کفري هيوادونو څخه راوړل شوې غوښې (دريمه برخه )

په ډنمارک کي د مسلمانو ځوانانو جمعيت

لنډيز يې: الف: هغه کسان چي اسلامي هېوادونو ته د غوښو او چرګانو د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي چي دا په اسلامي شرعي توګه ذبح سوي، هغوى قاديانيان دي او پر دغو  تصديقونو باندي پيسې ترلاسه کوي، بيا هغه اسلامي لوري چي له قاديانيانو څخه يې د تصديق کولو واک اخيستى او له دې سره، سره يې د ډنمارکي شرکتونو د ګټو ساتنه او د اسلامي سفارتونو مصلحتونه او د عربي واردونکو منافع په پام کي نيولي، تر شا ولاړ دي.

ب: زياتره هغه کسان چي په سفارتونو کي ګومارل سوي، يوازي ديپلوماتيکي لاري چاري پر مخ بيايي، نه دا چي اسلام تمثيلوي.

ج:د ډنمارک نصارا او نور اهل کتاب له خپلو ديني مباديو څخه  تېر سوي دي نو د دې ځاى نه سته چي اهل کتاب په نامه ياد سي، بلکي هغوى تر نصرانيانو، کمونستانو او بودايانو ته ورنژدې دي.

د: دا چي د مسلخونو چلونکي د ځوانانو مسلمانانو له ورتګ څخه چي د دوى د ذبح کولو طريقه له نژدې و ويني، ممانعت کوي او وايي چي ځوانان مسلمانان نه، بلکي د اسلامي هېوادونو سفارتونه، کوم چي د تصدير شهادت پاڼي تصديق کوي، د مسلمانانو تمثيل کوي.

هـ:د ډنمارک شرکتونه د اسلامي ذبحي په هکله له اسلامي حلقو څخه هيڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

و: عربي واردونکي هغه څوک دي چي يوازي دا ليکنه چي (ذبح على طريقة اسلامية) غواړي او ډنمارکي شرکتونه هم کله چي د دوى په ګټه کار وي، موافقه ورسره کوي.

ز: د غاړي پرې کول وروسته له بې هوښۍ ترسره کيږي، هغه که اسلامي هېوادونو ته صادريږي او که نورو ته، په دوى کي سيواد کڅوړو له عبارت ليکنو نور هيڅ فرق نسته.

ح: هغه څه چي د ډنمارک د هغو شرکتونو لپاره مهم دي چي اسلامي هيوادونو ته د غوښو صادرات کوي هغه دا دي چي د اسلامي واردونکو هيوادونو سفارتونه ورسره موافق سي او د دوى تصديق وکړي.

ط: د حل لاره دا ده چي اسلامي هېوادونو ته د غوښي د صادرولو لپاره اسلامي مسلخونه جوړ شي او په دې لاره کي په علم، عمل او مال باندي تعاون او مرسته وشي.

لسم: د مبلغينو او دعوت کونکو هغه راپورونه چي د سعودي عربستان د علمي بحثونو او افتاء دعوت او ارشاد عمومي رياست ته رسېدلي:

لومړى: د اسلامي دعوتګر استاد احمد بن صالح محايري تقرير چي له برازيل څخه يې د واردو سويو غوښو په هکله را استولى، وايي:

الحمدلله و الصلوة و السلام على رسول الله محمد و على آله و اصحابه اجمعين. عاليقدر عمومي رئيس، محترم پلار علامه شيخ عبدالعزيز بن باز (حفظه الله)! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، وبعد:

ستاسو عالي جناب د سرليک نمبر( ٣٤٤٢ ) چي په (٢١-٦-١٣٩٨) هـ ق ليکل سوى او تاسو راڅخه سعودي عربستان ته د واردو سوو غوښو د مرغانو او حيوانانو د ذبح کولو څرنګوالى غوښتى، ستاسو د حکم د تنفيذ په هکله بايد ووايم چي د فخر ځاى دى چي ستاسو لوړ حضور ته دا لانديني توضيحات وړاندي کړم:

زه د( ١٣٩٨) هـ ق کال د رجب د مياشتي له څورلسمي بيا تر دېرشمي پوري د برازيل اوو (٧) ښارونو ته ولاړم، چيري چي د غوښو او چرګانو صادرونکي شرکتونه سته، هغه ښارونه دي: کورتيبا، بونطاکروسا، کامبوکراندي، کويابا، غويانا، بروزينس او ساني جوزيف.

سره له دې چي زه ټولو صادرونکو شرکتونو ته چي په دغو ښارونو کي دي، ورغلم او د ذبح کولو په طريقه يې خبر سوم، خو زه په دې راپور کي يوازي د هغو شرکتونو يادونه کوم چي ما په دې سفر کي وليدل او کوم چي سعودي عربستان ته صادرات کوي او د هغوى په باب لکه چي ما معلومات ترلاسه کړل، خپل وړانديزونه او کتني ښکاره کوم: په برازيل کي د “بارانا” په ولايت کي د” بونتاکروسا” په ښار کي د “برنسيسا” د چرګانو د روزلو شرکت چي په مياشت کي يې له ( ١٥٠ ) ټنه څخه زيات صادرات درلودل او په کڅوړو کي به يې بندول، سعودي عربستان او څو نورو عربي هېوادونو ته، لکه مسقط، عمان او کويت ته به يې د “بتروبراز” له لاري چي برازيلي شرکت دى، ليږل.

