د جماع يا کورواله شرعي آداب څه دي ؟

گرانو د دعوت پانې چلوونکو اسلام علیکم ورحمت اللہ وبراکاتہ! زما سرہ دا پوشتنہ پیدا شوی دی چی خپلی میرمنی سرہ کوم قسم مقاربت کول جايز دی اوکوم عمل پہ مقاربت کې نہ دی رواہ  (د میرمنی سرہ جماع کول پہ کومو نقاتوکی نہ راوہ دی او د دواڑولاری عمل جائزدی اوکنہ اوگنہ یي چومرہ دی ایا د سینو رودل ،خولہ پہ کی ورکول حرام دی کہ نہ ، لنڈہ داچی کوم قسم عمل جایئزدی اوکوم عمل نہ جایئزدی پہ پورہ ڈول تفصیل دجان اونورو لپارہ درنہ عوڑم جکہ چی پہ حپل پاک نکاح سرہ دگناہ اوعذب مرتکب نہ شو۔ وسلام دپورہ تفصیل جواب پہ ھیلہ .

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جماع يا کورواله شرعي آداب څه دي ؟

۱- د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي :

 « نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .

(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .

يعنې د ښځې سره د شهوت پوره کولو ځای د نسل ځای دی د شا په طرف (دبر) کې جماع کول حرام عظيمه ګناه ده او په داسې کسانو رسول الله صلی الله عليه وسلم  لعنت استولی دی : « مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1] 

« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی » يعنې د خدای د رحمت نه رټل شوی دی

نور تفصيل دلته وګورئ  https://dawat610.com/archives/3114

۲- د حيض (مياشتنی عادت ) او نفاس (ولادت ) په وخت کې له ښځې سره جماع کول حرام دي تفصيل په آدابو کې وګورئ .

۳- د ښځې يا نر د شرمګا سره د خولې تماس د هغه څټل او لمس چې د اوسني لپړې کفري ديموکراسۍ تقليد بلل کيږي حرام د کافرانو او حيواناتو کار دی تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/3704  او دلته https://dawat610.com/archives/2238  وګورئ .

۴- که سړی د خپلې ښځې سينه د شهوت په وخت کې په خوله کې ونيسي کله چې په سينه کې پۍ نه وي نو مباح دی پدې کې هيڅ ګناه نشته (کفايت المفتي ۵/۳۳۷ ) .

مګر د ښځې د پیو څښل حرام دي لکن نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ۱۷۹/۵ ) .

ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).

اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية ).

۵- د جماع يا کورواله شرعي آداب دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/3390

https://dawat610.com/archives/50

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

[1]  احمد(2/479،444)، ابوداود (2162) او نسائی په “الکبری”

Print Friendly, PDF & Email