د والدينو او وروڼو نه جلا اوسیدل څه حکم لري ؟

محترمه وروره، مننه د تاسو د ځواب نه، مګر زما سوال لا تر اوسه نه دی ځواب شوی،  زما اصلی هدف دادی چی اوس خو مونژ په دی پوه یو چی لیور نا محرم دی خو مور او پلار مونژ نه پریژدی چی جلا شو، ایا اوس زه کولای شم بدون د مور او پلار له خوښی څخه  د ورونو څخه جلا ژوند وکرم ما ستاسو تول ویب سایت کتلی لطفا ځواب په مفصله تو که راکرئ

محمد منير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو او د هغوی د اطاعت کولو ډير ټينګار کړی دی ،د والدينو سره ښه سلوک کول د دين له امورو څخه يو اهم امر بلل کيږي ، الله جل جلا له  د خپل عبادت کولو د حکم وروسته د خپلو والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

نو د اولاد د پاره په کار ده چې تر خپله وسه د مور او پلار سره ښه سلوک وکړي ، د هغوی اطاعت وکړي او هغوی و نه ګړوي ځکه د مور او پلار کړول عظيمه ګناه ده .

که په ګڼ کور کې سخت اختلافات ، بې حجابي او اختلاط او د سختو فتنو ويره وي نو بيا يو ځای اوسيدل نه دي پکار ځکه د خالق په نا فرمانئ کې د مخلوق اطاعت نشته

همدارنګه که ښځه د ظالمانه چلن ، بې عدالتی او يا بل څه وجه د خاوند د والدينو او خپلوانو سره په يوه کور کې ژوند تيرول نه غواړي نو ښځه شرعاً په يو ځای ژوند تيرولو نه شي مجبورولای .

بلکه د نامحرمو څخه جلا مسکن د ښځې حق دی

قوله تعالی : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.

يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام شافعې رحمه الله امام احمد د جمهورو فقهاوو رايه دا ده چې که ښځه د خاوند له والدينو او خپلوانو سره ژوند تيرول نه غواړي خاوند به هغې ځانته مسکن برابروي او پر خاوند باندې د مسکن برابرول د ښځې حق دی .

وقد ذهب جمهور الفقهاء من الحنفية والشافعية والحنابلة إلى أن للزوجة الحق في سكن مستقل عن أقارب الزوج ، وأن لها الامتناع من السكن مع أبيه وأمه أو أحدهما .
وذهب المالكية إلى التفريق بين الزوجة الشريفة والوضيعة , وقالوا بعدم جواز الجمع بين الزوجة الشريفة والوالدين , وبجواز ذلك مع الزوجة الوضيعة , إلا إذا كان في الجمع بين الوضيعة والوالدين ضرر عليها . ينظر : الموسوعة الفقهية (25/109) ، الشرح الصغير على مختصر خليل (2/737)

د مسکن څخه عبارت مستقل ځای دی چې د ميړه اقارب په هغه کې څه شرکت ونه لري او يوازې ښځې ته خاص وي حد اقل يو اطاق چې ور او قفل ولري ، بيت الخلاء او د پخولو ځای يا آشپزخانه ، که اقتصادي مشکل وي د شريک بيت الخلاء او آشپزخانې څخه هم کار اخيستی شي ، مګر اتاق به بالکل مستقل وي .

لكن المقصود بالسكن عند الفقهاء ، يتحقق بغرفة لها باب وقفل ، مع كنيف (بيت الخلاء) ومطبخ ، إلا أن يكونوا من الفقراء الذي يرضون بالاشتراك في المطبخ وبيت الخلاء .
قال ابن عابدين في حاشيته (3/600) : (( قوله وبيت منفرد ) أي ما يبات فيه ; وهو محل منفرد معين … والظاهر أن المراد بالمنفرد ما كان مختصا بها ليس فيه ما يشاركها به أحد من أهل الدار ( قوله له غَلَق ) بالتحريك : ما يغلق ويفتح بالمفتاح … ( قوله ومفاده لزوم كنيف ومطبخ ) أي بيت الخلاء وموضع الطبخ بأن يكونا داخل البيت أو في الدار ، لا يشاركها فيهما أحد من أهل الدار . قلت : وينبغي أن يكون هذا في غير الفقراء الذين يسكنون في الربوع والأحواش ؛ بحيث يكون لكل واحد بيت يخصه وبعض المرافق مشتركة كالخلاء والتنور وبئر الماء).
نسأل الله أن يوفقك لما فيه الخير والصلاح ، وأن يصلحك ويصلح لك أهلك .
والله أعلم .

آن لاين اسلامې لرښود

 

Print Friendly, PDF & Email