د دعوت ویب پاڼې درنو کارکوونکو
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
غواړم د یوې مهمې مسلې په اړوند و پوښتم او هغه هم د لمانځه لپاره د سترې مسله ده. د لمونځ کوونکي په مخه کې تیریدل ګناه ده خو که دا راته واضحه کړۍ چې د سترې د نه موجودیت په صورت کې د لمونځ کوونکي دلمانځه ساحه د هغه د سجدې له ځایه څومره نوره فاصله لري، یانې څومره وړاندی یو څوک دهغه په مخه کې تیریدای شي؟
مننه
داکتر یمین
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :
عن أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ، لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)
ترجمه: ابوجهيم رضی الله عنه روايت کوي چه رسول اكرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له مخې تيريږي ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکي له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد مې نه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .
که د لمونځ کونکی مخې ته کوم شی موجود نه وي بايد د سُتری مخې ته لمونځ وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .
يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .
ستره هغه شی ته وايي چه لمونځ کونکی هغه خپلې مخې ته ږدي که هغه لرګی وي که بل شی تر څو د لمونځ کونکي له مخې تيريدونکي لمونځ اخلال نه کړي .
د سترې احکام :
۱- د ستره لوړوالی يو ګز يا تر هغه زيات وي .
۲- که امام خپلې مخې ته ستره ودروي نو مقتديانو ته ضرور نه ده .
۳- مستحب ده چې لمونځ کونکی ستره لږ څه ښی يا چپ طرف ته ودروي او مخامخ نه وي .
۴- که لوی جومات يا آزاده فضا وي د لمونځ کونکی د پښو نه تر سجدې ځای پورې تيريدل جواز نه لري (فقه مُيسر )، فتاوي المحمودي ليکي د سجدې له ځای نه تقريباً يو متر مخکی مسافې نه تېردلای نه شي . (فتاوي المحمودي ، رد المحتار: 2/398)
۵- که کوچنی جومات يا کور وي د لمونځ کونکی له پښو نه د قبلې تر ديوال تيريدل جواز نه لري .
۶- لمونځ بايد بې له ستره داسې ځای ونه شي چې هلته د خلکو تګ راتګ وي .
۷- که د لمونځ کونکی له مخې نه څوک تيريږی بايد د تسبيح په اشاره يا د قرائت د صوت د لوړوالی په واسطه یې منع کړي ، خو دا جايزه نه ده چې په لاس يا خبره یې منع کړي .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود