(۲) د ښځې ځانګړي احکام

په اسلام کې د ښځې مقام

کله چې د اسلام مقدس دين راغئ ، د جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول ، د انسانانو په منځ کې چې کوم ارزښت او اعتبار فطرتاً ورکړ شوی وو هغه بيرته ورته ورکړل شو او هغه د انسانيت په شروع کې د نارينه شريکه ده لکه چې الله جل جلا له فرمايلي دي : ( يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى ). الحجرات /۱۳.

    ژباړه : ای خلکو ! تاسې ټول مې له نر او ښځې نه پيدا کړي ياست.

ښځه په اسلام کې مور ده بی بی ده اسلام د ښځو سره د ښه سلوک کولو ډير زيات ټينګار کړی دی :

    همدارنګه ښځه او نارينه د اعمالو په ثواب او عذاب کې شريک دي . لکه څرنګه چې الله جل جلا له   فرمايلي دي :

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ  )) النحل /۹۷.

   ژباړه : هر چا چې ښه کار وکړ نر وي که ښځه ،( خو چې ) مسلمان وي ، يقيناً هغه ته به پاک ژوند ورکړو او دوی ته به د دوی د ډيرو ښو اعمالو بدله ورکوو.

قوله تعالی : وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا (التوبه ۷۲)

له دغو مؤمنانو نارينه او مؤمنانو ښځو سره د الله وعده ده چې دوی  ته به داسې جنتونه ورکړي چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي او دوی به پکې تل اوسيږی .

انَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35 الاحزاب ) .

يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت ) .

لکه په دنيا کې چې نر او ښځه جوړې جوړې دي (نکاح) تر سره کوي همداسې په جنت کې هم جوړې جوړې وي :

قوله تعالی : : وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (۲۵  البقره)

    همدارنګه الله جل جلا له ښځه وروسته د خاوند د مرګ نه د ميراث د مال په شان ګڼل حرام ګرځولي او داسې يي فرمايلي :

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا ( النساء /۱۹).

   ژباړه : ای مؤمنانو ! ستاسې لپاره رواه نه ده چې د زور له لارې ځان د ښځو وارثان کړئ او دا هم رواه نه ده چې هغوی وربړوئ.

     د اسلام مقدس دين د ښځې د استقلال متضمن وګرځېد او نه دا چې هغه د ميراث په ډول نورو ته پاتې شي بلکې د اصلي وارث حيثيت يي ورکړ ؛ د نږدې خپلوانو د ميراث په مال کې يې ورته خپل حق مقرر کړ .

الله جل جلا له فرمايي : لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا (النساء /۷).

     ژباړه :د نارينه وو په هغه مال کې برخه ده چې مور ، پلار او خپلوانو يي پريښې دي او د ښځو هم په همغه مال کې چې مور ، پلار او خپلوانو پريښې دي برخه ده لږ پاتې وي که ډير پکې ټاکلي شوي دي .

   همدارنګه الله جل جلا له فرمايلي دي : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (النساء /۱۱ ).

   ژباړه : د اولادونو دميراث په هکله الله پاک تاسې ته ښوونه کوي چې د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده .( دا ځکه چې ښځې د نر په نسبت مالي مسئوليته نه لري نو ځکه يې د ميراث برخه نظر نارينه ته کمه ده)

  همدا شان د آيت تر آخره د ښځو د ميراث په اړه راغلی دی ؛ که هغه مور ، لور ، خور او يا ميرمن ده .

همدارنګه مهر يې د ښځو حق ګڼلی خاوندانو ته يي لارښوونه کړې ده چې مهر بايد خپلو ښځو ته ورکړي او هغه چې ښځې يې په خپله خوښه او رضايت سره ور بښي باک نه لري،په دې اړه الله جل جلا له  فرمايلي دي :وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا ( النساء /۴ ).

ژباړه : ښځي ته خپل مهرونه په خوښی سره ورکړي که ښځې په خپله خوښه د خپل مهر څه برخه تاسې ته بښي نو خورا په خوند او بې له تاوانه يي وخوری .

همدارنګه الله جل جلا له ښځه ته په مرتبه د خاوند د امير حيثيت ورکړی دی؛داولادونو سرپرستي او آمريت ور په غاړه شوي دی ،لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي :  المرآة راعية في بيت زوجها ، و مسؤلة عن رعيتها  .

 (ښځه د خاوند په کور کې حاکمه او مسئوله ده ،او د لاس لاندې کسانو پر وړاندې مسئوليت لري).

الله جل جلا له د ښځې د ژوندانه ضروريات لکه لباس ، نفقه ،استوګنځی او نور په نارينه باندي واجب ګرځولي تر څو په ښه ډول هغه ورته تيار کړي .

په اسلام کې په ميړه باندې د ښځې حقوق دلته وګورئ

پرلپسې مهمه لړۍ ده ………..

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email