(۴) د ښځو ځانګړي احکام (زينت او سينګار )

د ښځو د بدني زينت ،ښايست او سينګار احکام

    ۱ ـ فطري سنت :

 د فطري سنتو له جملې څخه يو يې دنوکانو لنډه ول دي  ځکه د نوکانو پرې کول د علماوو په اجماع سره سنت دي په دليل ددغه حديث شريف:(خَمْسٌ مِنْ الْفِطْرَةِ: الِاسْتِحْدَادُ وَ الْخِتَانُ وَقَصُّ الشَّارِبِ وَنَتْفُ الْإِبْطِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ) (بخاري-5889 او مسلم -257)

 ژباړه : دا پنځه شيان د انسان د فطرت سنت دي :۱- ختنه ۲- د نامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل  .

د نوکانو په پرې کول کې پاکې او ښکلا ده ، حال دا چې په پريښودلو کې يې د څيرونکو حيواناتو او کافرانو سره مشابهت دی ، همدارنګه د پلېتی کثافت او مکروبونو د جمع کيدلو سبب هم ګرځي او بيخونو ته يي د اوبو درسيدلو مانع کرځي ، له بده مرغه ځنې مسلمانې ښځې د کافرو ښځو نه په پټو سترګو تقليد کړی او دې دينې سنتو سره دنه بلدتيا له امله د نوکانو د اوږده پريښودلو اقدام کوي .

نو داسې کول د سنتو خلاف عمل دی پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چې : “فمن رغب عن سنتى فليس منى” (متفق عليه)، يعنى: څوک چې زما د سنتو څخه مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

دوهم دا چې داسې کول د چهار پايانو او کافرانو سره مشابهت کول دي چې داسې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : “من تشبه بقوم فهر منهم” يعنى څوک چې خپل ځان د کوم قوم سره تشبح کړي له هغوی سره به وشميرل شي “

نو داسې کول د مسلمانې ښځې د پاره مناسب کار نه دي او نه هم دا د فطرت سليمه غوښتنه ده بلکي د فطرت خلاف عمل دی .

     همدا شان د تخرګ ويښتان او تر نامه لاندي ويښتانو لري کول د ښځو لپاره سنت دي لکه په پورته حديث شريف کې چې ذکر شول.

غوره دا ده چې په هر هفته کې خپل نوکان ، د تخرګونو ويښتان او د شرمګاه ويښتان وخريل شي او که په هره اونۍ کې و نه خريل شي نو تر څلويښتو ورځو زيات پريښودل يې جايز نه دي .

د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”  يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .

ضروري مسائل :

په نوکانو باندې رنګ ناخن وهل څه حکم لري ؟

ځواب : د نوکانو پرېولل په اوداسه او غسل کې فرض دي د ضرورت څخه علاوه د داسې شی استعمال چې اندام ته اوبه و نه رسيږي اودس او غسل نه صحي کيږي يعنې اودس او غسل هغه وخت صحي چې دغه شيان له نوکانو څخه لرې شي فتاوي عالمګيري ليکي : اولزق باصل ظفر طيس يابس او رطب لم يجز . يعنې کچيرې په اصل نوک پورې وچه يا لنده خټه موښتې وي نو پر دې باندې صرف د اوبو تېرېدل کافي نه دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۴۷۷ ) .

 پوښتنه : د تخرګونو او شرمګا د ويښتانو لرې کول د موی بر د کمياوي  ماده په وسليه جايز دي ؟

هو باک نه لري ځکه د ددې ويښتانو د لرې کولو څخه مقصد د نظافت ساتل دي (فتاوی البلدالحرام 5/128،127 )

د حيض او نفاس په موده کې د نوکانو لنډول او د تخرګونو ، شرمګاه د ويښتانو خريل وبال لري ؟

نه هيڅ باک نه لري ځکه په دې اړه د منع هيڅ شرعي دليل وجود نه لري . (شبکة الأاسلامية مرکز الفتاوي رقم الفتوى: 15905 )

د ښځې د سر د ويښتانو احکام ………………بيا

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email