(۳) د کور د اصلاح د پاره څلويښت نصيحتونه

څلورم نصيحت : و ګرځوئ خپل کور قبله ( د عبادت ځای )

قال الله عز وجل : { وأوحينا إلى موسى وأخيه أن تبوءا لقومكما بمصر بيوتا واجعلوا بيوتكم قبلة وأقيموا الصلاة وبشر المؤمنين } سورة يونس الآية 87

ژباړه : او مونږ موسی او د هغه ورور ته وحی وکړه چې د خپل قوم لپاره په ښار کې کورونه جوړ کړئ او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ وکړئ او مؤمنانو ته زېری ورکړئ .

ابن عباس رضی الله عنه  وايي : بيوتکم قبله نه مراد مساجد دي

او ابن کثير وايي : د بلاء د خلاصون او نجات د پاره دوی ته پخپلو کورونو د زيات لمونځ کولو امر شوی وو لکه چې الله جل جلا له  فرمايي :{ يا أيها الذين آمنوا استعينوا بالصبر والصلاة } سورة البقرة الآية 153 . و الله اعلم

د محمدي صلی الله عليه وسلم د امت په نارينوو باندې فرض لمونځ په جماعت سره واجب دی ، سنت او نفل لمونځونه په کور کې ادا کول غوره او افضل دي لکه چې امام بخاري رحمه الله دا روايت نقل کړی دی :

أفضل الصلاة صلاة المرء في بيته إلا المكتوبة ” (رواه البخاري ) د سړي د پاره بغير له فرضو څخه په کور کې لمونځ کول غوره او افضل دي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النّبِيّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: “اجْعَلُوا مِنْ صَلاَتِكُمْ فِي بُيُوتِكُمْ. وَلاَ تَتّخِذُوهَا قُبُوراً”. (متفق عليه )

ابن عمر رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تاسې خپل لمونځونه (سنت او نفل ) په کورونو کې کوئ او خپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  صحابه کرامو رضی الله عنهم به بغير له فرض لمانځه څخه نور لمونځونه په خپل کور کې ادا کول

د ښځو د پاره تر مسجد په کور کې لمونځ کول غوره دي په حديث شريف کې دي … وبيوتهن خير لهن (ابوداؤد،ابن خزيمه ) . يعنې : د دوی کورونه (د لمانځه د ادا کولو د پاره ) غوره دي (زيات ثواب لري نسبت جومات ته ) .

همدارنګه په ځنې وختونو کې په کور کې عبادت کول زيات اهميت لري مثلاً د ضعف او نا توانۍ پر مهال د کافر امام پر وړاندې د لمانځه د ښکاره کولو د خطرې د وېرې نه او داسې نورو حالاتو کې او د ښځې د پاره په هر حال کې په کور کې لمونځ کول حتی تر جومات هم غوره دي .

بخاري شريف د عتبان بن مالک قصه داسې نقلوي :

 عَنْ مَحْمُودِ بْنِ الرَّبِيعِ الأنْصَارِيِّ رضی الله عنه : أَنَّ عِتْبَانَ بْنَ مَالِكٍ وَهُوَ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم  مِمَّنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ الأنْصَارِ: أَتَى رَسُولَ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ الله، قَدْ أَنْكَرْتُ بَصَرِي، وَأَنَا أُصَلِّي لِقَوْمِي، فَإِذَا كَانَتِ الأمْطَارُ، سَالَ الْوَادِي الَّذِي بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ، لَمْ أَسْتَطِعْ أَنْ آتِيَ مَسْجِدَهُمْ فَأُصَلِّيَ بِهِمْ، وَوَدِدْتُ يَا رَسُولَ الله أَنَّكَ تَأْتِينِي فَتُصَلِّيَ فِي بَيْتِي، فَأَتَّخِذَهُ مُصَلًّى، قَالَ: فَقَالَ لَهُ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم : «سَأَفْعَلُ إِنْ شَاءَ الله». قَالَ عِتْبَانُ: فَغَدَا رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم وَأَبُو بَكْرٍ حِينَ ارْتَفَعَ النَّهَارُ، فَاسْتَأْذَنَ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم ،فَأَذِنْتُ لَهُ، فَلَمْ يَجْلِسْ حَتَّى دَخَلَ الْبَيْتَ، ثُمَّ قَالَ: «أَيْنَ تُحِبُّ أَنْ أُصَلِّيَ مِنْ بَيْتِكَ»؟ قَالَ: فَأَشَرْتُ لَهُ إِلَى نَاحِيَةٍ مِنَ الْبَيْتِ، فَقَامَ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم فَكَبَّرَ، فَقُمْنَا فَصَفَّفْنَا، فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ سَلَّمَ… ». (بخارى:425)

محمود بن ربيع انصاري وايي : جليل القدر صحابي عتبان بن مالک انصاري رضی الله عنه  چې د بدر په جنګ کې يي هم شرکت کړی وو د رسول الله صلی الله عليه وسلم  حضور ته راغی او عرض يي وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! زما د سترګو ديد کم شوی دی او زه له خپلې قبلې سره لمونځ ادا کول او د باران په وخت کې په سيند کې سيلاب راځي کوم چې زما او جومات تر مينځ واقع دی زما د تللو مانع ګرځي نو ددې سببه زه دا خوښوم چې ته زما کور ته تشريف راوړې او د کور په يوه ځای کې لمونځ ادا کړې تر څو زه هغه ځای د لمانځه د ادا کولو د پاره اتنخاب کړم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :« ژر به دا کار وکړم » عتبان وايي : سبا چې لمر څه پورته شوی وو رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ابوکر رضی الله عنه  زمونږ کور ته راغلل او د ننوتلو اجازه يي وغوښتله و مي ويل : وفرمايئ . کله چې کور ته ننوتل ، مخکې د کيناستلو يي وفرمايل : په کوم ځای کې ستا خوښه ده چې هلته لمونځ وکړو ؟ عتبان وايي : د کور يوې څنډې ته مې اشاره وکړه . رسول الله صلی الله عليه وسلم  هلته لاړ تکبير يې وويلو . مونږ هم په هغه پسې اقتدا وکړه ، صف مو جوړ کړ . رسول الله صلی الله عليه وسلم  دوه رکعته لمونځ وکړ او سلام يي وګرځولو .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email