږي ، په دليل د لاندې حديث شريف :

 وما رواه مسلم (832) عن عمرو بن عبسة أنه قال للنبي صلى الله عليه وسلم : وبأي شيء ‏أرسلك ؟ قال : ” أرسلني بصلة الأرحام ، وكسر الأوثان ، وأن يوحد الله لا يشرك ‏به شيء “.‏ ( عمر بن عبسه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل : ته د څه د پاره را ليږل شوی يې ؟ ويې ويل : زه د خپلوي پاللو ، بتانو ماتولو او د يو الله عبادت ته چې هيڅ شريک نه لري ليږل شوی يم .

کله چې مکه فتحه شوه او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  په مشري اسلامې لښکر مکې ته داخل شو په بيت الله شريف کې ۳۶۰ بتان وو هغه يې ټول مات کړل او همدارنګه په ځنو ځايونو او کورونو کې د ابراهيم او اسماعيل عليه سلام تصويرونه وو هغه لرې کړل .

د مکې د فتحې ورسته صحابه کرامو ډيرو مفتوحه ځايونو کې هم داسې وکړل .

همدارنګه د سطان محمود غزنوي په مشري اسلامې لښکر چې کله په ۳۹۲ هجري کې د هند لويه وچه فتحه کړه او هلته يې د لومړې ځل د پاره اسلامې نظام جوړ کړ د هغه وخت د علماء کرامو په فتوای يې په هند کې د کفر او شرک ټول بتان مات کړل .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email