(۸) زينت او سينګار ( د نکريزو او زېوراتو استعمال )

د ويښتانو ، لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو :

امام نووي په خپل کتاب ( المجموع ۳۲۴/۱) کې ويلي دي : د لاسونو او پښو رنګول په نېکريزو باندي د مشهورو احاديثو په دليل سره مستحب دي .کوم چې امام ابو داؤد روايت کړي دي هغه دې موضوع ته اشاره کوي : هغه ښځه چې د حضرت عايشي رضی الله عنها نه يي د نېکريزو د رنګ کولو په اړ وپوښتل هغې وويل : پروا نلري ، مګر زه دغه کار نه خوښوم ځکه زما د دوست او محبوب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې بوي نه خوښيږي . همدارنګه له عائشه رضي الله عنهما روايت دی چه: «أومت امرأة من وراء ستر بيدها كتاب إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقبض النبي -صلى الله عليه وسلم- يده، فقال: ما أدري أيد رجل أم يد امرأة قالت: بل امرأة، قال: لو كنت امرأة لغيّرت أظفارها، بالحناء»  (أبوداود والنسائي).

يعنې : يوې ښځې د پردې له شانه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته لاس ور اوږد کړ او په لاس کې يي د رسول الله صلي الله عليه وسلم لپاره ليک راوړي وو،آنحضرت صلی الله عليه وسلم خپل لاس مبارک بيرته کړ او ويې فرمايل : زه نه پوهيږم چه آيا دغه لاس د نر دی او که د ښځې ،ښځې وويل : د ښځې لاس دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وفرمايل : که چېرې د ښځې لاس وي نو خپل نوکان به يې په حنا (نکريزو) رنګ کړی وای .

تشريح : ددې مبارت ارشاد څخه يو دا مطلب روښانه شو چه د ښځې د پاره د نکريزو استعمال جايز دی .

او بل داچه د نوکانو رنګ ته اشاره يوه کنايه ده چه آیا د نارينه لاس به وي او که د ښځې د انحضرت صلی الله علیه وسلم عادت شريفه دا وه چې ښځو ته يې لاس نه ورکولو کله به يې چې له ښځو سره بيعت کولو د لاس په وسيله به نه وو بلکې د خبرو په وسيله به وو .

د ښځې د پاره د سرو او سپينو زرو د زوراتو استعمال :

د ښځو لپاره د زېوراتو استعمال د علماؤ په اجماع سره جاﺋـز دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : حرم لباس الحرير و الذهب على ذكور امّتى و احل لاناثهم”. (الترمذي 1/302) يعنی د ابريشمو او طلا استعمال زما د امت په سړيو حرام دی او ښځو لپاره حلال دی .

 مګر دا ورته جايز نه دي چې خپلې ګاڼي نامحرمه نارينه وو ته ښکاره کړي

قوله تعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا (النور ۳۱)

يعني : او خپل سينګار دې نه ښکاره کوي پر ته له هغه چې خپله څرګند شي .

او فرمايي : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء (النور ) .

ژباړه : هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي خو ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو (بنزيو) يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو يا خپلو مريانو يا خپلو هغو تر لاس لاندې نارينه ؤ چې ښځو ته حاجت نه لري يا هغو ماشومانو ته چې تر اوسه لا د ښځو عورات نه پوهيږي ( دغو کسانو ته ښکاره کول پروا نه لري ) .

يعنې بغير له محرمو کسانو دې غير محرمو ته خپل زينت او سينګار نه ښکاره کوي

چې محرم عبارت دي له : خاوند ، پلار ، ورور ، زوی ، د بنې زوی ، د ورور زوی ، د خور زوی .

همدارنګه  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم).

د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او دخپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .

تبرج : بيګانه خلکو ته د سيګار ښکارول .

همدارنګه فرمايي :

أبو موسى أشعري رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «إذا استعطرت المرأة فمرت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا، قال قولاً شديداً، وفي لفظ: فهي زانية» (حسن صحيح أخرجه أبو داود والترمذي والنسائي ).

کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email