دغه صادرات به يې د نايلون په داسي کڅوړو کي بندول او په داسي کارتنانو کي به يې ايښودل چي په عربي به ورباندي ليکلي وو: (ذبح على الطريقة الاسلامية) او کله چي د ځينو هېوادونو د سوداګرۍ وزارت له سوداګرو څخه وغوښتل چي د استيراد له پاڼو سره (هغه ورقي چي له خارجي غوښو سره د حلالوالي د تصديق لپاره راځي) يوځاى داسي پاڼي هم مل وي چي ثابته کړي، دغه غوښي په اسلامي طريقه ذبح سوي دي نو نوموړي شرکت د کورتيبا په ښار کي د اسلامي جمعيت (ټولني) له رئيس څخه چي (حسين العميري) نوميږي، وغوښتل چي هغه دي له هر بار سره په ليکلې توګه شاهدي ورکړي چي دغه ذبح په اسلامي طريقه ترسره سوې او شرکت به بيا د هري پلا په بار کي يوه په سلو کي (%١) برخه ده ته د دې شاهدۍ په بدل کي ورکوي…

د راپور لنډيز په لاندي ډول دى:

په “برنسيسا” شرکت کي د چرګانو د حلالولو طريقه:

(١) چرګ په پښو تړلى يو ماشين هغه سړي ته وروړي چي چاړه يې په لاس او په ډېره چټکي سره يې غاړه ورپرې کوي او همدغه ماشين يې بيا ايشيدلو اوبو ته رسوي چي هلته يې ډوب کړي، څو يې بڼکي ورژيږي او بيا پرېمنځل سي او د صادرولو لپاره چمتو شي.

(٢) کله د حلالونکي او ماشين د زيات تيزوالي په سبب د چرګانو له دوو رګونو څخه يو پرې سي او کله تر مړيني له مخه په ايشيدلو اوبو کي ډوب کړاى سي.

(٣) زه په دې شکمن يم چي ذبح کونکى مسلمان، اهل کتاب او که بت پرست يا ملحد دى؟

(٤) پر کڅوړو سربيره ليکل کيږي چي (ذبح على الطريقة الاسلامية) او پر دې باندي هغه څوک تصديق کوي چي نه يې په خپله ذبح ليدلې او نه يې نائب، بلکي يوازي د تصديق کولو په بدل کي مزدوري اخلي او دا هم د تجارت د وزارت په غوښتنه چي له سوداګرو يې غوښتي چي داسي شهادت پاڼي ولري چي دا ذبح اسلامي ده.

د شرکت له چلونکو څخه مي وغوښتل چي د ذبح کولو طريقه دي سمه بدله کړي، تر څو اسلامي وي، موافقت يې وکړ، خو ويل يې چي اول بايد لازمه اندازه (کميت) وروښيم. په “ساديا او “اويسته” شرکت کي د ذبح کولو طريقه: (١)   د دوى دستور هم د لومړني شرکت په ډول و چي چرګان به يې په پښو راځړول او تر مړيني له مخه به يې په ايشېدلو اوبو کي پرېمنځل او داسي به يې ورباندي ليکل (ذبح على الطريقة الاسلامية) او دوى هم له دوو اسلامي جمعيتونو (ټولنو) څخه د اجرت په بدل کي تصديق ترلاسه کاوو، د دې ذبح څه ورو او کراره وه، لومړى به يې پوستکى څيراوو او بيا به يې رګونه ورغوڅول، ذبح کونکي معلوم نه و چي اهل کتاب وو او که بت پرست.

(٢) غوايي بيا لومړى په برېښنا (برق) بې هوښه کېدل او بيا ځني څرمن ايستل کېده، سيوا له دې چي ويني يې ووځي او کله چي ډاکټرانو ورته وښودله چي د وينو شتون (موجوديت) خطر لري، بيا به يې په څټک پر سر و وهل چي مړه به نه وو، وبه لوېدل، بيا به يې له پښو څخه په پورته کونکي ماشين باندي راوځړول او د غاړي څرمن به يې ډولي کړه، په بله چاړه به يې رګونه ورپرې کړل، ويني به په زياتوالي ځني راتويېدلې، تر څوچي مړه به سول، خو د ذبح کونکي او شاهد حال همداسي و، لکه چي د چرګانو په ذبح کي مو ياد کړ.

د پسونو د حلالولو په هکله د “ارجنتين” د شرکت کړنلاره:

(١) يو ماشين پسونه پورته کړل او يو سړي د هغوى غاړه او رګونه په اسلامي طريقه په چاړه پرې کړل.

(٢) د ارجنتين اسلامي مرکز ورباندي شاهدي ليکي.

(٣)  ذبح کونکى يې معلوم نه دى.

ليکنه : الشيخ عبدالله الذاکري الآفغاني

Print Friendly, PDF & Email