د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟

 ګرانو محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته یوه پوښتنه لرم هغه دا چی هغه ذبح شوی چرګان چی غوښه یی د ایران او یا نورو ملکونو څخه راځی او مونږ یی د ذبح د طریقی څخه خبر نه یو نه پوهیږم چی د ذبح په وخت د الله اسم ورباندی ذکر کیږی او که نه ددی غوښو خوړل په شریعت کی څه حکم لری په درنښت

حزب الله بهیج  دوردګو ولایت اوسیدونکی

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا يو اوږد بحث دی چې ژورې څيړنې غواړي ان شاء الله ددې ستړي ميزل د پاره مو د الله په توکل ملا تړلې ده او په دې اړه به د علماوو نظرونه را ټول کړو.

اول قدم کې ماشني ذبح باندې مختصر بيان خپريږي وروسته به بيا دا مطلب خپور شي د کومو ملکونو غوښي حلالی يا شک منې دي او د کومو هيوادونو حلالې نه دي.

ماشني ذبح يا د ميکانيکي يا الکتروني آلو په وسيله ذبح دوه ډولونه لري

اول : د ماشين په وسيله د کڼ شمير چرګانو ذبح کول .

دوهم : د ذبح څخه مخکې برقي شارټ ورکول او بيا ذبح کول

اول : د ماشين په وسيله د کڼ شمير چرګانو ذبح او کول

د ماشيني د ذبحې په باره کې د عربستان د فتاوی اللجنة الدائمة او په جده کې مجمع الفقه الإسلامي داسې فتوی ورکړي ده :
جاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” : ” ما حكم الذبح الآلي ؟ وهو أن تذبح الآلات في وقت واحد عشرات الدجاج بتسمية واحدة طبعا ، وإذا كان شخص واحد يذبح بيده كمية كبيرة من الدجاج فهل يكفيه تسمية واحدة أم يجب أن يسمي على كل واحدة بعينها ؟

الجواب : أولا : يجوز الذبح بالآلات الحديثة بشرط كونها حادة ، وأن تقطع الحلقوم والمريء .
ثانيا : إذا كانت الآلة تذبح عددا من الدجاج في وقت واحد متصل فتجزئ التسمية مرة واحدة ممن يحرك الآلة حين تحريكه إياها بنية الذبح بشرط كون الذابح المحرك مسلما ، أو كتابيا .
ثالثا : إذا كان الشخص يذبح بيده فيجب أن يسمي تسمية مستقلة على كل دجاجة يذبحها لاستقلال كل دجاجة بنفسها .
رابعا : يجب أن تكون التذكية في محل الذبح ، وأن يقطع المريء والودجان ، أو أحدهما .
بكر أبو زيد … صالح الفوزان … عبد الله بن غديان … عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ” انتهى من “فتاوى اللجنة الدائمة” (22/ 463) .

ماشيني ذبح څه حکم لري ؟ داسې چې په يوه وخت کې په يو تسميه د يو شخص لخوا په يو ځل په لس ګونو چرګان ذبح کيږي ؟

الجواب :ماشيني ذبحه يا د آلاتو په وسيله ذبح کول په لاندې شرطونو جايزه ده :

 اول : د ماشين يا آلاتو په وسيله ذبح کول جايز دي په شرط ددې چې مری او حلقوم يې پرې شي .

دوهم : دا چې د کڼ شمير چرګانو ذبح په يو وخت کې متصل تر سره شي نو کوم کس چې آلې ته حرکت ورکوي د ذبح په نيت د آلې د حرکت په وخت کې د ګن شمير د پاره يو ځل تسميه ويل جايز دي په شرط ددې چې نوموړی کس به مسلمان يا اهل کتاب وي .

دريم : کوم کس چې په لاس سره ذبح کوي د هغې د پاره واجب دی د هر يو د ذبح په وخت کې جلا تسميه ووايي .

څلورم : واجب ده چې د ذبح محل په نظر کې ونيول شي ،يعني مرئ د خوړلو او څښلو لاره ، د تنفس لاره او وينې رګ پرې شي  .

دوهم : د ذبح څخه مخکې برقي شارټ ورکول او بيا ذبح کول

مجتمع الفقه الأسلامي ليکي :

د ذبح نه مخکې د برقي شارټ ورکولو سره ذبح کول جايز نه دي ځکه دا په تجربه ثابته شوې ده چې ډير مري او کم شمير ژوندي پاتې کيږي ، ځکه د برقي شارټ ورکولو په وسيله د حيوان زړه دريږي او تقريباً 90% مري او 10% فيصده ژوندې پاتې کيږي . کوم حيوان چې په شرعي طريقه ذبح نه شي او په بله طريقه قتل شي د هغه د غوښو خوړل جايز نه دي .

وقد ذهب مجمع الفقه الإسلامي إلى أنه لا يجوز صعق الدجاج بالكهرباء قبل ذبحه ؛ لما ثبت بالتجربة من إفضاء ذلك إلى موت نسبة غير قليلة منها.
جاء في قرار مجمع الفقه الإسلامي المنعقد في دورة مؤتمره العاشر بجدة في المملكة العربية السعودية خلال الفترة من 23-28 صفر 1418هـ الموافق 28 – حزيران (يونيو) – 3 تموز (يوليو) 1997م ما يلي :
” الحيوانات التي تذكي بعد التدويخ ذكاة شرعية يحل أكلها إذا توافرت الشروط الفنية التي يتأكد بها عدم موت الذبيحة قبل تذكيتها ، وقد حددها الخبراء في الوقت الحالي بما يلي :
1- أن يتم تطبيق القطبين الكهربائيين على الصدغين أو في الاتجاه الجبهي – القذالي ( القفوي ) .
2- أن يتراوح الفولت ما بين ( 100 – 400 فولت ) .
3- أن تتراوح شدة التيار ما بين (75. إلى 1 أمبير ) بالنسبة للغنم ، وما بين (2 إلى 2.5 أمبير ) بالنسبة للبقر .
4- أن يجري تطبيق التيار الكهربائي في مدة تتراوح ما بين ( 3 إلى 6 ثوان )
ج- لا يجوز تدويخ الحيوان المراد تذكيته باستعمال المسدس ذي الإبرة الواقذة أو بالبلطة أو بالمطرقة ، ولا بالنفخ على الطريقة الانجليزية .
د- لا يجوز تدويخ الدواجن بالصدمة الكهربائية ، لما ثبت بالتجربة من إفضاء ذلك إلى موت نسبة غير قليلة منها قبل التذكية .
ه- لا يحرم ما ذكي من الحيوانات بعد تدويخه باستعمال مزيج ثاني أكسيد الكربون مع الهواء أو الأكسجين ، أو باستعمال المسدس ذي الرأس الكروي بصورة لا تؤدي إلى موته قبل تذكيته ” انتهى .
وذكر الدكتور محمد الهواري أن تدويخ الدجاج بالصدمة الكهربائية يؤدي إلى توقف القلب في (90%) من الحالات ، وإلى موت (10%) منها. ينظر “مجلة مجمع الفقه الإسلامي” عدد 10 ج 1 ص 411 ، 583

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email